ژباړه: شفیق الله ځواک
د امريکا متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو د عالی درجې لرونکي پوهنتونونه لري او د پوهنتونونو د درجه بندې له مخې يي لمړی مقام خپل کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د خبرونو او نړیوالو راپورونو د نوی درجه بندی له مخې ۷۵۰ عالي نړیوال پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، چې په دې کې امریکا د ۱۸۱ بهترینو پوهنتونونو په لرلو سره لمړی مقام خپل کړی دی.
چین په دې لست کې په مقایسوي ډول دوهم ځای خپل کړی او ۵۷ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه لري.
د نړۍ لس هېوادونه چې تر ټولو ډېر نړیوال عالي درجه لرونکي پوهنتونونه لري په لاندې ډول دي:
- امریکا متحده ایالات ۱۸۱ په عالي درجه نړیوال پوهنتونه لري
- چین په دوهم مقام کې ۵۷ نړیوال او په عالي درجه پوهنتونه لري
- انګلیستان ۵۵ نړیوال پوهنتونونه لري
- جرمني ۵۰ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
- ایټالیا ۳۸ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
- فرانسه ۳۰په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
- کاناډا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
- اسټرالیا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
- هسپانیه ۲۵په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
- چاپان ۲۴په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
د پوهنتونونو دا درجه بندي د درېو برطانوي پوهنتونو او یو کاناډايي پوهنتون لخوا هم خپره شوې چې د نړۍ ۷۵۰ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه په کې درجه بندي شوي دي.
د نړیوالو پوهنتونونو په دې درجه بندې کې د امریکا متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون لمړی مقام خپل کړی.
پدې لسو هېوادونو کې لس بهترین پوهنتونونه په لاندې ډول دي:
- په امریکا متحده ایالاتو کې د هارورډ پوهنتون Harvard University
- په چین کې د پیکینګ پوهنتون Peking University
- په انګلیستان کې د ایکسفورډ پوهنتون University of Oxford
- په جرمني کې د ګوتینګن پوهنتون University of Gottingen
- په ایټالیا کې د بولونیا پوهنتون University of Bologna
- په فرانسه کې د پاریس دیدرو پوهنتون University of Paris Diderot
- په کاناډا کې د مک ګیل پوهنتون McGill University
- په اسټرالیا کې د ملبورن پوهنتون University of Melbourne
- په هسپانیا کې د بارسلونا University of Barcelona
- په چاپان کې د توکیو پوهنتون University of Tokyo
Published on: Oct 14, 2015