لیکنه: محمد ابراهیم افغان
د اولاد د مهمو اساسي حقوق څخه يو نوم ايښودل دي ، ځکه چي دابو درداء (ص) په مروي حديث کي نبي (صفرمايلي دي (انکم تدعون يوم القيامة باسمآئکم وباسمآء ابائکم فاحسنوا اسمآئکم )
ژباړه : يقينآ تاسو به د قيامت په ورځ ستاسو په نومونو او ستاسو د پلرونو په نومونو بللي شي ، نو تاسو ښه، نيک او مشروع نومونه کيږدي، لکه : عبدالله او عبدالرحمن
ماشوم ته د نوم ايښودنې وخت
ماشوم ته نوم په هر وخت کي ايښودلاي شي، دا که په اوله ورځ وي او که دويمه ورځ وي .
خو ماشوم ته دداسي نوم انتخاب پکار دي چي هغه نوم د معني او مفهوم په لحاظ سره برابر وي . ځکه ماشوم باندي د ښه نوم او غلط اغيزه ضرور موجوديږي، شيخ الاسلام ابن القيم (ص) دبدر دغزا د هغه اولينو دري نفرو د مسلمانانو د طرف نه او دري نفره دکفارو د طرف نه او بيا دهر يو نوم يو خاص تعبير ورنه بيان کړي دي ،
دمشرکانو دري نومونه يي داسي ذکر کړي : اول شيبه ، چي د شيب نه اخيستل شوي بوډاته وايي يا سپين تارونه دږيري ، دويم : عتبه ، چي د عتبه نه اخيستل شوي ددروازي درشي ته وايي او يا دعتاب نه دي. دريم نوم وليد دي چي داتصغير دي دولد نه ياني ماشوم ګوټوي او د مسلمانانو نومونه اول حمزه دي چي دزمري معنا ورکوي ، دويم علي چي د علو نه اخيستل شوي او چتوالي ته وايي ، دريم عبيدة بن حارث \ي تصغير د عبد دي او حارث دهقان ته وايي ،نو د ښه انتخاب د خپل اولاد لپاره دا ډيرضروري دي.
نوم ايښودل د پلار حق دي او که د مور:
په نوم ايښودلو کي څه اختلاف نشته ، خو دا په هغه حالت کي اختلاف پيدا کيږي ، چي څوک وايي چي نوم ايښودل دپلار حق دي او که د مور ؟ نو بيا حق د پلار دي او نه مور چي دليل په دي باندي (دسورة احزاب ) د اآيت دي :
او يو حديث کي راځي نبي (ص) فرمايي :
(( ولد لي اليلة مولود،فسميته باسم ابي ابراهيم ))
د پورته حديث نه همدا مسئله ثابتيږي چي نبي (ص) فرمايي چي زما زوي نن شپه پيدا شو او دابراهيم نوم مي ورته کيښود ، نو معلومه شوه چي نوم ايښودل د پلار حق دي .
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی