لیکنه: ارش ننګیال
که له اسلامه مخکې د ښځو ژوند مطالعه کړو یقین لرم چې د نارینه وو په وحشت سترګې نه شی پټېدلی. سرچینو ته هېڅ اړیتا نشته، د بشر ټول تاریخ د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي مالا مال دی.
ښځه د یوه توکي په توګه پېژندل کېده، خرڅېده، غلا کېده، ترې ډول، ډول ګټې اخیستل کېدې، بې پوښتنې وژل کېدې…
دې کې هېڅ استثنا نشته، د نړۍ په هر ګوټ کې ښځو همدا ډول درنښت درلوده.
یونان په خپل لرغوني تاریخ، علم، پوهې او نوابغو سره بیا هم له ښځو سره د یوه تجارتي توکي په توګه چال چلند کاوه. ښځې پکې په ازاده توګه خرڅېدلې. که خاوند یې مړ کېده نو ښځه هم ورسره وژل کېده.
استرالیا هم د ښځو لپاره تر ټولو نا امنه ځای و، ښځې پکې له پسونو او نورو څارویو ډېرې ارزانه وې. دوی هم مېرمنې پلورلې او پېرودلې. هغوی به ښځو ته اهلی حیوانات ویلو، دوی ښځو ته د انسان په نظر نه کتل او د لوږې پر مهال یې نجونې وژلې او غوښې یې ورته خوړې.
افریقا کې د چرکې یوې هګۍ له ښځې ډېر ارزښت درلوده، که به له کومې مېرمنې هګۍ ماتې شوې نو د اعدام سزا ورکول کېده.
مصریانو به ژوندۍ نجونې سیند ته اچولې څو د سیند څپې غلې شي.
هندوستان چې د مختلفو قامونو کور دی او لرغوني تاریخ لري ښځو پکې ډېر بد ژوند درلوده چې اوس هم ځینو سیمو کې دا لړۍ روانه ده. دوی به نجونې وژلې، ځناورو ته یې ودولې، کور کې د لور پیدا کېدل یې بې ننګي ګڼله، د نجونو ودونه پکې هم شر ګڼل کېده.
او د عربو افسانې خو ډېرې مشهورې دي. د ژوندیو نجونو خښول. د نجونو په زېږون هم مور ته زیان رسېده او هم یې لور ته.
د چین خلکو به خپلې لوڼې له زېږېدو وروسته لرې غورځلوې یا به له ګرمۍ او یخنۍ مړې کېدې او یا به ځناورو خوړې.
په ځينو افریقایی هېوادونو کې اوس هم مېرمنې لکه د ځنارو په څیر په جنګ اچول کېږي. دوی پرته له هېڅ ډول حفاظتي وسایلو جګړه کوي.
دا یوازې څو بېلګې وې…. د بشر تاریخ له ورته تاوتریخوالي ډک دی.
خو د اسلام په راتګ سره د ښځو په ژوندانه کې ستر بدلونونه راغلل، د مېرمنو په ژوندانه کې ستر انقلاب راغی، اسلام په زغرده وویل:
ـ ښځه انسانه ده، دوی له یو نارینه او ښځینه وو زېږېدلي او نارینه پرې هېڅ برتري نه لري.
ښځه د نارینه په څېر د ټولنې غړې ده او حقوقي شخصیت لري او کله چې خلکو د قران کریم دا وینا واورېده چې:
ـ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ…
ښځه ستاسو لباس دی او تاسو د هغوی.
او د حضرت محمد (ع) له دې وینا سره چې( جنت د مور پښو لاندې دی) مظلومو ښځو ته به څومره شخصیت ورکړل شوی و…؟
او ددې ارتې نړۍ مېرمنې د اسلام او د اسلام د ستر پیغمبرحضرت محمد ( ص) دا غږ چې «طلب العلم فريضه علي كل مسلم و مسلمه) څنګه هېروي…؟ او دا ورځ ولې نه لمانځل کېږي…؟ او ولې د نړۍ ښځې اسلام نه مني…؟
ښځې د ګل په شان دي، کله چې مړاوې شي پاڼې پاڼې شي. ( شکسپیر)_
پای
ـ حقوق زن در اسلام و جهان، یحیی نوری
ـ اسلام و اجتماع، علامه طباطبایی
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.