ژباړه: زاهدالله ځلاند
۱- د نړۍ تر ټولو قېمتي او ګران بیه انځور د راین دوه (Rhein II) په نامه یادېږي، چې د جرمني انځورګر او فوټوګرافر او پرفیسراندریاس ګورسکي/ Andreas Gursky په ۱۹۹۹ ز کال کې جوړ کړی دی. دغه انځور چې د اروپا د راین سیند په اړه جوړ شوی دی او په شنو پټیو او فصلونو کې بهېږي، یو چاپ یې د ۲۰۱۱ ز د نومبر میاشتې په ۸ مه نېټه، د کریسټي نیویارک/Christie’s New York کمپنۍ له لوري، په ۴۳۳۸۵۰۰ ډالر وپلورل شو، چې د نړۍ د تر ټولو قېمتي عکس ریکارډ یې جوړ کړ. د دغه عکس سور یا پلنوالی ۷۳ انچه او اوږوالی یې ۱۴۳ انچه دی. د دغه عکس د اخیستونکي په اړه معلومات نه دي ډاګیز شوي.
۲- د نړۍ دویم قېمتي انځور بې عنوانه ۹۶# (Untitled #96) نومېږي، چې یوه امریکایي فوټوګرافر
سینډي شېرمن/Cindy Sherman په ۱۹۸۱ ز کال کې جوړ کړی دی. دغه انځور هم د ۲۰۱۱ ز کال په مۍ میاشت کې، د کریسټي نیویارک/Christie’s New York کمپنۍ له لوري په ۳۸۹۰۵۹۹ ډالر وپلورل شو، چې د نړۍ د تر ټولو قېمتي انځور ریکارډ یې جوړ کړ، چې څو میاشتې وروسته بیا د دغه انځور ریکارډ د راین دوه انځور لخوا ختم شو او د نړۍ د دویم ګرانبیه انځور ځای یې خپل کړ. دغه انځور ۲۴ انچه سور او ۴۸ انچه اوږدوالی لري. د یاد انځور اخیستونکی هم معلوم نه دی.
۳- په نړۍ کې درېم قېمتي انځور د مړه شوي ځواکونه خبرې کوي (Dead Troops Talk) په نامه دی، چې یو کاناډایي هنرمن او انځورګر جېف وال/Jeff Wall په ۱۹۹۲ ز کال کې جوړ کړی دی. په دغه انځور کې، د ۱۹۸۶ ز کال په ژمي کې د شوروي سره پوځ د یوه کمین نیولو نه وروسته ګزمې ته کتنه شوې ده، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ده. دا انځور دا په ډاګه کوي، چې په ۱۹۸۶ ز کال کې د شوروي سرې لښکرې په افغان- شوروي جګړه کې د افغانانو له لوري د وژلو په وخت کې یو له بل سره خبرې کوي.
دغه انځور د ۲۰۱۲ ز کال د مۍ میاشتې په ۸ مه نېټه د کریسټي نیویارک/Christie’s New York کمپنۍ له لوري نیلام ته وړاندې شو او په ۳۶۶۶۵۰۰ ډالر وپلورل شو.
۴- د نړۍ څلورم ګران بیه پلورل شوی انځور د ۹۹ سېنټ دوه ډیپټیچن (99 Cent Diptychon) په نامه یادېږي، چې جرمني فوټوګرافر اندریاس ګورسکي/ Andreas Gursky په ۲۰۰۱ ز کال کې جوړ کړی دی او په ۴۵۶۳۳۴۶ ډالره د ساتبي/Sotheby برېتانوۍ کمپنۍ له لوري د ۲۰۰۷ ز کال په فبرورۍ میاشت کې پلورل شوی دی.
دغه انځور ۸۱ انچه پلنوالی او ۱۲۱ انچه اوږدوالی لري، چې د دوه برخو څخه جوړ شوی دی.
