لیکوال : بازمحمد منګل
ځوان د یوه هیواد د ملا تیر په معنا ده چې ځوان نسل ته پاملرنه او پر هغوی پانګونه د یوه ملک د آبادولو او پر مختګ سبب ګرځي.
خو بدبختنه زموږ په هیواد کې ځوانانو ته کومه خاصه پاملرنه نده شوي، همیش په ستونزو کې ګیر پاتې دی چې دا حالت د ځوان په روان باندې منفي اغیزې کړی دي، چې اکثر ځوانان اوس په غلطو لارو روان دي.
دوی دا شته حالتو ستړې کړی دي نور یې د صبر کاسه چپه شوي ده، ژوند ورته تنګ شوي دی نه شي کولی دا دې غمو ډک ژوند وزغمي.
زموږ ځوان اوس په دې ارمان دی چې ارام ژوند ولري آزاد وګرځي ډار نه ووسي انفجار انتحار نه وي، بې له ترسه هر ځای ته سفر وکړي. په داسو ارمانونو زموږ زندګي تیرېږي، او بل دا فکر او ارمان لري چې څنګه یوه خوله ډوډۍ پیدا کړم او چیرې چیرې پسې لاړ شم او له کومې لارې یې پیدا کړم؟
په دریمه درجه کې د تعلیم او د تحصیل ارمان زموږ ځوان ته پیدا کیږي چې هغه داسې وخت وي چې د ده ځواني خلاصه شوي وي او ارمانجن له تعلیم او تحصیل څخه پاتې شي.
همدا ده زموږ د ځوانانو حقیقي وضیعت او حالت. زموږ دولتدران او واکدران تر اوس هیڅ یوه واضحه تګلاره چې عملي بڼه ولري نه یې لري. نو ځوان نسل به څنګه پیشرفت یعنی پرمختګ وکړي. زموږ اکثره ځونانو ارمانونه نه پوره کیږي.
زه په پوره باور ویلی شم چې که موږ په په صداقت او پوره ایماندارۍ په خپل ځوان نسل باندې پانګونه وکړو او یوه خاصه پاملرنه ورته وکړو، نه به جنګ وي نه به انتحار وي او نه به ترور. ځوان به دا احساس پیدا کړي چې په دې ټولنه او ملک کې زه ارزش لرم . نو هغه وخت به د دوی ټول ارمانونه پوره شي. دغه دي زموږ د ځوانانو هیلې او ارمانونه. د نورو نړۍ ځوانانو ارمانونه وګورئ او زموږ ځوانانو ارمانونه وګورئ. موږ د ارامي او سوکالي په ارمان کې له دې دونیا ارمانجن ځو، چې دا ارمانونه زموږ اساسي حق ده چې موږ ترې بې برخې یو.
زموږ د افغانانو وروڼو استعداد او فکر د ستایلو وړ ده.
ای کاشکی زموږ هیواد ارامه وای. د غم او جنګ ټغر مو د همیشه لپاره له دې ملک څخه ټول کړی وای.
ای دوښمنه الله ج د نور له دې هیواد څخه لاس لنډ کړه. آمین