ژباړه : عطا محمد میاخېل
یو وخت سمندري برج څراغونه د سمندري سفر کوونکو له پاره یوه اړینه وسیله وه، چې د هغو له لارې به یې ساحلي سیمې موندلې، مګر اوس یې نږدې خپل رول له لاسه ورکړی او د سمندري لارو او سفرونو په برخه کې په څلیو بدل شوي دي . په نړۍ کې ډېر ښکلي سمندري برج څراغونه شتون لري، چې ځینې یې اوس هم فعال دي . له لومړیتوب سره اوسئ، ترڅو د نړۍ له لسو ښکلو او فعالو برج څراغونو سره آشنا شئ . که چېرې په دې لېست کې ستاسو د خوښې وړ سمندري برج څراغونه شتون ونه لري، نو دلیل یې غیر فعال اوسېدل دي .
۱ ـــ د آلمان د لیندو ( Lindau ) سمندري برج څراغ :
دا سمندري برج څراغ چې د آلمان په سویل او د Constance په سمندر ګي کې شتون لري، په ۱۸۵۶ زېږدیز کال کې جوړ شو . دا سمندري برج څراغ په اصل کې د پخواني سمندري برج څراغ، کوم چې Mangtrum Tower نومېده ځای ناستی دی او په کال ۱۲۳۰ ز کې جوړ شوی و . د لیندو سمندري برج څراغ شاوخوا ۳۲/۹ متره لوړ والی لري او له نورو سره یې توپیر په دې کې دی، چې په منځنۍ برخه کې یې یو ستر ساعت شتون لري، چې د ښار له سطحې څخه هم لیدل کېږي . دا سمندري برج څراغ په ۱۹۳۶ ز کال کې برېښنایي شو او په ۱۹۹۰ ز کال کې خود کار شو . سیلانیان کولای شي لیندو ته سفر وکړي او هلته د سیمې د طبیعت، صنعت او د ښار د توکو د لېږد را لېږد په اړه معلومات ترلاسه کړي .
۲ ـــ د ایرلیند د فناد ( Fanad ) سمندري برج څراغ :
وروسته له دې چې یوه ستره کښتۍ د فناد ښار په اوبو کې ډوبه شوه، نو د دې ښار اوسېدونکو د یوه سمندري برج څراغ د جوړېدو غوښتنه وکړه . دا سمندري برج څراغ د ۲۷/۴ مترو په لوړوالي په ۱۸۱۸ ز کال کې یې ودانیزې چارې بشپړې شوې او په کال ۱۹۰۹ ز کې یې د رڼا زیات حجم تجربه کړ، دې څراغ کولای شول، چې د یوه ساعت په لړ کې حرکت وکړي او په هرو پنځلس ثانیو کې شپږ ځله فلش ووهي . بالاخره په کال ۱۹۷۵ ز کې د فناد ښار اوسېدونکي د خپل برج څراغ د بیا رغاونې شاهدان وو، چې له برېښنایي انرژۍ څخه یې ګټه واخیسته .
۳ ـــ د پورتلیند د مین ( Maine ) ښار سمندري برج څراغ :
د پورتلیند تاریخي سمندري برج څراغ، چې د Cape Elizabeth په نامه یادېږي، ودانیزې چارې یې په کال ۱۷۹۱ ز کې بشپړې شوې. Cape Elizabeth په اصل کې د مین تر ټولو لرغونی سمندري برج څراغ او د امریکا تر ټولو یو پخوانی څراغ دی . دا برج څراغ ۲۴/۳ متره لوړوالی لري، چې د کورنیو جګړو له امله د بیړیو د لېږد رالېږد د کموالي سبب شو او اصلي لوړوالی یې په کال ۱۸۸۱ ز کې را کم شو، خو د سمندري سفر کوونکو د پرله پسې شکایتونه له امله، په کال ۱۸۹۳ ز کې بېرته خپل پخواني حالت ته را وګرځېده . په ۱۸۹۱ ز کې یې ودانۍ هم جوړه شوه او دم ګړۍ د سمندري سفرونو د لارښود په توګه ترې کار اخیستل کېږي او د Fort Williams په پارک کې قرار لري. دا سمندري برج څراغ په کال ۱۹۸۹ ز کې د اتوماتیکې کړنې له وړتیا څخه برخمن شو او په ۱۹۷۳ ز کال کې د ملي اثر په توګه ثبت شو او دم ګړۍ امریکا او ساحلي ګارد ترې ګټه اخلي .