۵- هغه انځور چې د نړۍ د پنځم قېمتي او ګران انځور ځای يې خپل کړی دی، هغه د سپوږمۍ د رڼا ډنډ (The Pond-Moonlight) په نامه یادېږي، چې د یو لوکزامبورګي – امریکایي فوټوګرافر له لوري په ۱۹۰۴ ز کال کې په نیویارک کې جوړ شوی دی.
دغه انځور په ۲۹۲۸۰۰۰ ډالره د ۲۰۰۶ ز کال په فبرورۍ میاشت کې د نیویارک ښار د سوت بای/ Sotheby نیلام کمپنۍ له لوري پلورل شوی دی.
دغه انځور د یوه ډنډ په غاړه د یو ځنګل په اړه جوړ شوی دی، چې د ونو په منځ کې د سپوږمۍ رڼا هم ښکاره کوي.
۶- د نړۍ شپږم تر ټولو ګرانبیه پلورل شوی انځور د بې عنوانه ۱۵۳ # (Untitled # 153) په نوم دی، چې یوه امریکایي فوټوګرافرسینډي شېرمن/Cindy Sherman په ۱۹۸۵ ز کال کې جوړ کړی دی. دغه انځور په ۲۷۰۰۰۰۰ ډالره په ۲۰۱۰ ز کال کې د فېلپس ډي پوري/ Phillips De Pury لیلام کمپنۍ له لوري، چې مرکزي دفتر یې په نیویارک ښار کې دی، وپلورل شو.
۷- د نړۍ اووم قېمتي انځور په ۲۳۰۰۰۰۰ ډالره د برین لېبلز اولډ وېسټ شو اېنډ اوکشن/Brain Lebel’s Old West & Auction کمپنۍ له لوري لېلام او پلورل شوی دی. دغه انخور ته بلي ماشوم/Billy Kid نوم ورکړل شوی دی، چې فوټوګرافر یې معلوم نه دی.
دغه انځور د یو امریکایي کس، چې William H. Bonney نومېږي او د Billy Kid په نامه یې شهرت درلود، جوړ شوی دی.
۸- په نړۍ کې تر ټولو ګران خرڅ شوی انځور د ټوبولکس کریملېن (Tobolsk Kremlin) دی، چې په ۱۷۵۰۰۰۰ ډالره خرڅ شوی دی.
دغه انځور د روسیې د اوسني لومړي وزیر دېمتري مېدوېدېف/ Dmitry Medvedevپه لاس، په ۲۰۰۹ کال کې، چې هغه مهال نوموړی د روسیې ولسمشر و، اخیستل شوی دی.
دغه انځور د Christmas Yarmarka, Saint Petersburg کمپنۍ له لوري په ۲۰۱۰ کال کې پلورل شوی دی.
۹- تر ټولو قېمت بیه نهم انځور، چې تر اوسه په نړۍ کې خرڅ شوی دی، د بربنډ يا لوڅ (Nude) په نامه دی، چې په ۱۶۰۹۰۰۰ مېلیونه ډالر، د ۲۰۰۸ کال په اپرېل میاشت کې د Sotheby’s New York auction کمپنۍ له خوا خرڅ شوی دی.
دغه انځور امریکایي فوټوګرافر اېډوارډ وېسټن/ Edward Weston په ۱۹۲۵ ز کال کې رسم کړی دی.
۱۰- په نړۍ کې لسم قېمتي پلورل شوی انځور او رسم Georgia O’Keeffe (Hands) په نامه دی، چې په ۱۴۷۰۰۰۰ ډالره د
Sotheby’s New York auction کمپنۍ له لوري، د ۲۰۰۶ کال په فبرورۍ میاشت کې پلورل شوی دی.
دغه عکس یوه امریکایي فوټوګرافر الفرېډ سټیگلیتز/ Alfred Stieglitzپه ۱۹۱۹ ز کال کې جوړ کړی دی.
په دغه انځور کې د یوې امریکایي انځورګرې او رسامې، چې Georgia O’Keeffe نومېږي، لاسونه جوړ شوي دي.