لیکنه : ډاکټر ابراهیم شینواری
نوي زېږېدلي ماشوم ته یوازې د مور شیدې ورکول کېږي. البته ضروري واکسینونه یې باید له لومړۍ ورځې پیل او د مسئول روغتیایې کارکوونکي د مشورې او لارښوونې سره سم تکمیل شي. که خدای ناخواسته ماشوم ناروغه کېږي، نومعالج یا متخصص ډاکتر ورته درمل ورکوي، چې باید ماشوم ته ورکړل شي. له هغه پرته د مورشیدې بس دي، البته د لومړۍ ورځې ژیړ رنګه شیدې (ورږه) دا د سرو زرو اوبه یوه الهي تحفه او د ماشوم لپاره لومړنی واکسین دی.
نړۍ هر کال د اګست لومړۍ اونۍ د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې د اونۍ په نوم لمانځي. لکه د الله تعالی په مخلوقاتو کې چې مور تر هر څه سپېڅلی موجود دی، دغسې د مور شیدې تر بلې هرې غذایي مادې ګټور او حیاتي دي. د مور په شیدو د ماشوم تغذیه حیرانوونکي ګټې لري، چې ځینې اړخونه یې په لاندې کرښو کې ولولئ :
د مور پر شیدو تغذیه شوی ماشوم معمولا لږ ناروغه کېږي. د مور په شیدو تغذیه د غوږ میکروبي کېدل، نس ناستی، او د معدې او ګېډې ستونزې کموي.
د مور په شیدو تغذیه شوو ماشومانو کې په لوړ عمر کې د ځینو ناوغیو اندازه کمه وي: استما (شدیده نقس تنګي)، د شکرې ناروغي او چاغوالی پدې ډله کې راځي.
د مور او ماشوم تر منځ عاطفي پیوند ټینګوي، ځکه ماشوم خپله مور له نژدې کتلی شي: ماشوم یوازې له اته څخه تر پنځلس انچه نېژدې شیان کتلی شي، نو کله چې مور ماشوم ته د تي ورکولو په وخت نژدې او مخامخ وي، همدا د بهترین عاطفي پیوند جوړېدو وخت دی.
ماشوم ته شیدې ورکول د مور بدن د امیندوارۍ او زیږون له زیانونو څخه ژغوري: ماشوم ته شیدې ورکول په مور کې هغه هورمون افرازوي چې رحم بیرته خپل اصلي حالت ته ورګرځوي.
د مور شیدې ماشوم له مختلفو خوندونو سره روږدی کوي : فرموله (پوډري یا بازاري شیدې) یو ډول خوند لري، خو د مور شیدې د خوراکي موادو ټول خوندونه په یوه کمه اندازه لري. دغسې ماشوم ته بیا جامد خواړه په اسانۍ پیل کېدای شي.
ماشوم ته شیدې ورکول د مور وزن کموي: هغه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په ورځ کې ۶۰۰ کالوري مصرفوي او وزن یې په تدریج سره تر امیندوارۍ مخکې مودې ته ورګرځوي.
ماشوم ته شیدې ورکول مور د سینې او تخمدانونو له سرطانونو ساتي.
د مور شیدې یوه کورنۍ په کال کې د ۱۵۰۰ ډالرو له لګښته بچوي.
د مور بدن د امیندوارۍ په دوره کې شیدې ورکولو ته اماده کېږي : کله چې ماشوم وزېږي، د مور په بدن کې د شیدو د تولید لومړنی سیګنال تولیدېږي چې حتی مور د یو ماشوم تر اړتیا زیاتې شیدې تولیدولی شي. یعنې که دوه او یا ډېر ماشومان هم زېږېدلي وي، د مور بدن ورته شیدې تولیدولی شي.
ماشوم د مور بوی پېژني: د ماشوم د بویولو حس ډېر پیاوړی دی او د خپلې مور د شیدو بوی پېژني. همدا دلیل دی چې وږی ماشوم خپلې مور ته ورګوري.
مخکې لدې چې د مور بدن شیدې تولید کړي، یوه ټینګه، ژیړبخنه، سریښناکه ماده یعنې ورږه تولیدوي چې (د سروزرو اوبه) ورته ویل کېږي. دا مایع د ماشوم د اړتیا وړ کلسیوم، پوټاشیوم، پروټین، منرالونه او میکروب ضد مواد لري. تر څو چې د مور شیدې جریان پیدا کوي، ماشوم د ورږو څو کاشوغو ته ضرورت لري چې روغ رمټ پاتې شي.
د مور شیدې ماشوم ته د ورکولو په وخت کې بدلون مومي: ماشوم ته د شیدو ورکولو په پیل کې شیدې ابي رنګه او نرۍ وي، خو په پای کې ټینګې او غوړې شي، چې ماشوم ته پوره کالوري (انرژي) برابروي.
د مور شیدې رغونکې دي؛ ځکه د داسې موادو لرونکې دي چې له میکروبونو سره جګړه کوي. د مور د سینې د التهاب (پړسوب) مخه هم نیسي. که د مور سینه خارښت او درد کوي، خپلې یوه اندازه شیدې دې پرې وموښي، سینه یې رغېږي.
میندې هغه مهال هم خپل ماشوم ته خپلې شیدې ورکولی شي، چې ناروغه وي. البته دا لا ګټور کار دی. د ناروغتیا پر مهال د مور بدن د میکروبونو پر ضد انټي باډي جوړوي، چې ماشوم ته هم انتقالېږي او هغه د ناروغیو په وړاندې ساتي. کله چې په مور کې د ناروغۍ نښې راښکاره شي، ماشوم ته هم ممکن میکروب یا ویروس ورغلی وي، نو که مور شیدو ته دوام ورکړي. هم ماشوم ته شیدې ورکوي او هم یې د ناروغۍ د زیاتېدو څخه ژغوري.
مخکې له دې چې یوه مېرمن مور شي باید د امیندوارۍ، زیږون او د خپلو شیدو په واسطه د ماشوم د تغذیې د ارزښت په باب پوره پوهه شي.
د مور د شیدو عوضي شیدې یا فرموله/ سیریلاک او د شاتو په شمول هیڅ بله ماده تر ۶ میاشتو کم ماشوم ته پکار نده. د عامې روغتیا وزارت د مور د شیدو د عوضي خوړو پر خلاف یوه مقرره منظور کړې ده او د دغه ډول خوراکونو خرڅول او ترویج یې منع کړی دی. که مور کومه جدي ناروغي ولري، یوازې د قانوني اسنادو لرونکی ډاکتر توصیه کولی شي، چې ماشوم څه وخوري یا وڅښي.
د زیاترو میندو دا بهانه سمه نه ده چې شیدې نلري، کابو هره مور پوره شیدې لري. ماشوم ته د شیدو ورکولو په سم وضعیت پوهېدل او نورو مسایلو په باب باید مور د مور او ماشوم د روغتیايي کارکوونکو څخه مشورې واخلي.
له نوي زيږون څخه تر ۶ مياشتني ماشوم د تغذيې او روغتیا مهم پيغامونه
|