لیکنه: محمد نسیم سحر
داچه ما خپلې زده کړې په اقتصاد کې کړي، زما په ذهن کې پوښته راپیدا شوه چې د نوبل جایزه د چا لپاره ده او څنګه د نوبل بنسټ رامنځه شو، کله چې د مالوماتو په لټه کې شوم نو په زړه پورې مالومات مې ترلاسه کړل، صبر مې ونشو او ومې غوښتل تر څو نور ملګري هم پرې پوه شي په تیره بیا هغه کسان چې د اقتصاد په برخه کې زده کړې کړي او یا زده کړې کوي.
تر هر څه دمخه باید د الفریډ نوبل په اړه لنډ مالومات ورکړم، الفریډ برن-هارډ نوبل په ۱۸۳۳ زیږدیز کال د سویډن په سټاکولم ښار کې زیږیدلې، نوموړې د یوه انجینر زوې وه، په ماشومتوب کې روسې ته ولاړ او له خپل پلار سره میشت شو، هغه مهال د نوبل پلار د اوبو لاندې په یوه کان باندې کار کاوه. الفریډ نوبل په پاریس کې د کیمیا په څانګه کې زده کړې کړي، د زده کړو تر بشپړولو وروسته نوموړي د لنډ مهال لپاره په امریکا کې دنده ترسره کړه او په کال ۱۸۵۹ ز کې سویډن ته راستون شو.
داچه نوموړې کیمیاپوه وه، په یوې مفکورې یی عملي کار پیل کړ، نوبل غوښتل تر څو د نایترو ګلسرین خوندي او په اسانئ سره اداره کیدونکي ماده جوړ کړي چې اوس د Dynamiteپه نامه یادیږي او په ودانیزو چارو کې ورڅخه د چاودیدونکو توکو په بڼه ګټه اخیستل کیږي. ددې کار د ترسراوي په موخه، نوبل خپله فابریکه جوړه کړه ترڅو دغه توکي تولید کړي، په ۱۸۶۴ ز کال په فابریکه کې د چاودنې له امله د نوبل د ورور په ګډون پنځه کسان ووژل شول چې دغې پیښې سره نوبل ډیر خواشینې او پریکړه یی وکړه تر څو تردې خوندي او په اسانئ سره اداره کیدونکي نور چاودیدونکي توکي جوړه کړي، نوبل په ۱۸۷۵ ز کې په خپله مفکوره کې بریالې کیږي او د جليګنیټ Gelignite چاودیدونکې توکي په بریالیتوب رامنځته کوي. جلیګنیټ د چاودیدونکي جلاتین په نامه هم یادیږي، دغه چادیدونکي توکي په ودانیزو چارو او د کانونو په راویستلو کې چاودیدونکو توکو په بڼه کارول کیږي.
دغه تجربې د Dynamite او Gelignite تر رامنځته کولو پورې محدودې ندي، نوبل تردې وروسته نور توکي هم جوړ کړه چې بالسټایټBallistite په نامه یادیږي، دغه ماده بې-لوګیه د سون ماده ده، پخوا به په وسلو کې تور باروت کارول کیده، کله به چې نظامیانو څو ډزې وکړې نو د وریځ په څیر به یی پر سر سپین لوګې ولاړ وه، لوګي به یی مخه نیوله او نه یې شو کولای دښمن په نښه کړي، نوبل بالسټایټ چاودیدنکي بې لوګیه ماده رامنځته کړه چې اوسمهال د توغندیو د جامد سون توکو په توګه کارول کیږي. همدارنګه مصنوعي ګوټه-پرچا Gutta-Perchaچې د غاښونو د طبابت په عملیاتي وسایلو، بریښنايي وسایلو، د فولاد په نرمولو کې تر څو ورڅخه د زغر په جوړولو کې ګټه واخیستل شي هم جوړ کړ. نور کارونه یی هم د ستایلو وړ دي لکه د ازربایجان له باکو څخه د تیلو ترلاسه کول او نور.
کله چې نوبل ومړ (دسامبر لسمه ۱۸۹۶ ز، سان ریمو ښار، ایټالیا) له هغه څخه ډیره شتمني پاتې شوه (هغه مهال ۳۱ ملیونه سویډني کروڼه چې اوسنې ارزښت یی ۱۷۱۲ ملیونه سویډني کروڼه کیږي)، تر مرګ دمخه یې لارښونې او وصیت پریښود چې ډيرې پیسې به یې د نوبل جایزې په کلنئ لمانځ غونډو په مصرف ورسیږي. لمړنئ لمانځ غونډه يي په کال ۱۹۰۱ ز کې ترسره شوه، چې په فزیک کې ویلهیلم راګن، په کیمیا کې جاکوبس-هانریکس وان تی هاف، په فیزیولوژي یا طب کې امیل اډالف وان بیرینګ، په ادبیاتو کې شمیول یوصف اګنان او نیلي ساکس، او د سولې لپاره د سره صلیب نړیوالې کمیټې بنسټګر هانري ډونانټ او فرانسوې اقتصاد پوه فریدریک پاسي ته ورکړل شول.
د نوبل جایزه هغه کسانو ته ډالئ کیږي چې د عامه خیر ښیګڼې لپاره یی نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې وي که هغه د فزیک، کیمیا، طب، ادبیات او یا د سولې راوستو په برخه کې وي، په ۱۹۶۹ ز کال کې شپږمه څانګه چې د اقتصاد علم دې هم شامل شو او ددې برخې لګښت د سویډن ملي بانک ورکوي. د نوبل جایزې ګټونکو ته نه یواځې د سرو زرو مډال بلکه ډیره اندازه پیسې هم ورکول کیږي (یو یا یو نیم ملیونه ډالره) چې ګټونکې یی بیرته هغه ادارو ته چې د عامه خیر ښیګڼې پروګرامونه پر مخ وړي ډالې کوي، د پیسو اندازه مالومه نده، څومره چې د نوبل بنسټ په لاس کې وي ګټونکو ته ډالئ کوي. د اقتصاد علم په برخه کې د کال ۱۹۶۹ نه تر ۲۰۱۵ ز پورې هغه پوهانو چې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي، په ۴۷ لمانځ غونډو کې یی ۷۶ کسانو ته د نوبل جایزه ډالې شوي.