ليکوال: دوکتور فرهاد قاسمي
ژباړن: هجرت الله اختيار
(درېيمه برخه)
٤)- د نړيوالې ټولنې برداشت
نړيواله ټولنه په نړيوالو اړيکو کې د موجودو ليدلورو له جملې يو ليدلورى دى. له دې ليدلوري نړيوالې اړيکې له دولتونو څخه په جوړ سيسټمي چوکاټ کې لوستل کېږي.د سيسټم د عناصرو په توګه د دولتونو مجموعې ته د نړيوالې ټولنې نوم ورکول کېږي. نړيواله ټولنه سربېره پر دې چې په نړيوالو اړيکو کې د دولتونو د مجموعي سيسټم ښودونکې ده، د دولتي واحدونو ترمنځ يو لړ ګډ قواعد او ارزښتونه هم د د نړيوالو اړيکو د تحليل ساحې ته راننباسي، همدغه قواعد او ارزښتونه دي چې دولتي واحدونه يې د سيسټم د عناصرو په توګه سره يو ځاى کړي دي او نړيوال سيسټم يې رامنځته کړى دى.
نړيوالې اړيکې د نړيوالې ټولنې د تيوريسنانو له نظره په نړيوال سيسټم کې د واحدونو ترمنځ د جګړې او سولې له لوستنې څخه عبارت دي. په نړيوال سيسټم کې د واحدونو ترمنځ جګړه ييز او سوله ييز برخوردونه نړيوال سياست تشکيلوي. نړيوال سياست د سياست له ځانګړيو ښاخونو څخه دى چې د ملي سياست په څېر د اقتدار سلسله مراتب په کې نه شته؛ خو په نړيواله يا سيمه ييزه کچه د دولتونو ترمنځ ګډې ګټې، قواعد، بنسټونه او سازمانونه د دولتونو اړيکو ته شکل ورکوي او د نړيوال سياست د رامنځته کېدا او تحرک لپاره زمينه سازي کوي. نړيوال سياست د خپلواکو دولتونو ترمنځ د ټولنيز نظم لا ټینګښت غواړي او موخه يې دا ده چې اختلافات له منځه لاړ شي.
شونې ده دلته دا پوښتنه رامخې ته شي چې د نړيوالو اړيکو د نړيوالې ټولنې ليدلوري فلسفه څه ده؟ د دې پوښتنې ځواب د (وايټ) له انده د درېوو ځانګړيو مکتبونو د پېژندنې له لارې موندلاى شو. دغه درې مکتبونه عبارت دي له واقعيتپالنې، عقلپالنې او انقلابپالنې څخه. واقعيتپالنه دولتونه له قدرت څخه د کار اخيستونکو په توګه انځوروي چې هر يو د خپلو ګټو موخه کاروي. پر همدې بنسټ په نړيوالو اړيکو کې د يو دولت له خوا له قدرت څخه کار اخيستنه وسيلوي حيثيت لري. دويم مکتب د عقلپالنې دى. د عقلپالنې اساس و بنسټ پوهه او منطق دى. عقلپالنه د دولتونو ترمنځ اړيکې د بشري فعاليت په توګه درک کوي او د قانون پر بنسټ يې غواړي. دا مکتب په نړيواله کچه پر ټولو بشري فعاليتونو د يو واحد اقتدار غوښتونکى دى چې دغه واحد اقتدار د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه عبارت دى. بالاخره د انقلابپالنې مکتب نړيواله ټولنه د انسانانو د فکري بدلون تابع ګڼي. د وايټ په اند نړيوالې اړيکې نه شو کولاى چې له دې درېوو نظريو څخه په يوې پورې محدودې کړو. د نړيوالې ټولنې ليدلورى په حقيقت کې د درېواړو نظريو مجموعي بحث دى چې د نړيوالو بنسټيزو ارزښتونو يانې نظم و عدالت په اړه کېږي. نظم د دولتونو د نړيوالو فعاليتونو مثالي موخه ده چې د نړيوالې ټولنې بنسټيزې موخې ساتي. په عين حال کې نړيوال عدالت هم د هغو اخلاقي قواعدو له تحقق څخه عبارت دى چې پر بنسټ يې د دولتونو دندې او حقوق مشخصېږي.
