د نړیوال مالي سیستم په اړه تر ټولو تازه خپور شوی راپور چې نړیوال پام یې ځان ته واړاوه، ښيي چې د نړۍ د یو فیصد تر ټولو بډای کسانو شتمني د پاتي ۹۹ سلنه خلګو له شتمنۍ زیاته ده. دې ته د عاید نا انډوله وېش ویل کېږي. پوښتنه دا ده چې د دې لامل څه دی؟ ایا کنترول یې امکان لري؟
د نړیوال حاکم مالي سیستم یوه تر ټولو لویه ستونزه همدا د عاید ناانډوله وېش دی. که له یوې خوا د مرکزي کنترول نشتون افرادو ته اجازه ورکړې چې څومره ډېره یې کړي، هغومره دې ورته مبارک وي؛ له بلې خوا هیڅ راز پلان شوي ترتیبات نه شته، هغوئ چې نه یې شي ګټلای، څه ډول حل لاره ورته پیدا شي. مرکزي کنټرول تر هغه وخته منفي دی چې د مسلمو ازادیو مخه ونیسي او په سیسټم کې بېځایه ګوتې ووهل شي. خو کله چې خبره له کنتروله وځي او پله بالکل په موازنه کې نه پاتېږي، د واک لرونکې ادارې او حکومتونه باید له خپل واک څخه په استفادې، د اړتیا وړ مثبته لاسوهنه وکړي.
مالي حالاتو ته په کتو، هغوئ چې شتمني له یوې نه یوې خوا ترلاسه کړې؛ په خورا لوی غبرګېدونکي ضریب مخ پورته روان دي خو هغوئ چې غریب پاتي شوي، هیڅ راز داسې لارې ورته نه شته چې حالت یې سم شي. په بله وینا، د نړۍ محدودې مالي سرچینې په پرله پسې توګه کم شمېر کسان ځان ته زبېښي. د دوئ د زبېښلو دا قدرت هره میاشت په یو نوي ضریب کې ضربېږي خو پر وړاندې یې غریب کسان همداسې ناست دي او ورځ تر بلې یې فرصتونه مخ په ورکېدو دي. څو چې نړیوالې مسئولې مالي ادارې او دولتونه روان حالت ته د حل لارې پیدا کولو تکل ونه کړي، د نړۍ په کچه د جنګونو او جرایمو مخه نیول به کال تر بله ستونزمنېږي؛ ځکه کله چې بې عدالتي زیاتېږي، د غبرګون په توګه به ارومر له تاوتریخوالي او د جرایمو په کولو لاس پورې کېږي.
همدارنګه، د نړۍ سراسر حاکم مالیاتي قوانین هم د نواقصو لرونکي دي. له یوې خوا باید لوړه عاید لرونکې طبقه زیاته ټکس شي او همدارنګه پر سپما هم لکه د زکات په څېر، ټکس وضع شي. تر څنګ یې باید د ټیټ عاید لرونکې طبقه له مالیاتو بالکل مستثني شي. همدارنګه، د نړۍ لویې او ځواکمنې کمپنۍ اوس د ټکس سیون هیوادونو په ذریعه په کال کې بیلیونونه ډالره له مالیاتو بچ کوي. دوئ ته دا سهولت د نړیوالو حاکمو قوانینو ضعف ورکړی دی. په دې اړه باید نړیوالې مالي ادارې ژر تر ژره د غونډې په کولو مناسبې حل لارې وپلټي.
[review]