ژباړه: محمد عزيز پردېس
° لوی او با همته خلک، غرونو ته ورته دي، چې څومره ورته نږدې شو نو لويوالی يې مونږ ته جوتېږي او بې همته خلک سراب ته ورته دي چې سړی څومره ورنږدې شي نو کمزوروالی او پستوب يې څرګندېږي.
° استعداد په ارامه فضا کې غښتلی کېږي او شخصيت د بشپړ ژوند په ترڅ کې.
° له استثنائاتو څخه ده چې يو چا سره د هغه څه لپاره چې دَی، دی، مينه ولرو. ډېری خلک په نورو کې د هغه څه سره مينه لري، چې دوی خپله ورته امانت ورکړي: خپل ځان يې، د خپل ځان برداشت او تفسير يې او …
° د غښتلي هوډ په درلودو سره د هرڅه خاوند ياست.
° مخکې له دې چې يو کار وکړې، بايد يو څوک واوسې.
° بريا ته د رسېدلو لپاره قوي هوډ بسنه کوي، نور شرايط دومره اهميت نه لري.
° ښکلا ډېر عمر نه لري؛ خو فضيلت همېشنی دی.
° هڅه د انسان لومړنۍ دنده ده.
° پاکه ربه! هنر څومره لوی او عمر څومره کم دی.
° هر هغه څه چې غواړئ ويې کړئ او يا هم هغه څه چې فکر کوئ ترسره کولی يې شئ، پيل يې کړئ. دا استعداد او وړتيا تاسو کې شته.
° هېڅ څوک نشي کولی مونږ ته له مونږ څخه په ښه ډول چل راکړي.
° هر څوک د يو شمېر وړتياو سره خلق شوی چې بايد په کار يې واچوي. د وړتياوو څخه ګټه اخېستل د هر فرد په ژوندانه کې د هغه نيکمرغي ده.
° هر څوک بايد د ورځې يو غږ ( آواز ) واوري، يو ښه شعر دې ولولي او که شونې وي څو کليمې منطقي خبرې دې وکړي.
° نور چې هر څومره ډېر وي، نو سيوری به يې هم پراخ وي.
° زمونږ کار زمونږ د وړتياوو څرګندونه کوي.
° ځان غوښتونکی او مغروره خلک هېڅکله نشي کولی له سرګيچۍ او سرګردانۍ وتښتي.
° ځواني هم د ځينو سپېڅلو او غوره عشقونو په څېر انجام نه لري.
° د پېښو او ستونزو سېلابونه انسانان غښتلي کوي.
° هغه دنده چې ترټولو تاسو ته نږدې ده ويې کړئ.
° توريالي او پياوړي خلک فرصتونه زېږوي، ډارن او کمزوري خلک بيا د فرصت په انتظار شېبې شماري.