۴ ـــ د اورګان د Yaquina Bay سمندري برج څراغ :
له Newport، Oregon څخه کمه موده وروسته ځانته نوی برج څراغ ولیده. د دې ښار اوسېدونکو د خپلو اړتیاو، په ځانګړې توګه د کښتیو د لیدلو له پاره د سمندري برج څراغ په ارزښت پوه شول او بالاخره په ۱۸۷۱ ز کال د Yaquina Bay ودانیزې چارې بشپړې شوې . له دې څخه درې کاله وروسته، کله چې نوي سمندري برج څراغونه جوړ شول، دا برج څراغ له لیکې ووت . په ۱۹۴۶ ز کال د دې سمندري څراغ د ورانولو له پاره مهال وېش په پام کې ونیول شو، خو لېنکن د پیسو په ټولولو د یاد برج څراغ د ساتنې هوډ وکړ. بالاخره دا ودانۍ په ۱۹۵۱ زکا د تاریخي اثر په توګه په رسمیت وپېژندل شوه او د اتلس کلونو له پاره د ښاري موزیم په توګه ترې ګټه اخیستل کېده . په ۱۹۷۰ ز کال د ملي اثر په توګه ثبت شوه، د بیا رغاونې او ودانۍ ساتنه یې ډېر تاریخي پړاوونه تر شاه پرېښودل . بالاخره له سل کاله نه فعالیت وروسته د اورګان برج څراغ یو ځل بیا روښانه شو او دم ګړۍ له ځای څخه د امریکا د ساحلي ګارد د مرکز په توګه کار اخیستل کېږي او په ځانګړي ډول ترې ساتنه کېږي . دا سمندري برج څراغ په زړه پورې جوړښت هم لري او په اصل کې کور دی، چې له پاسه یې یو څراغ شتون لري . ټول خلک کولای شي دې سمندري برج څراغ ته ورشي، البته که چېرې خرافاتي یاستئ، نو غوره ده، چې دې ځای ته ور نه شئ، ځکه چې وېرونکی دی .
۵ ـــ د فلوریدا د The St. Augustine سمندري برج څراغ :
دا د فلوریدا لومړنۍ سمندري برج څراغ دی، چې اصلي ودانۍ یې د ستنو له خرابېدو وروسته اقیانوس ته ور وغورځېده، مګر اوسنۍ ودانۍ یې په کال ۱۸۷۴ ز کې جوړه شوې ده او په ۱۹۳۶ ز کال کې په برېښنایي سیستم هم سمبال شوه او په ۱۹۵۵ ز کال کې اتوماتیکه شوه . هغه مهال چې نور د دې سمندري برج څراغ د ساتلو له پاره ساتونکي ته اړتیا نه لیدل کېده، کور یې د سیمې اوسېدونکو ته په اجاره ورکړل شو . په ۱۹۷۰ ز کال د امریکا د ساحلي ګارد له خوا اضافي اعلان شوه او د St. Johns کلي له خوا واخیستل شوه . لس کاله وروسته دا سمندري برج څراغ د نه نوي کلونو له پاره له کلي څخه د St. Augustine په خدماتو کې د تازه ور ګډ شوي لیګ له خوا واخیستل شو . البته دم ګړۍ دا برج څراغ د ساحلي ګارد په اختیار کې دی . یاد سمندري برج څراغ په ۱۹۸۱ ز کال د تاریخي ځای په توګه ثبت شو او له ۱۹۹۴ ز کال را پدېخوا د St. Augustine د برج څراغ په توګه سیلانیان ترې کتنه کوي .
۶ ـــ د کاناډا د Peyggys Point سمندري برج څراغ :
کولای شو ووایو، چې په کاناډا کې تر ټولو مشهور سمندري برج څراغ Peggys Point نومېږي، چې څراغ یې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۱۵ ز کال روښانه شو . دا سمندري برج څراغ د سیلانیانو له پاره په Nova Scotia کې یو په زړه پورې ځای ګڼل کېږي . د دې برج څراغ لرګین او اصلي جوړښت له یوې مودې وروسته په اوسني شکل را څرګند شو، مګر په کال ۱۹۵۴ ز کې د Edna توپان په وسیله زیانمن شو . په کال ۱۹۵۸ ز کې اتوماتیکه بڼه خپله کړه او ودانۍ یې د یوې اوږدې مودې له پاره د کاناډا د پست خونې دفتر په واک کې وه، مګر د روغتیایي اندېښنو له امله په کال ۲۰۰۹ ز کې وتړل شو .
