ژباړه او زياتونه : محب الله آرمل
ليکل آسانه کار ندی. حتی ويلی شو ووايو چې ليکوالي يو ستونزمن کار دی. ولې ؟ ځکه چې ليکوالي چورت وهنه ( فکر کول ) غواړي او هغه هم د کاغذ پر مخ. ډېوېډ مک کالو د ليکوالۍ په اړه وايي : (( د ښې ليکوالۍ لپاره ښه فکر کول پکار دي، نو له همدې امله ليکوالي يو ستونزمن کار دی . )) د غه شان انشټين وايي : په نړۍ کې تر ګردو سخت کار فکر کول دي . دا چې ليکوالي د فکر محصول دی او بې فکر نکيږي نو سخته ده .
د ليکوالۍ په اړه هافينګتون، امريکايي ليکوال ډېډيون او دون دليلو هم په دې اند دي، چې ليکوالي خپلو افکارو ته نظم او انسجام ورکول بلل کيږي، دې کسانو ليکوالي له خپل ذهن سره آشنا کېدو ته منسوبه کړېده .
هانتر اس تامپسون په خپله يوه مقاله کې چې ۱۹۵۸ م کال يې ليکلې وايي : زه ځير شوی يم چې کله د يوه شي په اړه ليکل کوم هغه په ټوله معنا او پوره توګه درک کوم، او تر پخوا يې په دقيق ډول ګورم. کليمې يوازې وسايل دي، که سمې وکارول شي کولی شي ستاسې ژوند ته نظم او ترتيب ورکړي .
که چېرته تاسې هم ليکوال ياست احتمالا چې هم له خپل هنر سره مينه لرئ او هم شايد له خپل هنره ناهيلي شوي وئ. خو لوی او نوميالي ليکوال هم کله نا کله دې ته اړ کيږي چې د نورو لارښونې ولولي او خپل فکري ځواک او قدرت زيات کړي. د غه شان د نورو اثار په دې موخه مطالعه کوي چې خپل خلاقيت پياوړی کړي. نو پدې خاطر موږ د لويو ليکوالو اندونه او د ليکوالۍ په اړه د دوی تجربې درته وړاندې کوو تر څو د خپلې ليکوالۍ مهارت پياوړی او خلاقه ليکوالي وکړای شئ.
په پيل کې به تاسې ولولئ چې لويو ليکوالو څنګه ليکل کول، د ليکوالۍ په برخه کې يې څنګه عادتونه او خويونه خپل کړي و، د دوی له عملکرد ممکن الهام واخلئ او خپل ستعداد لا پياوړی کړئ .
۱ د لويو ليکوالو آثار مطالعه کول
هانتر تامپسون د همينګوې له ناولو نو په ګټه اخستنه مشهور و، ده دغه کار د کليمو د پيژندلو او ښه کارولو په موخه کاوه او غوښتل يې د لوی ليکوال د ليکوالۍ رازونه کشف کړي او يوه نوې لاره ايجاد کړي .
د نورو اثار لوستل خامخا ګټه لري، کله چې موږ يو ناول لولو حتمي نده چې د هغه ناول ټولې جملې او کليمې دې زموږ په ذهن کې پاتي وي، که څه هم کټ مټ يادول امکان نلري خو ګټه يې داده چې د مطالعې په وخت دماغ په اتومات ډول مهم ټکي له ځان سره اخلي او لاشعور ته يې سپاري، لاشعور په هغو باندې کار کوي او يو بل وخت چې له ورته موضوع سره مخ کيږئ د رپه ياد کيږي او ستاسې فکر، ليکنه، خبرې … پياوړې کوي .
۲ ـ هرڅه ته په ځير وګورئ
مارينا کيګان ځوانه ليکواله وه چې له پوهنتون تر فراغت پنځه ورځې وروسته يې غم ته پنا يوړه او ليکنې يې و ځنډولې، ددې وروستۍ ليکنه په ډيلي نيوز کې د ( د يوازيتوب په وړاندې ) په نوم خپره شوه، د دغه ليکنې د خپرېدو چې اونۍ پوره کېده يو ميليونه ځله وکتل شوه، مارينا که څه هم ځوانه وه او د ليکوالۍ په برخه کې يې تجربه لږه وه خو دې خپل ژوند او پېښو ته په ځير کتلي و او همدې يوې ښې ليکنې مشهوره کړه، مارينا ته د دقيقې مشاهېدې د هنر استاده بايد وويل شي، ځيرتيا هغه هنر دی چې د يوه ليکوال لويه شتمني بلل کيږي.
پېښو، محيط، خپل ژوند … او هرڅه ته ځير کېدل بله دا ګټه هم لري چې د ليکوالۍ موضات او سوژې و مومو هغه ليکوال چې د ليکنې لپاره سوژې نشي موندی کولی شي يوازې خپل محيط ته ځير شي او فکر وکړي، دی بايد د خاطراتو کتابچه ولري او هغه څه چې دی يې وينې او په نظر جالب ورځي له ځان سره نوټ کړي .
۳ ـ ورځني خيالونه
خيال پلو کول شايد بد خوی وي، اما کولی شي تاسې له خپلو احساساتو او افکارو سره ملګري او نږدې کړي، خيال يا ښه ده ووايو تخيل د ټولو ښو او بدو ليکنو سرچينه ده. دا خبره چټي نده چې وايي : آيا پرته له تخيل، يا خيالونو او ليکوالۍ ممکنه ده چې خپل فکرونه بيان کړم او خپلې موخې تر لاسه کړم.
تخيل د ليکوالۍ لپاره بيخي اړين دی هغه کسان چې پياوړی تخيل لري، په خپل کار کې نوښت کولی شي، هر هنر په خيال ولاړ دی، نو خپل تخيل پياوړی کړی، وځني خيالونه نوټ کړئ او د ليکوالۍ يو بل راز تر لاسه کړئ .
۴ ـ له خپلو واقعي تجروبو ګټه واخلئ
ګابريل ګارسيا مارکز له پاريس ريويو سره په يوه مرکه کې د خپلو شخصي تجربو په اړه ويلي و : ليکوال دې هغه څه وليکي چې د ليدلي وي او پرې پوهـ وي.
که له ما و پوښتۍ چې زلمو ليکوالو ته د ليکوالۍ په باره کې څنګه سپارښتنه کوم نو زه هغوی ته وايم چې هغه څه وليکئ چې ستاسې په مخ کې واقع شوي، تاسې به په آسانۍ سره وکولای شئ چې د ليکوالۍ يو راز و مومئ.
دغه راز ګرترود استين، د ليکوالۍ په باره کې داسې وايي : تاسې به د يوه پنځګر ذهن خاوندان شئ، البته که له خپل ذهن ګټه واخلئ، خپل تجربې مهمې وبولئ او ويې ليکئ.
ښاغلی استين زياتوي چې (( ما اکثره وخت خلک په پدې سبب تشويقوي چې ښه تخيل لرم او خلاقې ليکنې کولی شم، خو دوی نه پوهيږي چې خيالونه ماته واقعيتونه ښکاري او فکر کوم چې څه خيال تصور کولی شي په واقعيت بد لېدای شي، نو زه تخيلي ليکنې نه بلکې واقعي ليکنې کوم ))
له خپلو تجروبو ګټه اخستل د ليکوالۍ مهم راز دی، موږ اکثره وخت خپلې تجربې او د ژوند په اوږدو کې ليدلې پېښې مهمې نه بولو، مګر همدا پېښې د نورو لپاره په زړه پورې او مهمې دي ځکه چې ليکوالي د ځان لپاره نه بلکې د نورو لپاره کيږي.
ژوند يوډول ندی هر انسان بېل ژوند لري، د هر انسان تجربې، ليدلې صحنې او پېښې له نورو بېلې دي، لوستونکي تل هڅه کوي چې د نورو په ژوند و پوهيږي، که ليکوال له خپلو تجروبو ګټه وانخلي له لوستونکي سره دا مرسته نشي کولی چې د خپل ژوند، د ستونزو او تجروبو په اړه نورو ته معلومات ورکړي .
۵ ليکوالۍ بايد ستاسې له لومړيتوبونو څخه وي
هنري ميل ليکوالي د خپل ژوند تر ګردو کارونو مهمه بلله او هڅه يې داوه چې لومړيتوب ليکوالۍ ته ورکړي، ده ويل چې : (( يو جدي ليکوال ته اړينه چې خپل د ليکوالۍ هنر د ژوند تر نورو کارونو لوړ او مهم وساتي، د موسقي اورېدل، نقاشي کول، له ملګرو سره ليده کاته… او هرڅه چې دی ورسره مينه لري بايد چې له ليکوالي وروسته يې انجام کړي ))
پدې برخه کې استاد اسدالله غضنفر وايي چې(( ليکوالي ځېل غواړي )) د ښاغلي غضنفر موخه داده چې ليکوالي آسانه نده، د اوبو څښل ندي چې تږی شوې پياله په سر واړوه، ليکوالي جدي هوډ ته اړتيا لري.
۶ خپله الهاهم بښونکې خلاقه سرچينه چې هر ځای ممکنه وي پيدا کړئ
ګرترود استين وايي : د پنځګرې ليکوالۍ حس به پيدا شي، البته ګه شتون ولري، او تاسې يې د راتلو اجازه ورکړئ . خوددې لپاره چې د ليکوالۍ حس مو ژوندی وي، درته پکار ته چې يوه خلاقه او الهام بښونکې سرچينه و مومئ او هر وخت هماغه ته رجوع وکړئ. استين وايي چې د خپلو کارونو په اړه يې مهمو فکرونو هغه وخت ذهن ته لاره وکړه چې د موټر چلولو په وخت يې يوه غوايه ته پام شو چې د سړک په څنډ ولاړ دی، استين د ورځې يوازې نيم ساعت ليکل کول او پاتې ټوله روځ به يې د خپلې کروندې په شاوخوا کې موټر چلاوه، چې مهم څه به يې وليدل ورته ځير به شو ترڅو يو خلاق فکر يې په دهن کې ځای ونيسي او نوې سوژه و مومي.
۷ ـ څه موچې ځانته ټاکلي ويې منئ
آيا غواړئ د يوه ليکوال په ډول ژوند وکړئ؟ که ځواب مو هو وي نو ښه ده. آيا تر اوسه مو کومه داسې موضوع د ليکلو لپاره را جذب کړې چې له وا قعيت سره هېڅ اړخ ونه لګوي؟ مارګارت په ګارډين کې ليکي : د ليکوال کېدو لپاره، يو پشپړې ويي پانګې ( د لغاتو قوي ذخيرې) يوه ابتدايي ګرامر او واقعيت بينۍ ته اړتيا لرئ، واقعيت بيني يا يو ريښتنی ليد پدې معنا چې د ليکوالۍ په دونيا کې هېڅ شی مجازي ندي آن که موږ په يوه خيالي موضوع هم ليکنه کو په اصل کې همدا خيال ريښتنی واقعيت دی او بايد چې د يوه واقعيت په سترګه ورته وګورو. ليکوالي ستاسې کسب و کار دی، خو په عين حال کې قمار هم ورته ويلی شو .
تاسې به د تقاعد حقوق کله هم تر لاسه نکړی، ممکنه ده چې ځينې کسان به ستاسې سره لږ او ډېر مرسته وکړي خو په ټوله کې تاسې بايد په خپلو پښو ود رېږئ او هڅه وکړئ، تاسې هېچا نه ياست مجبوره کړي چې ليکوالي وکړئ يا ليکوال و اوسئ، بلکې تاسې خپله دغه انتخاب کړی، چې داسې ده نو هېڅ فرياد او نالښت مه کوئ، او خپلې ټاکنې ته ژمن پاتې شئ.
۸ ـ د ليکوالئ په وخت يوازيتوب غوره کړئ
زادي اسميت د ليکوالۍ په قوانينو کې ليکلي دي: (( له ډلو شور مشور او بير و بار نه لرې و اوسئ، تر څو وکولی شئ خپل فکري تمرکز مو په اړوند موضوع راټول کړای شئ او غوره متن وپنځوی))، که د ليکوالۍ په وخت په شور مشور کې شتون ولرئ ممکنه نده چې خپل فکر او هغه څه چې غواړئ ويې ليکئ ښه منسجم او د کاغذ مخ ته ولېږدوئ.
