لیکنه: تاج محمد تمکین
مالومه ده چې هیوادونه په یواځې ځان او یا هم پرته د اړیکو نه په نړئ کې ژوند نشي کولای او که ادامه هم ورکړي نو زیات شمیر ننګونې او ستونزې به پکې موجودي وې.د ددې دپاره چې د هیوادونو تر منځ سیاسي اړیکې منظمې او د یو سم چارچوب لاندې روانې اوسي د هیوادونو ترمنځ سیاسي معاهدات لاسلیک کیږي چې پخپل ذات کې دغه معاهدات نه یواځې دا چې سیاسي او اجتماعي تاثیرات لري بلکه د هیوادونو په ولسونو باندې اقتصادي تاثیرات هم غورځوي او همداشان ددوی تر منځ اقتصادي روابط هم زیاتیږي.تړون که هر ډول وي هدف یې سمون وي او د سمون په ترڅ کې خلکو ته خوشالي او رفاه ورکول وي.
نړیوال سیاسي معاهدات یو ژور تاثیر په اقتصادي رفاه باندې دا لري چې په هیوادونو کې په اسانئ سره دکار ویش رامنځته کیږي او د هیوادونو خلک د خپلې خوښې کار په اسانئ سره موندلای شي او لاسرسی ورته کولای شي.د میلاد څخه دمخه لا ګزنفون چې اقتصادي افکار یې مشهور دي په دې عقیده وو چې د هیوادونود خلکو تر منځ باید د کار ویش د یو منظم چارچوب لاندې راشي. یانې د کومې سیمې د خلکو مسلک ته چې په بله سیمه یا هیواد کې اړتیا وي نو باید داسې یو رهنمود وجود ولري چې ددغې سیمې خلک اسانئ سره بلې سیمې ته دکار کولو لپاره لاړ شي چې له امله یې دخلکو عایداتي منبع څخه لاسته راغلي عواید زیاتیږي او دا کار په بازارونو کې په مجموعي تقاضا باندي مثبت تاثیر غورځوي او دخلکو دخرید قوت زیاتیږي چې له امله یې په ټولنه کې سوکالي او اقتصادي رفاه رامنځته کیږي.د کار ویش سره دوګانګي اقتصاد هم ختمیږي (غریب او مالدار اقتصاد) او د ټولنې خلکو ته مختلف النوع سهولتونه په خپلو سیمو کې رامنځته کیږي.
د سیاسي معاهداتو د لاسلیک سره یو بل اقتصادي تاثیر د هیوادونو په اقتصاد باندې دا هم وي چې مافیایي اقتصاد له منځه ځي او سپین او روڼ اقتصاد رامنځته کیږي.که د هیوادونو تر منځ کوم سیاسي چارچوب وجود ونلري نو ددوی دخلکو تر منځ فعالیتونه اکثره په مافیایي او قاچاقي شکل سره رامنځته کیږي ، نو ښه خبره ده چې د سیاسي چارچوب د سوري لاندې ټول فعالیتونه تنظیم شي چې په دې کې اقتصادي فعالیتونه هم راځي.د مافیایی اقتصاد د ختمون یوه ګټه دا ده چې دولتونو ته تر کافي حده سپین عواید لاسته راځي او دتورو پیسو څخه مخنیوي کیږي او بله ګټه یې داده چې د خلکو د تشویق باعث ګرځي. کوم خلک چې بله سیمه کې زیاته ګټه ترلاسه کړي د نورو سیمو دخلکو توجه هم دغه کار او یادې سیمې ته اوړي چې له امله یې په عمومي توګه د هیوادونو څخه د بیوزلئ دوره له منځه ځي او خلک یو سهولتي ژوند طرف ته مخه کوي.
د سیاسي تړونونو په ترڅ کې د هیوادونو ترمنځ د تکنالوژئ انتقال هم په اسانه سره کیږي او د سیمې دخلکو ژوند ورسره په مثبته توګه بدلون مومي.ځینې هیوادونه د سیاسي تړونونو لاندې د ضعیفو هیوادونو سره د سیاسي تړونو د لاسلیک او له لارې یې د تکنالوژئ د انتقال پروسس ددې لپاره هم کوي چې ضعیف هیوادونه دخپل تاثیر او دبدبې لاندې ونیسي او خلکو ته یې دا سپارښتنه په سري توګه وکړي چې ستاسو د ژوند د بدلون لپاره د سیمې پراته هیوادونه کار کوي.اوس وخت کې ځیني غربي هیوادونه د عین پالیسئ نه کار اخلي او خپله دبدبه د دغې پالیسئ لاندې قایمه ساتي. همدارنگه دبين المللي همکاريواستراتيژي دتکنالوجۍ په پراختيا اوانتقال باندې تاثيرلري اودانتقالي تکنالوجۍ عمده برخه پرمختيايي هيوادونوته له دې طريقه ترسره کيږي. دپرمختيايي هيوادونوله جملې څخه ځينې هيوادونه چې نسبت نوروپرمختيايي هيوادونوته دپرمختگ په حال کې دي لکه ،هند،برازيل ،آرژانتين،تايوان ،چين اونورچې په دې وروستيولسيزوکې دسرمايوي اجناسوانوي تکنالوجې دصادرونکوپه بڼه ظاهرشوي دي.
دتکنالوجۍ تيزه پراختيااودهغې انتقال پرمختيايي هيوادونوته ،نوموړو هيوادونوسره ددې مرسته وکړه چې دخپل ضرورت وړتکنالوجۍ په نازل قيمت وارد کړي اودغه هيوادونه بايد دخپلوتکنالوجيکي ظرفيتونوپه لوړوالي اودفني مهارتونوسره سره دنوې تکنالوجې په پراختيا کې زيات تلاش وکړي
د سیاسي تړونونو یو اقتصادي اغیز دا دی چې د سیمې امکانات او تولیدي منابع د نړیوال کلي د خلکو لپاره پکار راځي او دغه امکاناتو څخه استفاده د نړئ د خلکو لپاره اسانه ګرځي او یو هیواد یې واکدار نه پاتې کیږی.نړیوالتوب هم په دې مانا چې خلک په سیاسي ، اقتصادي او اجتماعي لحاظ د یو بل سره نزدي شي او د نړئ دخلکو ستونزې په اسانئ سره حل شي.
You also might be interested in
لیکوال:تاج محمد تمکین د روښان پوهنتون اقتصادپوهنځي استاد پرمختیای هیوادونه[...]
لیکنه: تاج محمد تمکین گټه دملي عايد هغه برخه ده[...]
تاج محمد تمکین په 1986 زیږدیز کال کې د کوزې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی