ژباړه: محمد مبین هڅاند
۱: د نېکورو ډنډ دی، چې د سمندر له سطحې څخه ۱۷۵۴ متره لوړ دی. د فلېمېګوس د غرونو له کبله دغه ډنډ ځانته د انځور اخیستونکو مخ راړولی دی چې په کېنیا هېواد کې وجود لري.
۲: د تاهیو ډنډ چې یو غرنی ډنډ دی او په شمالي امریکا کې د کلېفورنیا او نووېډا هېواد په سرحد کې ځای لري: دغه ډنډ د یخو اوبولرونکو ډنډ نوم خپل کړی دی.
۳: پيوټو ډنډ چې د کاناډ هېواد بېناف نېشنل پارک کې دی، د اوړي په موسم کې د غرونو څخه د غټوتیږو راښویېدو او په د دغه ډنډ په څنډو کې د ونو شته والي د دغې ډنډ اوبو ته اسماني رنګ وربښلی دی.
۴: لاګونا وېرډ ډنډ د بولیویا هېواد د اورغورځونکو غرونو په مینځ کې قرار لري ،. د دغه ډنډ کېمیاوی موادو د دغه ډنډ د تودوخې درجه د زیا وخت لپاره په منفي صفر اړولې ده د اوبو رنګ یې اسماني رنګ لري.
۵: ټېکاپو ډنډ دغه ډنډ د نیوزېلنډ هېواد په سختو غرونو کې پروت دی چې شاوخوا یې په واورینو غرونو پټه ده او دغه ډنډ ته یې نوره ښکلا هم وربښلې ده.
۶: د کاتمي کرېټر دڼډ چې د الاسکا په هېواد کې ځای لري، چې دغه ډنډ ۱۹۱۲ وروسته په دغې غرونو کې جوړ شو د دغو واورو سر ه د دغه ډند حیرانونکی دی.
۷:لایز ډڼډ چې دغه ډنډ هم د البرتا په کاناډا کې ځای لري، دغه ډنډ مخکې په کاناډا کې د واورو ډکه یوه حیرانونکی غرنۍ سیمه وه چې د وخت په تېرېدو سره او په یو ښکلي ډنډ بدل شوی دی.
۸: جیلیفش ډنډ چې د پاولا هېواد کې پروت دی، په دغه ډنډ کې خورا ډېر حشرات ځای لري چې همدا یې د نورو ډنډونو سره فرق دی او یوه بېله ښکلا یې ورکړې ده.
۹: د مالیګن ډنډ چې دغه ډنډ هم د کاناډا د البرتا په ښار د جاسپر نېشنل پارک کې دی، د طبیعی یخچالونو ، د واورو څوکو او رڼو اسمانی رنګه او بو دغه ډنډ ته نوره ښکلا هم ورکړې ده د نړۍ ډېر انځورګران هم له دې ځایه لیدنې کوی.
۱۰: موراین ډنډ چې دغه ډنډ هم په کاناډا کې ځای لري او د کاناډا د غرونو په لوړو څوکو کې پروت دی چې د دغه ډنډ ښکلا تېزو او صفا اوبو چې د غرونو ترمینځ بهېږي ښکلا ورکړې ده د دغه ډنډ په شاوخوا کې خناور هم شته.