ژباړه: مصطفی نور
له نورو سره مرسته ښه ده؛ خو په د شرط چې خپلو کارونو او کړنلارو ته لمړیتوب ورکړئ. تصور کړئ چې له تاسو څخه غوښتنه کېږي، ترڅو د یوې ستونزې په حل کې مرسته وکړئ. ښايي یاده ستونزه په لنډه موده کې حل شي؛ خو ځنې وخت داسې غوښتنې ستاسو ساعتونه وخت او حتا ټوله ورځ نيسي. په داسې وخت کې تاسو متوجه کېږي، چې ډېر ورځني کارونه مو شاته پاتې دي، حال دا چې له یوه ساده ( نه ) سره مو کولی شوای، چې د یادې ستونزې حل بل وخت ته وځنډوئ.
ډېری خلکو ته د ( نه ) ویل سخت او حتا ناشونی کار ښکاري او دی. د خلکو منفي غوښتنو ته ځواب ویل د انسان بېوسي ډېر دلایل لري. ځنې غواړي چې په مثبت ځواب ځان ښه او مهربان ملګری وښايي. شرم په فردي، کورني او ټولنیزو اړیکو کې د بې وسيتوب یو بل دلیل کیدای شي.
برسېره پر دې، په ټولنه او ځنې کلتورونو کې ډېری خلکو ته د ( نه ) اورېدل ځان ته یو ډول بې احترامي بولي، حال دا چې د یو شخص بېوسي د نورو منفي ځوابونو ته، یو مهم او اساسي مهارت او قابلیت دی.
په دې لیکنه کې به د خلکو بېوسي په ( نه ) ویلو کې ولولو او وروسته به د هغې د ویلو لارې هم وڅېړو.
ولې د ( نه ) ویل سخت دي؟
باید هڅه وکړئ د ( نه ) ویل زده کړئ. په حقيقت کې باید وکولی شئ، د موقعیت او شرایطو څخه سم درک ولرئ تر څو د دې مهم مهارت په ترلاسه کولو کې بریالي شئ.
د ( نه ) ویلو لپاره ځنې سخت شرایط په لاندې ډول دي:
۱. نورو ته په مرسته رسولو کې د اړتیا احساس
مهربانه او زړه سواندي خلک په ذاتي ډول غواړي له نورو سره مرسته وکړي. حتا که دا مرسته یې د وخت یا کوم کار د لاسه ورکولو په بیه تمامه شي.
۲. له بې احترامۍ څخه وېره
ډېری خلک له دې وېرې، چې ( نه ) ویل ښايي له بې احترامۍ څخه وشمېرل شي، د هغې نه ویلو ته پلمې لټوي. دا غلط فرهنګ په آسیا کې ډېر غوړېدلی دی.
۳. سمون
د نورو غوښتنې د منلو یو بل دلیل دا دی، چې نه غواړي داسې ښکاره شي، چې د بیګانه ډلو سره په کړو کې سمون نه لري. په حقیقت کې غواړي چې په سرعت د ډلې د غړو ( کورنۍ، د ملګرو ډلې، همکاران او …. ) له لوري د پام وړ ومنل شي.
۴. له شخړې څه وېره
ځنې خلک د غوښتونکي د شخړې او غوسې له وېرې د هغوی غوښتنو ته منفي او د ( نه ) ځواب د ویلو توان نه لري. دا خلک له هر ډول شخړې څخه ځان لرې ساتي او تل په راتلونکي کې د نورو د غوښتنو د منفي یا ( نه ) ځواب پایلې ته اندېښمن وي.
۵. د فرصت له لاسه ورکولو اندېښنه
ځنې وخت ښايي داسې وه انګېرو، چې غوښتنه یو فرصت دی چې باید له لاسه یې ور نه کړو. د ساري په توګه که له کوم چا څخه غوښتنه وشي، چې د شرکت بلې څانګې ته ولیږدول شي، سره له دې چې نه غواړي خپل موجود ملګري پرېږدي، له دې فکر سره چې ښايي راغلی فرصت بیا رانه شي ، هغه ځوروي او ( نه ) ویل ورته سختوي.
۶. د شاته پلونو له خرابولو څخه ویره
شرم او اندېښنه له دې چې ښايي یوې غوښتنې ته منفي ځواب ورکول به د شاته پلونه خرابولو یا د اړیکو له منځه وړو سبب شي هم د ( نه ) ځواب له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي.
د لیکنې دوام د هغو خلکو لپاره دی، چې په یادو شرایطو کې راګېر دي او له
( نه ) ویلو څخه بې برخې دي. که له دې ډلې یاستی په لمړۍ مرحله کې باید هڅه وکړئ، دا په ځان باندې ومنئ چې د ( نه ) ویل د بې ادبۍ او یا له نورو سره د مرستۍ نه کولو نښانه نه ده. ( نه ) ویل د راتلونکي یا د اړیکو له منځه وړلو په مانا هم نه دي.
دا ټولې انګېرنې زموږ د ذهن زیږون او د عامه او غالب فرهنګ اغېزې دي.
په حقیقت کې د ( نه ) ویل وخت ته درناوی او ځان ته د ارزښت ورکول دي. تاسو باید وکولی شئ، چې لمړيتوبونه سره څنګ په څنګ کېږدئ او خپلې اړتیاوې وتلئ او وروسته له هغې د ځواب ویلو د ډول په نسبت د نورو کسانو غوښتنو ته سم علکس العمل وښايئ.
( دوام لري )