نږدې دریمه برخه ماشومان اوس له لرې د شیانو په لیدلو کې ستونزه لري، چې په طبي اصطلاح دې ته مایوپیا وايي. د کرونا وبا پر مهال په کور ناستي دا ستونزه لا زیاته کړې، ځکه چې ماشومانو ډېر وخت د سکرینونو مخې ته تېر کړ.
په آسیا کې دا ستونزه ډېره ده. په جاپان کې ۸۵٪، په جنوبي کوریا کې ۷۳٪ ماشومان مایوپیا لري. خو په پاراګوای او یوګانډا کې یوازې ۱٪ دي. په امریکا او انګلستان کې شاوخوا ۱۵٪ له دې ستونزې سره مخ دي .
په ټوله نړۍ کې د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۲۳ پورې، مایوپیا درې برابره شوې. دا معمولاً د ښوونځي په لومړیو کلونو کې پیلیږي. ډېر وخت په کتابونو کې وړو خطونو او د مبایل سکرینونو ته کتل یې لامل کېدای شي.
څېړونکي وايي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ نیمايي ځوانان مایوپیا ولري. انجونې د هلکانو په پرتله ډېر اغېزمنې دي.
د ماشومانو د سترګو د ساتنې لپاره، هره ورځ لږترلږه دوه ساعته بهر تېرول ګټور دي. د ۷ او ۱۰ کلونو ترمنځ د سترګو معاینه هم مهمه ده. که مور او پلار مایوپیا ولري، ممکن ماشومان یې هم په ارثي ډول له دې خطر سره مخ شي.
کېدای شي د خپلو ماشومانو د سالم پاتې کېدو لپاره دې خطر ته وړاندې له وړاندې پاملرنه وکړئ. د ماشومانو د مبایل کارول کنترول کړئ او فزيکي ساعتیریو ته یې ډېر وخت ورکړئ.
