د فلندر دوهم سخت دریځه نشنلست او محافظه کار، ځواکمن ګوند اېنوېآ دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د ملتپاله خلق ګوندونو له یوالي څخه رامنځته شو.
د ۲۰۰۷ کال په ټاکنو کې بریالۍ و، ولې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې د پام وړ بریا ترلاسه کړه چې د بلجيم او فلندر په کچه یې د یوه ځواکمن ګوند په نوم ځان مطرح کړ.
دا ګوند د ولامس بیلانګ په څېر د فلندر سيمې په خپلواکۍ فکر کوي او په تدریجي ډول د بلجيم د تجزیې غوښتونکی دی.
د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې یې خونده نه وه او خپلې ډېرې رایې یې ولامس بیلانګ ته له لاسه ورکړې، خو بیا هم د بلجيم د فدرال پارلمان د ۲۵ څوکیو په خپلولو سره بیا هم ځان تر نورو مخکښ وساته.
د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې چې کله د کډوالو په اړه د نړیوالو قوانينو نوې لایحه د بلجيم لومړي وزیر لخوا لاسلیک شوه، دوی له حکومت څخه په اعتراضي ډول ووتل.
د کډوالو په برخه کې دوی د سختو قوانينو غوښتونکي دي، دوی د کاناډا په څېر د کډوالو د ادغام او کډوالۍ سیستم ته لېواله دي.
دوی وايي چې کډوالو ته باید د هغوی د مسلک، پوهې او د هالنډي ژبې د زدکړې او په ټولنه کې د ښه ادغام په صورت کې اسناد ورکړل شي. د غير قانوني کډوالو د شتون مخالفت کوي او د دوه ګوني تابعیت درلودنکو بلجيمیانو لپاره د داسې قانون غوښتونکي دي چې که چېرې د کوم جرم مرتکب کېږي باید بلجيمي تابعیت یا نشنليټي ترې واخیستل شي.
د متمرکزه او غښتلي فدرال حکومت مخالفت کوي، په سيمه ایزه کچه د مالیاتو د کمښت او د سيمه ایزو واکونو د ډېروالي غوښتونکي دي.
د اقليمي بدلونو په برخه کې دوی له اتومي انرژۍ څخه زرغونې انرژۍ ته د معتدله بدلون طرفداره دي، سره له دې چې دوی خپله له زرغونې انرژۍ څخه د ګټې اخيستنې په پالیسۍ ټینګار کوي خو دوی د اروپايي ټولنې پر کاربن د مالیې د لوړوالي مخالفت کوي او د اروپا د زرغون پلان بشپړ ملاتړ نه کوي.
بارت د وېور له ۲۰۰۴ کال څخه ددې ګوند مشري په غاړه لري چې اوس مهال د انتورپن ښاروال هم دی.
