ژباړه: شفیق الله ځواک
د متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو د عالی درجې لرونکي پوهنتونونه لري او د پوهنتونونو د درجه بندې له مخې يي لمړی مقام خپل کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د خبرونو او نړیوالو راپورونو د نوی درجه بندی له مخې ۷۵۰ عالي نړیوال پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، چې په دې کې امریکا د ۱۸۱ بهترینو پوهنتونونو په لرلو سره لمړی مقام خپل کړی دی.
چین په دې لست کې په مقایسوي ډول دوهم ځای خپل کړی او ۵۷ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه لري.
د نړۍ لس هېوادونه چې تر ټولو ډېر نړیوال عالي درجه لرونکي پوهنتونونه لري په لاندې ډول دي:
۱– امریکا متحده ایالات ۱۸۱ په عالي درجه نړیوال پوهنتونه لري
۲– چین په دوهم مقام کې ۵۷ نړیوال او په عالي درجه پوهنتونه لري
۳– انګلیستان ۵۵ نړیوال پوهنتونونه لري
۴–جرمني ۵۰ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۵–ایټالیا ۳۸ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۶–فرانسه ۳۰په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۷– کاناډا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۸—اسټرالیا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۹–هسپانیه ۲۵په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۱۰–چاپان ۲۴په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
د پوهنتونونو دا درجه بندي د درېو برطانوي پوهنتونو او یو کاناډايي پوهنتون لخوا هم خپور شوي چې د نړۍ ۷۵۰ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه په کې درجه بندي شوي دي.
د نړیوالو پوهنتونونو په دې درجه بندې کې د امریکا متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون لمړی مقام خپل کړی.
پدې لسو هېوادونو کې لس بهترین پوهنتونونه په لاندې ډول دي:
۱– په امریکا متحده ایالاتو کې د هارورډ پوهنتون Harvard University
۲– په چین کې د پیکینګ پوهنتون Peking University
۳– په انګلیستان کې د ایکسفورډ پوهنتون University of Oxford
۴– په جرمني کې د ګوتینګن پوهنتون University of Gottingen
۵– په ایټالیا کې د بولونیا پوهنتون University of Bologna
۶– په فرانسه کې د پاریس دیدرو پوهنتون University of Paris Diderot
۷– په کاناډا کې د مک ګیل پوهنتون McGill University
۸—په اسټرالیا کې د ملبورن پوهنتون University of Melbourne
۹– په هسپانیا کې د بارسلونا University of Barcelona
۱۰–په چاپان کې د توکیو پوهنتون University of Tokyo