ژباړه: حمیدالله حمیدي
(( څو میاشتې کېدې، چې په یوه نوي شرکت کې مې کار پیل کړی وو. دنده مې داوه، چې ښکلي جامې طراحي کړم، ځانګړی سبک مې درلود، چې یوازې په ما پورې یې اړه درلوده او په بازار کې یې هم ځانګړی خوند او رنګ درلود، ټول وخت به مې په دې فکر کاوه، چې څنګه نور هم په خپل دې کسب کې نوښت وکړم، پوره هڅه مې کوله، ډیره انرژي مې پرې مصرفوله تر څو په خپل کار کې نور هم بر لاسی او نوښتګر شم. جالبه خو لا دا وه، چې په دې شرکت کې په همدې خاطر په دنده ګمارل شوی وم، چې په ټول ښار کې زما پر لاس د طرحه شویو جامو بازار ډیر ګرم وو، د شرکت مشر غوښتل، چې زما په راتګ سره یې شرکت نور هم مخکښ شي، خو خبر نه وم، چې په دې برخه کې به له یوه لوی خنډ سره مخ کېږم. کیسه له دې ځایه پیل شوه، چې د دوو میاشتو له تېرېدو څخه وروسته یو بل کس په دې لټه کې شو، چې د جامو په تیارولو کې زما له سبک څخه ګټه واخلي او کټ مټ هغه څه کاپي کړي، چې زه یې د جامو په طرحه کولو کې کاروم. د ده دا کار د دې سبب شوی وو، چې په شرکت کې ټول کارکوونکي یې په دې کار پورې وخاندي او د ټولو د رشخند شي، خو دی لا پر ځان هم خبر نه وو. ده دا فکر کولو، چې دی توانېدلی په ډیره زیرکۍ سره زما له سبک څخه ګټه اخلي او غواړي ځان هغه ځای ته ورسوي په کوم ځای کې، چې زه قرار لرم، خو دې ته یې پام نه وو، چې د فکر یا طرحې غلا کول هم د نور غلاو په څېر لکه کوږ بار تر منزله نه رسېږي. او په دې یې فکر نه وو کړی، چې په نیمه لار کې به پاتې وي!. خو اوس چې فکر کوم ګورم، چې که هغه کس زما د فکر له محصول او زما له ځانګړي او بې ساري سبک څخه پېښې نه وای کړې زه هېڅ کله هم دې ځای ته نه رسېدم په کوم ځای کې، چې اوس یم. ځکه له هغې ورسته ما پر نورو نویوطرحو فکر وکړ او هغه څه مې، چې مخکې درلودل اوس د هغه دوه چنده نوي فکرونه لرم، زما څخه دا فکري غلا د دې لامل شوه، چې په ډیر دقت سره پر نورو لارو چارو فکر وکړم هغه دي، چې نن د یوه ځانګړي نوم او مقام خاوند یم.)) په فکري، ادبي او یا نورو برخو کې غلا کول خپله د غله د بریا مخه نیسي. له نورو څخه د فکري، ادبي، هنري او علمي ایډیاګانو غلا کول د نورو غلاو په څېر دي او په قانون کې ورته همغه مجازات ټاکل شوي، چې د مالونو د غلا لپاره دي. اصلي خبره په دې ځای کې ده، چې د نورو فکر غلا کول په اصل کې د نوموړي کس محرومیت په ګوته کوي. څوک، چې د نورو خلکو فکر غلا کوي، هغه څوک دی، چې خپله نوښت نه شي کولای په خپل ذهن کې داسې څه نلري، چې خلق یې کړي او په خپل کار او کسب کې ورڅخه ګټه واخلي، نو د نور له فکره ګټه اخلي او هڅه کوي خپله د ناتوانۍ خلا پرې ډګه کړي، ډیره کله، کینه، حسادت، دښمني او ځان غوښتنه د دې لامل شي، چې سړی د نور د فکر غلا ته ملا وتړي او دا انګېزه پکې پیدا کوي، چې په یوازې ځان او کله کله هم په ډله ییزه توګه غواړي دغه ډول غلاوې وکړي. دلته تر ټوله مهمه خبره داده، چې په دې برخه کې متخصصین او روڼ اندي په څه نظر دي؟ دوی وایي: هغه څوک، چې ځان د افکارو په غلا اموخته کوي او د ځان پر وړاندې د خلاقیت کړکۍ بندوي له سخت مجازت سره مخ کېږي، چې هغه ته د (( د ذهن شنډېدل)) وایي!. داسې کسان له یو څه وخت وروسته په دې هم نه توانېږي، چې ان د یوه واړه شي په اړه فکر وکړي او فکر یې له کاره غورځي. د پام وړ ټکی دا دی، چې دغه کار انسان نور هم پر فکري غلا روږدی کوي په څنګ کې ور سره په ټولنه کې د یوه حقیر، ناتوانه، ضیف، ماته خوړلي او واړه کس په توګه پېژندل کېږي. په دلیل یې په ډېره اسانۍ سره پوهېږئ. په اصل کې هر څوک په داخل کې د نبوغ هسته او اصل لري، چې مغز او کړنې یې رهبري کوي، نو یوازې هغه کسان بریالي دي، چې د خپل داخلي نبوغ څخه ګټه واخلي.
یا کولای شو بریا ته د رسېدو لپاره یوازې او یوازې له خپل داخلي نبوغ څخه ګټه واخلو.
کاش موږ ټول پوهېدلای د دې پر ځای، چې د خلکو خلاقانه فکرونه په ډیرې اسانۍ د دوی له اجازې پرته غلا کړو او ګټه ترې واخلو، خپل فکر او تمرکز د هستیي ذهن معطوف کړو او د خپل تړلي بخت لپاره کلۍ جوړه کړو! او په خپلو مټو ځان خپل هدف ته ورسو، د ځان لپاره خپل ځانګړی سبک او طرحه ولرو، نه له نورو څخه غلا شوی فکر.
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی