ژباړه: ارش ننګیال
كیم اونگ یونگ : د نړۍ هوښیار سړی
ـ د نړۍ دغه نابغه په ۱۹۶۲ کال کې زېږېدلی دی. دا مهال د نړۍ تر ټولو هوښیار کس ګڼل کېږي. یونګ په څلور کلنۍ کې کولای شول چې په جاپانۍ، المانۍ او انلګسي ژبه روانې خبرې وکړي. دی په درې کلنۍ کې د هانګ یانګ پوهنتون افتخاری محصیل شو په اووه کلنۍ کې ناسا ته وبلل شو او په پینځلس کلنۍ کې یې ډاکټري واخیسته.
ـ گریگوری اسمیت : په دولس کلنۍ کې د سولې په برخه کې د نوبل جایزې ته کاندید شو.
گریگوری اسمیت په ۱۹۹۰ کال کې زیږېدلی دی. په دوه کلنۍ کې په لیک لوست زده کړل، لس کلنۍ کې پوهنتون کې شامل شو. دی په سولې مين و او له ماشومتوبه یې د نړیوالې سولې او د ماشومانو د حقونو ملاتړی و. دی د همدې موخې لپاره ګڼو هېوادونو ته تللی او له (ګورباچوش) او (کلینتون) سره یې هم لیدنې کړي او په ملګروملتونو کې یې ویناوې هم کړي ده . په دولس کلنۍ کې د نوبل جایزې ته کاندید شو.
ـ آكریت جاسوال : اووه کلن جراح
کربت جاسوال په هندوستان کې تر ټولو هوښیار او زیریک انسان بلل کېږي. په ۲۰۰۰ م کال کې چې اکریت یوازې اووه کلن و، خپل لومړنی عملیات یې په بریالیتوب ترسره کړ.
یوه اته کلنه جنۍ چې د تداوي لپاره یې پیسې نه درلودې او یو لاس یې داسې سوځېدلی و چې لاس یې را ټول شوی او موټی شوی و. سره ددې چې اکریت هیڅ ډول تجربه نه درلوده خو یاد عملیات یې په دومره بریالتوب ترسره کړ چې د جنۍ لاس رک روغ شو .
اکریت د طب په برخه کې مطالعې ته دورام ورکړ او په دولس کلنۍ کی یې د سرطان ضد دارو جوړ کړل. دی د هند د طب پوهنځۍ تر ټولو کوچنی محصیل تیر شوی دی.
ـ کلئوپاترا استراتان : 3 کلنه سندرغاړې
دا درې کلنه سندر غاړې هره سندره د 1550 دلاره بدل کې وایی.
کلئوپاترا په ۲۰۰۲ کال کې په رومانیا کې زېږېدلې ده. دا تر ټولو کم عمره سندرغاړې وه چې ډير عاید یې درلوده. دې ماشومې په ۳۰۰۶ کال کې خپل لومړنی البم د ( په درې کلنۍ کې) په نامه بازار ته راووېست چې ډير ریکارډونه یې مات کړل. نومړې د خپلو مینوالو پر وړاندې دوه ساعته په ژوندۍ بڼه کنسرت وړاندې کړی دی او تر ټولو ډېرې پیسې یې هم اخیستي دي.
ـ آلیتا اندره : په دوه کلنۍ کې یې نقاشي ګانې نندارې ته وړاندې شوې.
الیتا تر ټولو کم عمره نقاشه ده. کله چې مارک جمیسون د د استرالیا د ملبورن د ګالرۍ ریس د التیا نقاشۍ ولیدې دومره حیران او خوشاله شو چې نندارتون یې ورته پرانیست. یادې نقاشۍ د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوې. خلک هغه مهال لا ډير حیران شول چې د نقاشیو خاونده دوه کلنه (الیتا) یې ولیده.
ـ آرون كریپكه : هغه څوک چې په اتبدایه کې د هارډ ورد پوهنتون استاد شو.
سائول په ۱۹۴۰ کال کې په نیویارک کې زېږېدلی دی.خلکو ویل چې دی په ټوله معنا یو نابغه دی.
دی په الجبر، هندسه او فلسفه کې ډېر پوهېده. له ماشومتوبه یې داسې لیکنې کولې چې لوستونکي او پوهان یې حیران کړي وو ان تر دې چې د هاردورد له پوهنتون نه ورته بلنلک راغی. دی وایی. مور مې راته وویل چې لومړی باید ښوونځي خلاص کړم او بیا پوهنتون کې استادي وکړم.
ـ مایكل كرنی : تلویزیونی میلیونر
مایكل كرنی په لس کلنۍ کې د لیانس سند تر لاسه کړ. په ۲۰۰۸ کال کې د ( څوک غواړي چې میلونر شي) تلویزیوني خپرونه کې میلیونر شو.
مایكل ډېر ریکارډونه لري چې یو یې په ۱۷ کلنۍ کې په پوهنتون کې تدریس دی.
په څلور میاستنۍ کې یې خبرې وکړې، په شپږ میاستنۍ کې یې خپل ډاکټر ته وویل ( زما چپ غوږ میکروبی شوی دی) په لس میاشتنۍ کې یې لیک او لوست زده کړل، په شپږ کلنۍ کې یې ابتدایه ښوونځي خلاص کړ. په لس کلنۍ کې یې د زمکې پېژندنې په برخه کې لوړې زده کړې پای ته ورسولې.
ـ الینا اسمیت : راډیويي سالاکار
دالینا ښار یوې راډيو هغه مهال دغه ماشوم ته د سالاکار دنده ور وسپارله چې کله یې راډيو ته زنګ ووهلو او یوې اورېدونکې ته یې لارښوونې وکړې. ماشوم په خپلو لارښوونو کې وویل ( ګرانې ته چې له بې کارۍ نه ستړې شوې یې ته باید له خپلو دوستانو سره یو ځای سپورټ ته لاړه شې، د ورځې یو ګیلاس شودې وڅښه او……)
د ماشوم لارښوونې اورېدونکو او د راډیو مشرانو ته دومره په زړه پورې وې چې د سلاکار دندنه یې ور وسپارله چې وروسته یې د ډېرو خلکو ستونزو ته یې د حل اسانه لارې چارې پیدا کړي. له کورنیو ستونزو نه را نیولې ان د خولې د بد بوی پورې ستونزو ته یې د حل لارې چارې وړاندیز کولې. یوه ورځ یوې اورېدونکې ترې وپوښتل چې په څه ډول ځانته یو ښه خاوند پیدا کړم؟ اسیمت ورته وویل ( ځان ښه وساته، ناهیلې کېږه مه، هیڅ ارزښت یې نه لري چې خپل لنډ ژوند د یوه کس لپاره خراب کړو.