لیکنه: محمد بن ابراهیم الــحمد
ژباړه: انــــــدیال ساپی
ستر ګې پټول او ځان ناخبره ښودل د لويانو او مشرانو له اخلاقو څخه دي چې د دوستۍ په همېشه والي او راجلبولو، د دښمنى په له مينځه وړلو او دکينه کوونکي له کینی څخه په خلاصۍ کې مرسته کوي.
او همداکار بیا د نفس د لوړوالي او پاکوالی نښه ده،چې د انسان مرتبه او مقام لوړوی.
ابن الأثير د صلاح الدين ايوبي د ژوندانه يادونه کوي او ووايي:” صلاح الدين ايوبي -رحمه الله- حوصلی او د ښو اخلاقو خاوند و، متواضع او صابر انسان وو، د ملګرو له تیروتنو به يې سترګې پټولې، کله به يې چې د چا څخه هغه څه واورېدل چې بد به يې ګڼل نو ځان به يې پرې ناخبره واچاوه او د هغه سره په رويه کې به يې هيڅ تغير نه راوست.
ابن الاثير رحمه الله وايي: ماته رسيدلي دي چې يوه ورځ صلاح الدين ايوبي په مجلس کې د ملګرو سره ناست وو، چې ځینې مریانو ځینې نور د کيلو په پوستکو ويشتل ، ګذار خطا شو او د کيلې پوستکې د صلاح الدين ايوبي مخې ته ولګيد، هغه خپل مخ بل لور ته واړوو او د خپل ملګري سره يې خبرې پېل کړې تر څو ځان ناخبره وښايي”.
شېخ محمد امين شنقيطي رحمه الله به هم د ځان په هکله د ډېرو کارونو نه سترګې پټولې او کله به چې ترې پوښتنه وشه ويل به يې:
ليس الغبی لبيد فی قومه لکن سيد قومه المتغابی
ژباړه: غبي سړی د خپل قوم سردار نه دی ، بلکې د قوم سردار هغه څوک دی چې د نورو د خطاګانو څخه ځان ناخبره ګڼي.
ابن حبان رحمه الله فرمايي:” چا چې د خلکو سره په تعامل او هغه څه کې سترګې پټې نکړې چې دا يې بد ګڼي او د هغو څخه يې د هغو کارونو هيله پرېښوده چې دا ورسره مينه لري نو د هغه ژوند به د پاکوالی او خوښۍ په ځای خړوالي او ستونزو ته ډېر نېږدې وي او ددې پر ځای چې د کينې پرېښودلو ته ورسي، نېږدې ده چې خپل زيات وخت په کينه او دښمنۍ کې تېر کړي” .
ابن المقفع وايي:” د عاقل انسان له عقلمندۍ څخه دا دي چې د خپل توان په اندازه خپله پوهه پټه کړي تر څو د خلکو سره په تعامل(رویه) کې په نرمۍ او د ژوند په چارو کې په ثبات وپېژندل شي”.
شاعر وايي:
أغمض عيني عن صديقي كأنني … لديه بما يأتي من القبح جاهل
وما بي جهل غير أن خليقتي … تطيق احتمال الكره فيما أحاول
ژباړه: د ملګرو د خطاګانو سترګې پټوم، ګويا چې زه د هغوی له کارونو څخه ناخبره يم ، زه ناخبره نه يم بلکې زما عادت دی چې د خپل توان په اندازه د هغوی د ناخوښه کارونو بوج بار کړم.
علي بن ابي طالب رضی الله عنه فرمايي:
أغمض عيني عن أمور كثيرة … وإني على ترك الغموض قدير
وما من عمى أغضي ولكن لربما … تعامى وأغضى المرء وهو بصير
وأسكت عن أشياء لو شئت قلتها …. وليس علينا في المقال أمير
أصبر نفسي باجتهادي وطاقتي … وإني بأخلاق الجميع خبير
ژباړه: زه له ډېرو کارونو خپلې سترګې پټووم، او د سترګو د نه پټولو توان لرم، زه د ړوندوالي له امله سترګې نه پټووم بلکې ډېر ځله انسان سترګې پټوي حال دا چې هغه شيان ويني، او زه له زياتو شيانو چوپ پاتې کېږم که د ويلو اراده يې ولرم ويلی يې شم . ځکه د وينا پر مهال په ما کوم څارونکی او امير نشته د خپل کوښښ او توان له لارې نفس صبروم، ګنې نو زه د ټولو خلکو په اخلاقو ښه خبر يم.