سربېره پر دې وايټ د يادو درې ګونو سنتونو (مکتبونو) ګڼې نورې څانګې هم تشخيصوي. د هغه له انده واقعيتپالان پر دوو افراطي او معتدلو ډلو وېشل کېږي. افراطي واقعيتپالان د هر ډول نړيوالې ټولنې له شتون څخه انکار کوي او پر اند يې د نړيوالې ټولنې شتون يوازې د ټولو دولتونو په داخلي پراختيا کې شونى دى. له بلې خوا معتدل واقعيتپالان نړيوال حقوق په رسميت پېژني؛ خو د لويو قدرتونو د مسووليتونو او ګټو پر بنسټ تعريفوي. له بل لوري انقلابپالان هم پر دوو افراطي او معتدلو ډلو باندې وېشل کېږي. افراطي انقلابيون د موجوده رژيمونو د نابودۍ او تخريب دکتورين تعقيبوي او په دې لاره کې که تاوتريخوالي ته هم اړتيا وي، ګټه ترې اخلي؛ خو معتدل انقلابيون د نړۍ د موجوده وضعيت بدلون له تاوتريخوالي پرته غواړي. له بل اړخه هدلي بال د نړيوالې ټولنې د ليدلوري د نوموتي تيوريسن په توګه دغه نظريه په درېوو بېلابېلو فکري سنتونونو کې لټولې ده. له دې اړخه هغه پر دې باور دى چې د نړيوالې ټولنې د ليدلوري له مخې د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې لاندې درې سنتونه تشخيصولاى شو:
هابسي سنت چې نړيوال سياست د يو جنګي وضعيت په توګه تصوروي.
کانټي سنت چې يو نړۍ پالى سنت دى او د يوې واحدې بشري ټولنې پر شتون باوري دى.
ګروسيوسي سنت يا نړيوالتوب چې سياست د نړيوالې ټولنې په قالب کې ګوري.
د هغه له انده ټولنه هغه مهال شته کېداى شي چې د هېوادونو يوه ډله په خپلو متقابلو اړيکو کې يو د بل له ګډو ګټو څخه خبر وي او پر خپلو خپلمنځي اړيکو او غبرګونونو د يو لړ ازرښتونو او قواعدو مجموعه حاکمه کړي؛ نو پر همدې بنسټ به د يوې نړيوالې ټولنې د جوړېدا شاهدان اوسو. د نړيوالې ټولنې بنسټ بايد اصلاً په ګروسيوسي سنت کې ولټوو؛ خو له دې نورو سنتونو څخه هم يو لړ داسې عناصر هم راايستاى شو چې د نړيوالې ټولنې ښودنه به کوي.
د (هدلي بال) له انده په نړيواله ټولنه کې د جګړې او سولې وضعيت کولاى شو له هابسي سنت څخه په عاريت واخلو، دا په داسې حال کې ده چې په دې ټولنې کې د همکارۍ عنصر له کانتي سنت څخه راپور دى او له ملي سرحدونو څخه وراخوا په کې فعال ځواکونه هم له ګرسيوسي سنت څخه. په مجموع کې هغه باوري دى چې داسې عوامل شته چې د هابسي وضعيت د تسلط مانع شي؛ خو بيا هم د نړيوالې ټولنې تحقق شونى کړي. د صنعت، سوداګرۍ، حمل و نقل او اړيکو شتون، همدارنګه په خير و شر پورې اړوند د اخلاقي معيارونو او متقابلو ګټو شتون دا ټول د هغو عواملو له ډلې څخه دي چې د نړيوالې ټولنې جوړېدا ممکنوي او په دې ډول د هابسي وضعې د تحقق مخه پرې نيول کېداى شي.
د نړيوالې ټولنې ليدلورى د تاريخ پر فلسفې د تاکيد په ضمن کې پر هماغه ورته اندازه پر حقوقو او قواعدو هم تاکيد کوي. د (هدلي بال) په نظریه کې د پام وړ اصلي ټکى د نظم ايجاد او ساتنه ده، يا په بل عبارت د نړيوالې ټولنې ساتنه اصلي موخه ده. د نړيوالې ټولنې له ساتنې څخه موخه د غړيو د خپلواکۍ ساتنې او په دغسې ټولنه کې د سولې او د ژوند له مهمو اړخونو سره له مرستې څخه عبارت ده. په دې ټولنه کې نظم د ټولنيز، د ملتونو ترمنځ او جهاني نظم په قالب کې په پام کې نيول کېږي او پر عدالت د توزيعي عدالت او د لوبې د قواعدو په رعايت کې د عدالت مفهوم باندې تاکيد کوي. سربېره پر دې دولتونه د دغسې ټولنې د غړيو په توګه د درېګونو مسووليتونو درلودونکي دي چې عبارت دي له فردي، د ملتونو ترمنځ او جهاني مسووليت څخه. البته ستر قدرتونه، قوانين او نور ګواښونه دواړه د نظم د وسايلو په حيث ګڼل کېږي.
٥)- د نړيوالو اړيکو په هکله د نړيوال سياسي اقتصاد برداشت
په نړيوالو اړيکو کې د اقتصادي معيار بااهميته کېدل، په ځانګړې توګه په ١٩٧٠لسيزه کې او له هغې نه وروسته چې له مارکسيستي ليدلوري څخه ګټنه کېده؛ نو د سيسټمي نظم پديده له اقتصادي نظره هم تر شننې او تحليل لاندې راغله. دلته په نوي سيسټم کې د اقتصاد او سياست ترمنځ يوه پېچلې اړيکه ښکاره شوه چې نړيوالې اړيکې يې بايد درک کړاى شي. دغه اړيکه د نړيوال سياسي اقتصاد موضوع وه؛ خو د دې اړيکې د څرنګوالي په برخه کې بېلابېلې نظريې او برداشتونه شته دي چې په دې برخه کې د بېلابېلو مکاتبو د شته والي بيان کوي. په کلي توګه په دې برخه کې درې مکتبونه تشخيصولاى شو چې عبارت دي له:
١- لېبرايي يا د اقتصادي لېبرالېزم مکتب؛
٢- مرکانتلېزم يا مليپال مکتب؛
٣- مارکسيستي مکتب.
(١) – لېبرالېزم مکتب (اصول او بنسټونه)
لېبرالېزم د هغو دکتورينو او اصولو ټولګه ده چې د اقتصادي رشد او فردي سوکالۍ لپاره د بازاري اقتصاد د مديريت او تنظيم لپاره ترې کار اخيستل کېږي. په کُلي توګه د لېبرالېزم اصول په لاندې ټکيو کې بيانولاى شو:
١- انسان يو اقتصادي موجود دى، د هغه د عمل انګېزه هم په اقتصادي کالب کې د بيان وړ ده.
٢- بازارونه د انساني اړتياوو د پوره کولو لپاره عمل کوي او په خپل فعاليت کې بايد د ځانګړي منطق درلودونکى وي (د عرضې او تقاضا قانون)
٣- د بازار د سيسټم فلسفه او منطق د سوکالۍ او اقتصادي موثريت زياتوالى، اقتصادي پرمختګ او بهبود حداکثر ته رسول او بشري سوکالي ده.
٤- وګړي مصرفوونکي دي او شرکتونه د ټولنې اصلي ستنې دي.
٥- د بازار اقتصاد د تعادل په لور شديد تمايل لري.
٦- اوږدمهالې همغږي او همکاري د ګټو په منځ کې رامنځته کېداى شي (د نسبي مزيت اصل ته په پام سره).
٧- لېبرالان پر دې اند دي چې سوداګري او اقتصادي اړيکې د ملتونو ترمنځ د سوله ييزو اړيکو سرچينې دي، ځکه چې متقابلې ګټې سوداګري او په ملي اقتصاد کې د متقابلې تړلتيا پراختيا په همکارۍ ولاړې اړيکې پراخوي.
٨- لېبرال نړيوال اقتصاد له اوسنۍ وضعې سره سم د ژمنو او متقابلو ګټو چوکاټ جوړوي.
(٢) – د مرکانتلېزم يا مليپالنې مکتب
دا تيوري په پيل کې د شپاړسمې او اوولسمې پېړۍ د معاصر دولت په جوړېدو پورې اړوندېږي. دوى پردې باور دي چې اقتصادي فعاليت بايد د قوي دولت د جوړېدو د لومړني هدف تابع وي يا په بل عبارت اقتصاد د سياست وسيله ده يانې هم د قدرت ايجادوونکى او هم د سياستونو او تګلارو د عملي کولو وسيله ګڼل کېږي او په دې ډول اقتصاد د سياسي قدرت لپاره اساس و بنسټ دى. مرکانتليستان نړيوال اقتصاد د بېلابېلو ګټو د ټکر حوزه ګڼي يا په بل عبارت اقتصادي سيالي د جمع د حاصل په توګه د جبري صفر لوبه ګڼل کېږي. په دې وضعيت کې هر دولت د نورو ټولو دولتونو د نسبي اقتصادي لاسته راوړنو په اړه په تشويش کې دى؛ ځکه چې مادي سوکالي او پانګه د سياسي نظامي قدرت ستنې دي چې يو دولت يې د نورو ټولو دولتونو په مقابل کې کارولاى شي.
په دې مکتب کې د دولتونو ترمنځ اقتصادي رقابت دوه متفاوت شکلونه لري، لومړنى شکل يې دفاعي دى چې منعطف مرکانتلېزم يې هم نومولاى شو، په دې ځاى کې د يو دولت سياست خامخا پر نورو دولتونو باندې ښکاره منفي اغېز نه لري. بل شکل يې تهاجمي مرکانتلېزم دى، په دې کې دولتونه له نړيوال اقتصاد او استثمار څخه په ګټنې د خپلو پراختيا غوښتونکو سياستونو له لارې اقدام کوي. د بېلګې په توګه د اروپايي قدرتونو د امپريالېزم نوم يادولاى شو.
(٣) – مارکسيستي مکتب
د سياسي اقتصاد بله څانګه کولاى شو په مارکسيستي ليدلوري کې وپلټو. مارکسېزم پر دې باور دى چې په هره ټولنه کې اصلي فعاليت اقتصادي او توليدي فعاليت دى. توليدي فعاليت ټولو بشري فعاليتونو ته – هغه که سياست وي يا نور فعاليتونه وي- شکل ورکوي. له دې نظره دولتونه خپلواک واحدونه نه ګڼل کېږي او هغوى د پوړيزو ګټو تابع دي او د بورژوا پوړ د ګټو په واسطه او لور حرکت کوي. دا په دې مانا ده چې د دولتونو ترمنځ د شخړو (جګړو) ريښې بايد د بېلابېلو دولتونو د پانګوالي پوړونو ترمنځ په سياليو کې وپلټو. په دې ترتيب سياست د کوم خپلواک هويت و تعريف درلودونکى نه دى، بلکې يوازې د اقتصاد پر بنسټ شکل اخلي.
له بلې خوا، دا چې اقتصادي سيسټم د پانګوالۍ پر بنسټ تنظيم شوى؛ نو پر همدې بنسټ يې تر ټولو مهم نظم بښوونکى او بنسټيز اصل په ګټې او د ګټې په زياتوالي کې نغښتى دى. دا اصل به تحقق ونه مومي، مګر د نسبي مزيت له اصل سره په ملتيا يانې د هغو توکو توليد چې توليدوونکى واحد يې په توليدولو کې نسبت نورو ته د ګټې خاوند وي. په دې ترتيب د ګټې او د ګټې د زياتوالي اصل په ځان پسې د نسبي مزيت اصل لري چې بالاخره په دې لوري تګ د نړيوال کار د وېش د اصل د شکل ګيرۍ سبب کېږي. د نړيوال کار وېش يانې د نړيوال سيسټم د کارکولو چوکاټ بندي چې په کې به بېلابېلې برخې د هغو توکو پر توليد لاس پورې کړي، په کومو کې چې ګټه لري يا يې ګوري. پر همدې بنسټ درې بنسټيزې برخې رامنځته کېږي چې عبارت دي له:
– د مرکز برخه؛
– د شاوخوا برخه؛
– او شاوخوا ته نږدې برخه
په دې ترتيب د پانګوالي سيسټم د بنسټيزو اصولو پر اساس به نړيوال سيسټم (د اقتصاد پر بنسټ) له درېوو برخو تشکيل شي چې هر يو به يې د خاصو ځانګړنو او دندو درلودونکى وي.
