لیکنه: تهذیب الله مهذب
دنفوسو زیاتوالی او په چاپیریال یې اغیزي:
که د یوه ژوندي موجود شمیره نظر دهغه د اوسیدو سیمه ایز ظرفیت ته لوړه شي هغه ته دنفوس بې حده ډیرښت ویل کیږي،دنفوسو ډیرښت دډیرو زوکړو،دمړیني کموالي،یا یوې سیمي ته د وګړو دمهاجرت له امله رامنځ ته کیږي.
په نړۍ کې دنفوس زیاتوالی د څوارلس سوه(1400)میلادي کال راپه دیخوا مخ په ډیرو دو دی په ځانګړې ډول په تیرو څلویښتو کلونو کې چې د درملو او کرهڼیزو تولیداتو ډیروالی موندلی دی.
دملګرو ملتونو د 2012 کال داحصائي له مخې دنړۍ نفوس 7,009 میلیارده تنو ته رسیدلی دی،دنړۍ ظرفیت د څلورو تر څوارلس میلیارده تنو لپاره اټکل شوی دی.
د نړۍ اوسني ډیرښت ته په کتو سره دملګرو ملتونو د اټکل کړی چې په 2040 او 2050 میلادي کلونو کې د نړۍ دخلکو شمیر به د 8 تر 10,5 میلیارده تنو ته ورسیږي،د نړۍ د نفوس ډیرښت دا ویره رامنځته کړې چې اوسنۍ نړۍ به ونشې کړای د اوسني نفوس او یا تر هغه ډیرو وګړو لپاره د پوره ظرفیت درلودونکی وي.
د بشر ډیر والی دچاپیریال د ډیرو ستونزو لکه،داتموسفیر دکاربن دای اکساید د اندازي ډیروالی،دنړۍ دتودوخي او د هوا دککړتیا، دخوړو او اوبو دمنابعو د ډیري غوښتني، لوږه او سو تغذیي او همدارنګه د فوسیلي منابعو(ګاز،تیل،دډبرو سکاره) چټک مصرف سبب شوي دي.
ځینې کارپوهان پدې نظر دي چې د فوسیلي منابعو څخه د بډایه هیوادونو د بې شمیره مصرف د نفوس د ډیرښت څخه هم په چاپیریال ډیر فشار وارد کړی.
نن ورځي د نړۍ په ځینو هیوادونو کې د بشر چټکه وده ددې لامل شوي چې ډیری هیوادونه لکه چین،هند او ځینې نور هیوادونه خپل وګړي دیته وهڅوي تر څو دنفوس چټک ډیرښت کنټرول کړي،ځکه دخلکو بې حسابه زیاتوالی د ملکونو او کورنیو په اقتصاد،تعلیم تربیه،دښارونو په بې رویه او چټکه پراختیا،په کلیو کې د کرهڼیزو ځمکو له منځه تګ،دچاپیریال ککړتیا،دځنګلونو له منځه تګ،د اوبو او طبیعي زیرمو لمنځه تګ،دمهاجرتونو او همدارنګه د جګړو او ورانیو سبب کیږي.
دنفوس ډیروالی په چاپیریال د پام وړ تاثیرات لرلي دي،په ځانکړي ډول د شلمي پیړۍ له پیل څخه راپدیخوا دنفوس ډیروالی دچاپیریال د ویجاړتیا،او ایکوسیستم ته اوښتي اقتصادي زیانونو لامل شوي دي.
هغه ملکونه چې ډیر نفوس لري،د ډیرو چاپیریالي ستونزو سره مخامخ دي دا درسته نه ده چې دنفوس مهارول به ددوۍ چاپیریالي ستونزي کمي کړي،په همدې حال کې د ډیر نفوس درلودونکي هیوادونه چې د پراختیا په حال کې دي هغوۍ به ډیر صنعتي شي او همدارنګه دچاپریال ککړتیا او مصارف به یې لوړ شي.
د بشـــر د ډیــروالي تاثــیرات:
*دطبیعو منابعو خلاصیدل
*د هوا،خاوري،او اوبو ککړتیا به منځ ته راشي
*پاکو اوبو ته به لاس رسی ډیر کم شي
*دځنګلونو او ایکوسیستم له منځه تلل چې دنړۍ داکسیجن او کاربن دای اکساید د بیلانس ساتنه کوي،هرکال اته میلیونه هکتاره ځنګلونه لمنځه ځي
*په اتموسفیر کې د بدلون منځ ته راتګ او دګرموالي لامل ګرځي
*د زراعتي ځمکو د لاسه ورکول او ددښتو پراختیا
*په هغه هیوادونو کې چې دنفوس وده چټکه ده د وګړو عمرونه کم دي
*ډیرو خلکو ته به دنظافت لمخې ستونزي راپیدا شي او هغه هم د فاضلاتو کثافاتو په وجه
*دجنایاتو،مخدره توکو او غلاوو ګراف به لوړ شي،بعضې خلک به له همدي لارو خپل ژوند پر مخ وړي
*دمنابعو په سر به شخړي او جنګونه ډیر شي،او داسې نوري ستونزي شته چې د بشر دودي په راتګ سره به په چاپیریال اغیزي وکړي.
څه کول په کار دې چې د بشر د ودي مهارول او مخه ونیول شې چې چاپیریالي او اقتصادي زیانونه راکم شي،د نفوس دودي د زیانونو د کموالي په اړه ځینې لاري شته چې سره شي لکه څنګه چې دنفوس ډیروالی هغه څه دې چې دولتونه او چاپیریال تهدیدوي او په همدې دلیل ټولني باید دچاپیریال ځیني تاثیرات معکوس کړي.
په چین کې حکومت د ماشومانو د زیږون اړوند ځیني محدودیتونه په پلرونو او میندو وضعه کړي،ځیني نورو ټولنو همدا اوس دنفوس د تاثیراتو په اړه دخلکو په روزلو پیل کړی دی،دا ډول سرمایه ګذاري کیدای شې چې ډیره پراخه او د لږ قیمت درلودونکي وي.
د دولتونو سیاستونه کولای شې چې ددې ستونزي مخنیوی ټولو ته دمنلو وړ او په اسانه ډول وړاندي کړي،چې هغه د امیدواره کیدو څخه مخنیوی او په ځینو هیوادونو کې د سقط جنین مسله ده.
باید نړیوال دبشر د چټکې ودې چاپیریالي،اقتصادي او هر اړخیز زیانونه په نظر کې ونیسي او دې ټولو ستونزو ته وار د مخې د حل لارې ولټوي.