دغه راز اسميت دا هم وايي هغه کوټه چې تاسې پکې ليکوالي کوئ نور کسان مه ور پرېږدئ آن که هغه ستاسې ډېر نږدې کسان هم وي.
۹ ـ خپل ځان و پلټۍ
که تر اوسه نه پوهېږئ چې څنګه ليکل وکړئ او يا شکمن واست چې تر اوسه مو په خپل ژوند کې د ليکوالۍ لپاره کافي تجربه نده موندلې. نو خپلې حافظې ته ورشئ او په خپلو يا دښتونو مرور وکړئ.
فلانري اوکانر د ليکوالۍ دا راز داسې بيانوي: (( هغه کس چې له ماشومتوبه سالم او روغ را لوی شوی وي، نو ده دومره معلومات او اطلاعات کسب کړي چې کولی شي د خپل عمر تر پايه ترې استفاده وکړي او د کاغذ مخ ته يې راوړي. ))
البته ليکوالي دوه لوی ډولونه لري چې يو يې تخليقي دی او بل يې غير تخلقي، تاسې کولی شئ د خپل ژوند له پېښو په دې دواړه ډولونو کې کار واخلئ خو په غير تخليقي ليکوالۍ کې په خپلو خاطرو زيات تمرکز نشئ کولی نو لدې راز په تخلقي يا هغه ليکوالۍ کې چې تاسې يې نوې پنځوئ او خلق کوئ زياته ګټه اخستی شئ .
۱۰ ـ ځينې وخت جملې په کليمو ووېشئ
که په کومه مفکوره نه پوهېږئ او يا نه توانېږئ چې يوه پچلې جمله وشنی او مفهوم ترې واخلئ نو لومړی يې په کليمو ووېشئ او وروسته هر کليمه ځانته ځانته معنا کړی ممکن چې اصلي خبره درته روښانه شي. البته دغه طريقه په څېړنيزه ليکوالۍ او ژباړه کې د پلې کېدو وړ ده.
۱۱ ــ يوازې له خپل ځان سره سيالي وکړئ
ويليم فاکنر، هنرمند شيطان تېر ويستلی بنيادم بولي، چې ګويا دی تل له خپل کړي کار ناراضه وي. البته له خپل ځانه ناراضه کېدل تر يوه حده د قبول وړ دي. خو ليکوال ته بويه چې سيالي يوازې له خپل ځان سره وکړي او ليکوال بايد له خپلې ليکوالي ډېر راضي نه وي.
فاکنر په ۱۹۵۶ کال د پاريس ريويو سره په مرکه کې ويلي و : ليکوال ته ښايي چې له خپل کړي کار راضي نه وي. ليکنه کله هم هغه معيار ته نه رسي چې بايد وي، خپل ځان له مخکينيو او اوسنيو ليکوالو سره مه پرتله کوئ بلکې هڅه وکړئ چې يوازې له خپل ځان سره سيالي وکړئ. که تاسې تر پروسږ کال سږ کال ښې ليکنې کوئ نو بريالي ياست او که مو شاتګ کړی وي بايد ځان ملامت کړئ او لدې وروسته ځانته پوره پاملرنه وکړئ.
۱۲ ــ يوازې پای ته يې ورسوئ
استفن کينګ پدې اړه چې څنګه پياوړي ليکوال شو وايي: (( دوه ټکي مهوم دي او د ليکوالي ټولې چارې په همدې دوو نقطو خلاصه کيږي، يو داچې زيات ولولئ او بله دا چې زيات وليکئ، زه له دې دوو لارو پرته په بله هېڅ لار بلد نه يم او نه رامعلومه ده . ))
۱۳ ــ د ليکوالۍ کار په خوند پای ته ورسوئ
جويس کارول اوتس د ليکوالۍ په خپلو لسو قوانيو کې دا خبره په خپله ټويټر پاڼه ياده کړې او ټيګار يې پرې کړی چې ( هر وخت له زړه نه او په پوره عشق، مينه او علاقه ليکل وکړئ او هره ليکنه په خوند پای ته ورسوئ) .
پای
۱۳۹۴/۹/۲۲
د پکتيکا ملي راډيو