ليکوال: دوکتور فرهاد قاسمي
ژباړن: هجرت الله اختيار
(څلورمه برخه)
٦- د نړيوالو اړيکو په اړه د ټولنپېژندنې برداشت
د ټولنپېژندنې له نظره د نړيوالو اړيکو د تحليل د ثقل مرکز د نړيوال سيسټم او د سيسټم د داخلي اړيکو د لوبغاړو په حوزه کې دى، له دې زاويې د ټولنپېژندنې برداشت له نورو ټولو برداشتونو څخه توپير لري. پر دې بنسټ اصلاً د نړيوالو اړيکو د موضوع د تحليل په اړه دوه ډوله کلي ليدلوري شته دي چې يو يې سياسي ليدلورى دى او بل يې هم د ټولنپېژندنې. اصلاً د ټولنپېژندنې ليدلورى د سياسي ليدلوري په مقابل کې رامنځته شوى دى.
سياسي برداشت په حقيقت کې قدرتمحوره او دولتمحوره برداشت دى، چې په کې نړيوال سيسټم د هغو دولتونو له مجموعې څخه تشکيل شوى دى چې مثالي رويې يې د قدرت پر بنسټ تعريفېږي او حاصله نظم يې هم قدرتمحوره نظم ګڼل کېږي يا په بل عبارت د نړيوالو اړيکو د لوستنې د موضوع په توګه د نظم د پديدې سيسټمي چوکاټ هغه چوکاټ دى چې د اصلي لوبغاړو په توګه د دولتونو او له موخو (هغه که کوچنۍ موخې وي او که سترې) د قدرت په چوکاټ کې تعريفېږي. مثالي رويې هم پر دې بنسټ مشخصېږي او پر همدې بنسټ د دې رويو د تنظيم په برخه کې هم قدرت د يوازينۍ او مهمې وسيلې په توګه ګڼل کېږي. له همدې ځايه د داخلي حوزې او نړيوال سياست ترمنځ تميز و توپير ښکاري او په همدې سبب د سيسټم جوړښت چې ګويا په سيسټم کې د قدرت د توزيع طريقه ده، د نظم و کنټرول د پروسې په شکل ګيرۍ کې به يې تر ټولو مهم عامل وګڼل شي يانې لاندې معادله کتلاى شو:
ملي دولتونه – قدرت – موخې – مثالي رويې – د قدرت د عنصر په توګه د مثالي رويو تنظيم
په سياسي کتنه کې اصلي اړيکه د دولتونو ترمنځ ساتل کېږي او له بل لوري دا هم دولتونه دي چې پر خپلو ټولنو له کومې منازعې پرته تسلط لري يا په بل عبارت له دولتونو پرته هېڅ ډول واحدونه نه شي کولاى د نړيوالو اړيکو د صحنې د لوبغاړيو په توګه مطرح شي، دا موضوع په لاندې شکل کې ښودلاى شو.
٩ شکل: د هېوادونو ترمنځ اړيکو ته سياسي کتنه
خو د ټولنپېژندنې ليدلورى ياد پارامترونه بې اعتباره کوي. اصلاً په نړيوالو اړيکو کې د بنسټيزو او ژورو سيسټمي ځواکونو د بدلونونو له امله، د بېلګې په توګه ټيکنالوژي، د سياست له حوزې څخه په خپلواکه توګه په دې علم کې ډېرې مطرحه پديدې راښکاره کېږي او حتا د سياست پر حوزه باندې هم د اغېزناکې پديدې په توګه عمل کوي. پر همدې بنسټ نړيوالې اړيکې د خپلې دندې يانې توصيف، بيان او وړاندوينې په خاطر اړې دي چې هغو واقعيتونو ته پام وکړي چې سياسي ځانګړنې ونه لري او علتونه يې بايد په ناسياسي حوزه کې ولټول شي، ځکه خو د ټولنپېژندنې ليدلورى د دې اړتيا د پوره کولو په پار رامنځته شوه او د مارتين شاو، جيمز روزنا او آنتوني ګيدنز په څېر پوهانو نړيوالو اړيکو ته له دې اړخه کتلي دي.