د مارکسيسټي ليدلوري په حوزه کې نړيوالې اړيکې د پانګوالۍ او دوو بنسټيزو اصولو (ګټه او د نړيوال کار وېش) پر بنسټ تنظيمېږي. دا سيسټم خپله له درېوو برخو څخه تشکيل شوى دى چې عبارت دي له: مرکز، د شاوخوا برخه او شاوخوا ته نږدې برخې څخه چې وجودي فلسفه يې بايد د نړيوال کار د وېش په اصل کې وپلټو چې هر يو يې د ګټې د توليد او د پانګې د زياتوالي په پروسه کې ځانګړى رول لوبوي. پر همدې بنسټ د ګټې څرخه د يادو شويو برخو د وصلوونکې حلقې په حيث ګڼل کېږي چې مخ يې مرکز ته وي او په کې راګير ټول واحدونه د خپلې بقاء يا د قدرت په څرخ کې د صعود يانې د مرکز په لور د تللو لپاره هلې ځلې کوي.
په دې طرحه کې نړيوال سياسي سيسټم به د اقتصادي سيسټم د روبناء په حيث وي او د هغه د ګټو د ساتنې په خاطر به هڅې کوي او په همدې خاطر بايد مثالي رويې په اقتصادي سيسټم کې وپلټو چې په پايدار کېدلو يې سياسي سيسټم اړتيا پيدا کوي او د هغو د تنظيم دنده به پر غاړه واخلي. د سياسي سيسټم کنټرولي جوړښتونه هم د نړيوال اقتصاد سيسټم د سوکالۍ، ثبات، د تهديدونو له منځه وړلو او د راتلونکې لپاره د پروګرام جوړلو دنده پر غاړه لري.
(٤) –له نړيوال سياسي اقتصاد څخه ترکيبي برداشتونه
د نړيوال سياسي اقتصاد د څانګې ځينو مفکرينو د بېلابېلو عناصرو په ترکيب او په دې برخه کې له شته وو تيوريانو څخه په ګټنې د يوې بلې نوې نظريې د وړاندې کولو هڅه کړې ده. رابرت ګلپين د دغو مفکرينو له ډلې څخه دى چې په پورته توګه يې نړيوالو اړيکو ته د کتنې اصول او بنسټونه په لاندې بڼه رسمولاى شو.
٧ شکل: نړيوال سياسي اقتصاد ته د ګلپين کتنه
(٥) – د نړيوال سياسي اقتصاد له نظره د نړيوالو اړيکو مفهوم
د سيسټمي نظم او د نظم د مفهوم تشکيلوونکيو معيارونو (لکه د کړنو چوکاټ، مثالي رويې او د د مثالي رويو تنظيم) په توګه د نړيوالو اړيکو تعريف ته په پاملرنې سره د امانوئل او الرشتاين له نظرياتو کولاى شو له نړيوالو اړيکو د نړيوال سياسي اقتصاد نظريې ته د ٨ شکل په څېر مفهوم ورکړو. په دې طرحه کې د کړنو(فعاليتي) چوکاټ د نړيوالو اړيکو د موضوع (نظم) د لومړني تشکيلوونکي جز په توګه له درېوو مرکز، شاوخوا او شاوخوا ته نږدې څخه برخو تشکيل شوى دى. دغه برخې د پانګې په زېرمه کولو کې له يو بل سره په متقابل برخورد کې راغلي دي او اصلي موخه يې هم په دغسې يو څرخ کې بقاء او ارتقاء ده. دولتونه د دويمي واحدونو او د پوړونو د استازيو په حيث عمل کوي چې په دې برخه کې يې ټول اقدامات د بيان وړ دي. نړيوال سياسي سيسټم هم چې تشکيل شوى دى، له دغسې دولتونو څخه دى او د مثالي رويو د تنظيم دنده پر غاړه لري او هر يو يې د خپلو پوړونو د ګټو د تحقق لورى نيولى دى.
دوام لري…