لیکنه: قادرشاه
د نسبي استازیتوب ټاکنیز سیستم Proportional Representation Systems په ټولیزه توګه د ټاکنیز سیستم د یوه ځانګړي سبک نوم دی، په دې سیستم کې هڅه کیږي د رایه ورکونکو د رایو سلنه مالومه کړي او وروسته یې له مخې بریالي نوماندان ټاکنیزو څوکیو یا سیټونو ته بریالي کړي. د دې سیستم په کارولو سره په ټولیزه توګه د رایه ورکونکو د هري رایې اغیز دهغوې د سلنې په نظر کې نیولو سره څرګندیږي. د نسبي استازیتوب ټاکنیز سیستم د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې په پراخه کچه کارول کیږي چې بیلګې یې د نړۍ په تقریباً ټولو هیوادونو کې په مختلفو کچو سره پیدا کیږي. د امریکا په متحداه ایالاتو کې د ښاري کمیټو ټاکنې PR یا نسبي استازیتوب ټاکنیز سیستم پر بنسټ تر سره کیږي.
د نسبي استازیتوب سیستم مهمې ځانګړني:
د قیقې محاسبې پر بنسټ سیاسې حزبونه چې په ټاکنو کې سیالي کوي، د PR سیستم د اصولو له مخې دوی ته ورکول کیدونکو سیټونو یا څوکیو پرمهال باید په سمه توګه د هغه رایو سلنه په نظر کې و نیول شي چې د دوی په ملاتړ کارول شوي وي.
PR ټاکنیز سیستم عموماً په هغه ټاکنیزو حوزو کې کارول کیږي چې څو کسیز غړیتوب ولري، څومره چې د یوې ټاکنیزې حوزې غړيتوب زیاتیږی په همغه ترتیب د رایو د تناسب څرنګوالی مالومیږي.
په ټولیزه توګه د رایو د شمیرلو او سیټونو د تشخص لړۍ پیچلي وي او سمدلاسه په شمیرنه کې د شفافیت څرنګوالي په سختۍ سره مالومیږي.
هر نوماند وروسته له هغې ټاکل کیږي چې د دوی د سیاسي حزب په ګټه د کارول شویو رایو سلنه مالومه شي.
مهم موډلونه یې : لیسټ میتود، ترکیبي نسبي غړیتوب میتود، لیږدیدونکي رایې میتود، د نه لیدونکې رایې میتود.
د لیست نسبي استازیتوب میتود
په زیاترو PR سیستمونو کې د لیسټ چوکاټ کارول کیږي چې List PR ورته ویل کیږي، دغه میتود په هغه ټاکنیزو حوزو کې د استفادې وړ وي چې څو کسیز غړیتوب ولري او رایه ورکونکي د سیاسي احزابو په منځ کې د ترجیحي رایې حق لري. د دې میتود په کارولو سره سیاسي حزبونه په ټاکنیزه حوزه کې د استازیو د شمیرې په اندازه خپل نوماندان ثبت کوي تر څو په رای پاڼه کې د هر سیاسي حزب نوماندان ښکاره شي. هر سیاسي حزب د کارول شویو رایو په تناسب سیټونه تر لاسه کوي، یانې د هر حزب په ملاتړ چې څومره رایې کارول شوي وي، د هغې سلنه مالومیږي وروسته په رایه پاڼه کې د هر نوماندان د کتګورۍ مطابق بریالي نوماندان اعلانیږي.
په list PR میتودونو کې هم دوه ډوله موډلونه کارول کیږي چې یو ته یې ازاد لیسټ میتود ویل کیږي او بل ته یې بند یا تړلی لیسټ سیستم ویل کیږي. د دې توپیر په دې کې دی چې په ازاد لیسټ میتود کې رایه ورکونکي د سیاسي حزب لخوا د نومول شویو نوماندانو په منځ کې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه کارولی شي. خو په تړل شوي لیسټ سیستم کې نوماندان یوازې د سیاسي حزب په ګټه رایه کاروي، هغه نوماندان چې سیاسي حزب ټاکلي وي په رایه پاڼه کې د شمیرې په ترتیب سره بریالي اعلانیږي.
د نسبي غړیتوب ترکیبي میتود
دې ډول میتود ته په انګلیسي ژبه کې Mixed member proportional (MMP)وايي. د دې میتود په کارولو سره هڅه کیږي چې PR او اکثریتي سیستم له مواردو څخه په شریکه ګټه پورته کړي. هغه هیوادونه چې MMP میتود کاروي، په هغه ټاکنیزو حوزو کې چې یو کسیز غړیتو لري د اکثریتي سیستم پر بنسټ پریکړه کوي. خو د څوکسیز غړیتوب په ټاکنیزو حوزو کې بیا د PR یا نسبي استازیتوب میتود کارول کیږي.