د دې کتنې پر بنسټ بايد نړيوال سيسټم د هغې ټولنې په څېر تصور کړو چې له ټولنيزو اړيکو څخه رامنځته شوې وي او په کې پېښې له بېلابېلو علتونو سره تړوا لري او يوازې په سياسي علتونو پورې تړلي نه وي. په دې ليدلوري کې د تکثر يو ډول ښکاري چې د دغه تکثر مهمې حوزې عبارت دي له:
– د نړيوال سيسټم او ټولنې په تشکيلوونکيو واحدونو کې تکثر: دا تکثر د دولتي او نادولتي لوبغاړو د شتون په سبب ښکاره کېږي، داسې لوبغاړي هم په کې شته چې د منسجمو واحدونو په څېر نه دي او د هغوى خپل اجزا او عناصر په سيسټمي چوکاټ کې د اغېزناکو واحدونو په حيث مطرح وي.
– د سياسي ليدلورو پر خلاف پر سيسټم د اغېزناکو ځواکونو کثرت: نړيوالو اړيکو ته د ټولنپېژندنې په ليدلوري کې پر سيسټمي پديدو اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز ځواکونه هم اغېزناک وي او سياسي ځواکونه يوازې د يادو ځواکونو يوه برخه ګڼل کېږي. دغه ځواکونه د اغېزښندلو له بېلابېل قدرت څخه برخمن دي او په خپلو منځونو کې متقابل برخوردونه هم لري.
– په جوړښتونو کې کثرت: د ياد ليدلوري د لوستنې د چوکاټ په توګه په نړيواله ټولنه کې سيسټمي جوړښت هم له خپل بسيط او ساده حالت څخه وتى دى او له موضوعي اړخه په کې سياسي، اقتصادي، فرهنګي او اړيکتيايي (ارتباطي) جوړښتونه کتلاى شو. سربېره پر دې عمودي ډوله جوړښتونه هم په کې رامنځته کېږي لکه نړيوال، سيمه ييز، هېوادني او محلي جوړښتونه چې په اسانۍ نه شو کولاى د دوى ترمنځ د بېلتون کرښې وکښو ځکه چې دوى په خپلو منځونو کې متقابلې اړيکې لري.
– په سيسټم کې موجودو چينلونو کې کثرت: په دې ليدلوري کې اړيکه يو اړخيزه يانې له پورته څخه کښته نه ده او ارتباطي چينلونه هم يوازې سياسي او رسمي ماهيت نه لري، بېلابېل چينلونه موجود دي چې کولاى شو له لارې يې سيسټمي ارتباطاتو ته تحقق وبښو او اړين سيګنالونه انتقال کړو.
– د نړيوالو اړيکو د لوستنې په موضوعاتو کې کثرت: پر دې بنسټ د بېلابېلو سيسټمي ځواکونو د لوبېدنې له امله بېلابېل موضوعات رامنځته کېږي چې بايد ولوستل شي. داسې موضوعات چې ممکن په تېر وخت کې يې کوم ځانګړى اهميت نه درلود، لکه ترورېزم، نشه يي توکي، نړيوال پوړيز درزونه، د ژوند چاپېريال او سيسټم ضد ځينې نور خوځښتونه.
له بلې خوا دا چې د سيسټم د بېلابېلو برخو ترمنځ متقابل تعاملات او برخوردونه شته دي، نو په دغسې سيسټمونو کې بحرانونه هم نړيوالې ځانګړنې پيدا کوي، داسې بحرانونه چې شونې ده په بېلابېلو حوزو کې راښکاره شي او پر همدې بنسټ د سيسټم ټولې سطحې او پرخوالى تر اغېز لاندې راولي. په همدې سبب په دې ليدلوري کې له بحران سره د مقابلې مخکينۍ حللارې د ګټنې وړ نه دي او په نړيواله او سيمه ييزه کچه د بحران د مديريت سيسټمونو ته اړتيا ده. په لنډه توګه دا کتنه کولاى شو چې په ١٠ شکل کې وښيو:
١٠ شکل: د نړيوالې ټولنې کتنه (نړيوالو اړيکو ته د ټولنپېژندنې کتنه)
٧- د واقعيتپالنې برداشت
د نړيوالو اړيکو په حوزه کې د نورو برداشتونو تر څنګ يو برداشت هم د واقعيتپالنې دى چې د نړيوالو اړيکو د علم تحليلي دستګاه ته په شکل ورکولو کې له ډېر نفوذ څخه برخمن دى. دا برداشت نړيوال سيسټم ته ماهوي کتنه کوي. په بل عبارت دا برداشت پر خپلو ماهوي اصولو او بنسټونو د تاکيد له مخې، په ځانګړې توګه د انساني سرشت او د سيسټم د ماهيت په هکله، نړيوالې اړيکې تحليلوي. له بلې خوا دا برداشت په خپل ژوند کې له بېلابېلو بدلونونو سره مخ شوى دى چې د تکاملي کتنې په کالب کې يې لوستلاى شو.
١) – د واقعيتپالنې له ليدلوري د نړيوالو اړيکو اصول، بنسټونه او د کارکرده ګۍ چوکاټ
که څه هم د واقعيتپالنې برداشت په بشري تاريخ کې ريښه لري؛ خو د رسمي پيدايښت تاريخ يې بايد له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دوره کې وپلټو. که څه هم له دويمې نړيوالې جګړې دمخه دوره کې د اى. ايچ کار له لوري د واقعيتپالنې محوري نظريه وړاندې شوې ده؛ خو له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته مورګانتا لومړنى پوه و چې دا نظريه يې د يو پاراديم په کالب کې تنظيم کړې وړاندې کړه. دغه برداشت د نړيوالو اړيکو د يو پاراديم په توګه له دوو موډلونو (منطقي او فزيکي) څخه تشکيل شوى دى. په منطقي موډل کې يې بايد فکري اصول او بنسټونه وپلټل شي. د دې برداشت تر ټولو مهم فکري بنسټ د مورګانتا له نظره د شپږو اصولو په کالب کې مطرح کولاى شو. د نوموړي له انده د واقعيتپالنې لومړنى اصل دا دى چې سياست د بشري ټولنې د نورو ټولو حوزو په څېر د عيني قوانينو درلودونکى دى چې د بشر په بنسټ کې ريښه لري. دا اصل څو پايلې له ځانه سره لري، چې عبارت دي له:
– قوانين زموږ له غوښتنو څخه نه اغېزمنېږي.
– له دې قوانينو سره مبارزه زموږ د ماتې په قيمت تمامېږي.
– د حقيقت او عقيدې تر منځ توپير شتون لري.
– د انسان سرشت د سياست د قوانينو د بنسټ په توګه هماغسې ثابت او پايدار دى او وي به.
– نو زموږ دنده د لاسته راوړنو راټولونه او د دلايلو له لارې هغو ته مانا ورکول دي.
د مورګانتا په سياسي واقعيتپالنه کې دويم اصل دا دى چې د سياست په برخه کې اصلي لارښود د قدرت په چوکاټ کې د ګټو مفهوم دى، چې له ځانه سره به لاندې پايلې ولري.
– د سياست دا مفهوم د يوې خپلواکې برخې په توګه مطرح کوي.
– د قدرت په چوکاټ کې ګټې فکري نظم پر موږ تحميلوي.
– پر همدې بنسټ د سياست تيوريک او نظري درک شونى کوي.
– په دې لاره کې د دولتي چارواکيو په انګېزو کې د هېوادونو د بهرني چلند سرچينه لټول يو بې ګټې عمل دى، موږ پر خپلو انګېزو هم نه پوهېږو، د نورو پر انګېزو خو پوهېدل لا لرې خبره ده.
– واقعيتپالنه له اخلاقي انګېزو سره سروکار نه لري، د نېکۍ انګېزې خو لا څه کوې چې نړۍ يې جګړې ته ايستې ده.
– واقعيتپالنه د سياسي ارمانونو په هکله بې تفاوته نه ده؛ خو غوښتنو او امکاناتو ته دقيق پام کوي.