۷ ـــ د انګلستان د سټارټ پاینټ ( Start Point ) سمندري برج څراغ :
دا سمندري برج څراغ یو له نه ویشت برج څراغونو څخه دی، چې د مهندس جېمز واکر (James Walker ) له خوا جوړ شوی دی، چې د دې برج څراغ په دننه کې ګرانیټي پوړۍ ( زینې ) شتون لري، چې یوه ځانګړې ښکلا یې ور بښلې ده . په پیل کې د دې برج څراغ په دننه کې کور یې شتون درلوده، مګر د بهرنۍ ودانۍ له بشپړېدو وروسته یې کور له منځه یوړل شو . د دوبي په اوږدو کې دا ودانۍ د سیلانیانو پرمخ پرانیستې وي او د انګلستان د تاریخې ساتنې کمیسیون د دیون ( Devon ) په ښار کې دې ودانۍ ته دویمه درجه ورکړې ده .
۸ ـــ د هسپانیا د هرکول سمندري برج څراغ :
هرکول د نړۍ تر ټولو لرغونی برج څراغ دی، چې د Corunna او Farum Brigantium په نومونو هم یادېږي . دا برج څراغ په دویمه پېړۍ کې جوړ شو . د هرکول برج د هسپانیا په شمال لوېدیځ د Corunna له ښار څخه بهر شتون لري او دا برج د رومانیایانو له خوا جوړ شوی دی او د ټولو په باور یاد برج څراغ په اسکندریې پورې تړاو لري . د هرکول برج ۵۴/۸۶ متره لوړوالی لري . د دې برج څراغ اصلي جوړښت د پخواني جوړښت په څېر نه دی . په ۱۷۹۱ ز کال په دې برج کې بدلونونه را منځته شول او هغه مهال د دې برج درې پورتني پوړونه ور زیات شول . اوس مهال د هرکول برج د هسپانیا تاریخي اثر ګڼل کېږي او په ۲۰۰۹ ز کال د یونسکو د میراث په توګه ثبت شو . همدارنګه دا برج څراغ له ۲۰۰۰ کلونو وروسته خپل فعالیت ته دوام ورکوي .
۹ ـــ د امریکا د مین ایالت د باس هاربر ( Bass Harbor ) سمندري برج څراغ :
د باس هاربر سمندري برج څراغ د Mount Desert جزیرې په سویل ختیځ او د Acadia په ملي پارک کې جوړ شوی دی . دا ښکلی سمندري برج څراغ د امریکا د ساحلي ګارد د یوه غړي د کورنۍ د پاتې شوي هستوګنځي په ځای کې جوړ شوی او سیلانیان کولای شي، چې له یوه کانکرېټي مسیر او له یو څو لرګینو پوړیو څخه تر تېرېدو وروسته یو ښکلې منظرې ته ورسېږي . دې سمندري برج څراغ په کال ۱۹۷۴ ز کې خپل اتوماتیک اوسېدل تجربه کړل او په ۱۹۸۸ ز کال د یوه تاریخي ځای په توګه ثبت شو .
۱۰ـــ د مشیګن ایالت د White Shoal سمندري برج څراغ :
دا سمندري برج څراغ په ۱۹۱۲ ز کال کې جوړ شوی دی، المونیمي جوړښت یې د دې سبب شوی، چې د Great Lake په سمندرګي کې فرد پورې منحصر شي . یاد سمندري برج څراغ د Mackinacله پله څخه د ۳۲ کیلومترۍ په واټن کې شتون لري او د خپل جوړښت پرمهال یو مهندسي شاهکار ګڼل کېده . اوس که چېرې تاسو وغواړئ، چې دې ځای ته سفر وکړئ، نو باید یوه کښتۍ له ځان سره ولرئ . د Great Lakes په سمندرګي کې د White Shoal سمندري برج څراغ یو تر ټولو مشهور سمندري برج څراغ ګڼل کېږي