د MMP میتود د کارونې په څرنګوالي باندې پوهیدل شاید لږ پیچلي وي، خو په اصل کې دا میتود په هغه هیوادونو کې کارول کیږي چې د پارلمان د غړو سلنه یې د سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو حوزو د استازو تر منځ ویشل شوی وی. په دې مانا چې سیاسي حزبونه کولی شي په ملي کچه او د ټاکنیزو حوزو په کچه سیالۍ وکړي، په همدې ترتیب سره خپلواک نوماندان هم کولی شي د ټاکنیزو حوزو په دننه کې سیالي وکړي. د نسبي غړیتوب ترکیبي میتود په کارولو سره هر رایه ورکونکی د دوو رایو د کارولو حق لري، په رایه پاڼه کې د سیاسي حزبونو نوماندانو ته ملي کچه او د سیاسي حزبونو یا ازادو نوماندانو لپاره د ټاکنیزو حوزو په کچه رایې کارولی شي.
د مثال په توګه که چیرې یو سیاسي حزب په ملي کچه ۱۰٪ رایې تر لاسه کړي نو په پارلمان کې به د خلکو د رایو او ملاتړ مطابق ۱۰٪ سیټونه د لیسټ په بنسټ تر لاسه کوي، حتی که په ټاکنیزه حوزه کې هیڅ سیټ هم تر لاسه نه کړای شي. خو په ټاکنیزه حوزه کې چې یو کسیز غړیتوب لري د اکثریتي او یا هم په ځینو مواردو کې د کثرتي سیستم په نظر کې نیولو سره نوماندان د رایو مطابق بریالي کیږي.
MMP میتود په نیوزلینډ، ایټالیا، جرمني او وینزویلا هیوادوکې کارول کیږي.
د لیږدیدونکي رایې میتود
د لیږدونکې رایې ټاکنیز میتود The single transferable vote (STV) په هغه ټاکنیزو حوزو کې کارول کیږي چې څوکسیز غړیتوب ولري. دا میتود هم لکه د ترجیحي میتود په ډول نوماندانو ته د شمیرو په ورکولو سره د خپل خوښې وړ نوماندان یو په بل پسې کتګوري کوي. په STV میتود کې رایه ورکونکي د دې صلاحیت لري چې یو نوماند ته ترجیح ورکړي او یا هم د سیټونو د شمیر مطابق ټول نوماندان یو په بل پسي کتګوري کړي.
د STV میتود د سمې کارونې په موخه تر ټولو مهمه طرحه چې په ۱۹مه پیړئ کې د وتلي ریاضي پوه آیج-آر ډراپ H. R. Droop لخوا منځ ته راغلی د Droop quotaپه نوم باندې یادیږي. دغه طرحه تر نن ورځې پورې په پراخه کچه کارول کیږي. د Droop quota طرحه په اصل کې د رایو هغه شمیره مالوموي چې د یوه نوماند د بریالي کیدو لپاره اړینه وي. د غه فرموله په لنډه توګه د یوې بیلګې په وړاندې کولو سره روښانه کوو:
په پورته مثال کې V د ټولو کارول شویو معتبرو رایو شمیره په ګوته کوي، S د ټولو ټاکنیزو سیټونو یا څوکیو شمیرې په مانا ده.
د بیلګې په توګه، که موږ په یوه ټاکنیزه حوزه کې ۳ ټاکنیز سیټونه ولرو او رایه ورکونکي ټولې ۱۰۰۰ معتبرې رایې وکاروي نو په دې صورت کې د ډراپ د سهمیې طرحه په دې ډول راځي: [ 1,000 / (3 + 1) ] + 1 = 251 ددې فرمول پر بنسټ هغه نوماند چې 251 رایې تر لاسه کړي د سیټ یا څوکۍ پر ګټلو بریالی کیږي.
د STV میتود د کار شویو رایو د شمیرنې پر مهال کټ مټ د PV یا ترجیحي میتود اصول په نظر کې نیول کیږي، په دې مانا که چیرې ۱ شمیره نوماند ټاکل شوې تعداد رایې را خپلې نه کړي، نو د همدې شمیرې په ترتیب هر نوماند چې تر ټول کمې رایې تر لاسه کړي وي له شمیرنې و ځي او د رایه ورکونکو دویمې خوښې یا ترجیح ته پاملرنه کیږي.
د نه لیږدیدونکې رایې میتود:
د نه لیږدیدونکې رایې میتود ته په انګلیسي ژبه کې Single non-transferable vote (SNTV) ویل کیږي. د دې میتود د اصولو له مخې رایه ورکونکي یوازې د یوې رایې د کارونې حق لري، سره له دې چې ټاکنیزه حوزه څو کسیز غړیتوب لري. په دې ډول سیستم کې هغه نوماندان چې تر نور زیاتې رایې تر لاسه کړي د اړوندې څوکۍ یا سیټ ګټونکی دی. د بیلګې په توګه که چیرې یوه ټاکنیزه حوزه ۴ غړي پارلمان ته لیږي نو پدې صورت هر نوماند ته په کار ده چې د رایو ۲۰ سلنه رایې خپلې کړي. د SNTV او STV ټاکنیزو میتودونو ترمنځ توپیر په دې کې دی چې SNTV میتود د کارولو پرمهال هغه سیاسي احزابو او یا ازادو نوماندانو ته چې لږ ولسي نفوذ لري د ګټلو چانس په لاس ورځي. په دې ترتیب هر څومره چې په ټاکنیزو حوزو کې د غړو شمیر زیاتیږي په همغه اندازه د رایو د ګټلو تناسب کمیږي.
SNTV سیستم په اردون، تایوان او یو شمیر نورو هیوادونو کې کارول کیږي.