– د عقلاني بهرني سياست تيوريکي جوړښت وړاندې کېږي چې هېڅکله په بشپړه توګه تجربه ورسره سمه نه ده راغلې.
د مورګانتا له خوا د واقعيتپالنې درېيم اصل په دې ډول بيان شوى دى چې ګټه د قدرت په چوکاټ کې کليدي مفهوم دى او عام اعتبار لري. ګټه په حقيقت کې سياست دى او د زمان و مکان تر شرايطو لاندې نه راځي؛ خو شونې ده د ګټې موضوع بدله شي، پر همدې بنسټ:
– د بشر د ذات د تباهۍ په اړه فرياد کول، بېځايه دي، واقعيت همدا دى او د ټولو نسلونو او ملتونو تجربه ورپورې تړلې ده.
– هغه څۀ چې د انسان پر چلندونو حاکم دي، مادي او مطلوبې ګټې دي او نه ارمانونه. بالاخره هغه تصوير چې دا ارمانونه يې جوړوي، د ګټو پر لوري د چلندونو د فعاله ساتلو عامل دى.
څلورم اصل به د سياست او د اخلاقو جداوالى وګڼو، چې دا اصل لاندې پايلې رامنځته کوي:
– اخلاقي بنسټونه په عامه توګه نه شو عامولاى او نه يې د دولتونو سلوکونو ته عامولاى شو، يو فرد شونې ده ووايي: پرېږده چې عدالت اجراء شي، که څه هم د نړيوالو د هلاکت په قيمت وي؛ خو دولت دا حق نه لري چې تر خپل حمايت لاندې خلکو په نوم داسې يو څه ترسره کړي.
– پر همدې بنسټ واقعيتپالنه سياست له احتياط او دور انديشي سره تړي يانې د بېلابېلو سياسي سلوکونو د پايلو سنجول تر ټولو غوره رويه ده.
– پينځم اصل هم پر دې له باور څخه عبارت دى چې په واقعيتپالنه کې د اخلاقي ارزوګانو يو ګڼلو له امله ناشونې ده چې نړۍ د يو ځانګړي ملت په څېر شي.
د واقعيتپالنې شپږم اصل سياست پر نورو ټولو حوزو د حاکم معيار په توګه تصوروي او په دې ډول په نړيوالو اړيکو کې د اخلاقي او حقوقي لارو موندلو مخالفت کوي. د بېلګې په توګه که يوه پېښه رامنځته شي، دوه يا درې ډوله سياسي، حقوقي او اخلاقي پوښتنې يې په اړه مطرح کېږي. سياسي واقعيتپالانه د انساني ماهيت له کثرت څخه اګاه ده، انسان د سياسي، حقوقي، اخلاقي، مذهبي او … انسان يو ترکيب دى. سياسي انسان يو وحشي حيوان دى ځکه چې له اخلاقي محدوديتونو څخه په بشپړه توګه خلاص دى، اخلاقي انسان له دور انديشۍ څخه خلاص نه دى، مذهبي انسان سپېڅلى انسان دى، ځکه خو له ټولو دنيوي تميلاتو څخه خلاص دى، واقعيتپالنه دا اړخونه تاييدوي؛ خو د سياست لپاره د يوې خپلواکې حوزې د ايجاد غوښتنه کوي يانې سياسي انسان ته پاملرنه.
د يادوو شويو شپږګونو اصولو پر بنسټ د واقعتيپالنې پراډيم لاندې بدلوونکي عوامل (متغيرها) او بنسټونه د نړيوالو اړيکو په برخه کې په پام کې نيسي:
– دولت محوري، په دې مفهوم چې دولت – هېواد د نړيوالو اړيکو يو مهمترين لوبغاړى ګڼل کېږي، سلوک او مثاليت يې بايد په همدې قالب کې بيان شي.
– حاکميت محوري: دولتونه د نړيوالو اړيکو په صحنه کې له مطلق حاکميت څخه برخمن دي او له دولتونو پرته هېڅ کوم بل بنسټ د فرمان صاردونې او د فرمان مننونکي په توګه حقدار نه ګڼل کېږي.
– قدرت محوري او د انارشۍ اصل: په دې پاراديم کې د دوو بهرنۍ او داخلي حوزې ترمنځ توپير شتون لري. په داخلي حوزه يانې د هېواد په داخل کې نظم او قانون برقرار وي او عالي اقتدار موجود وي چې د ارزښتونو د تخصيصولو دنده پر غاړه لري په داسې حال کې چې د نړيوالو اړيکو حوزه د انارشۍ حوزه ده او د عالي اقتدار په نوم څه په کې نه شته دي. پر همدې بنسټ په دې برخه کې قدرت د ژوند د مهمترين عنصر په توګه ګڼل کېږي.
– د قواوو موازنه: دا چې د نړيوالو اړيکو صحنه د انارشۍ صحنه ده او قدرت او د ځانپالنې اصل د مهمترين بدلوونکي عامل په توګه ګڼل کېږي، پر همدې بنسټ د ټولو واحدونو موخه قدرت ته رسېدنه، د قدرت ساتنه او زياتوالى دى. په دې برخه کې د ټولو لوبغاړو د سلوک مثاليت پر دې موضوع معطوف دى او دا چې د هر لوبغاړي قدرت د نورو ټولو لوبغاړو د موخو لپاره تهديد ګڼل کېږي؛ نو يوازې يوه حللاره شتون لري او هغه د قدرت ترلاسه کولو او په نورو د لوړتيا مخنيوى دى. د قدرت زياتوالى په داسې ډول دى چې د قدرت په رقابت کې بايلونکى نه وي او د داسې برداشت پايله د قواوو له موازنې پرته بل څه نه دي.
دې اصولو او بدلوونکو عواملو ته په پام سره د نړيوالو اړيکو د موضوع د کارکرده ګۍ (فعاليت) چوکاټ يانې نظم رامنځته کېږي. په ياد چوکاټ کې، چې د سيسټم په قالب کې تعريفېږي، لاندې پارامترونه مشخصېږي.
١- د سيسټم واحدونه: له هغو دولتونو څخه متشکل دي چې د ګټو د اصل پر بنسټ عمل کوي. دا واحدونه عقلاني لوبغاړي دي او داخلي عناصر يې د نړيوالو اړيکو په صحنه کې له خپلواکې کارکرده ګۍ څخه برخورداره نه وي.
٢- متقابل غبرګونونه په دې سيسټم کې ساده او د قدرت په قالب کې تعريفېږي، يا په بل عبارت د واحدونو تر منځ متقابل غبرګونونه سياسي ماهيت لري.
٣- د سيسټم سرحدونه په ځانګړې توګه داخلي سرحدونه يانې د واحدونو ترمنځ ډلبندي ځمکنۍ ځانګړنه لري.
٤- پر سيسټم حاکم قواعد هم د قدرت محورۍ پر بنسټ تعريفېږي او د انارشۍ اصل د سيسټمي قواعدو د شکل ګيرۍ د زېربناء بيانوونکى دى.
پر همدې بنسټ ياده کارکردګي (فعاليت) د نظم د پديدې يانې د سلوک د مثاليت د دويمې برخې د شکلګيرۍ بيانوونکې ده، چې په واقعيتپالنه کې د ټکرونو په قالب کې تعريفېږي او د قدرت پر ترلاسه کوونې، ساتنې او زياتونې معطوفه وي يا په بل عبارت د سلوک د مثاليت د پېژندنې لپاره په کار ده د ياد پراديم د ثقل د مرکز په توګه قدرت وشنو او تحليل يې کړو.
٢) – د واقعيتپالانو ډلبندي
د نړيوالو اړيکو د پوهانو يوې ډلې په بېلابېلو قالبونو کې واقعيتپالنه ډلبندي کړې ده چې په هر يو کې يې د نظم د کارکردګۍ په چوکاټ کې موجود بدلوونکي عوامل مهم ګڼلي دي. په هر حال له دې ليدلوري ډلبندي په لاندې شکل کې وړاندې کولاى شو.
دوام لري
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.