یو کس غره ته د ختلو په مهال په لاره کښې یو با ارزښته غمی وموند؛ لږ ورسته يې په لاره یو بل غره ختونکی هم وموند چې وږی وو او خواړه یې نه درلودل.
لومړي کس سمدستي خپله غوټه خلاصه کړه او خواړه يي له ملګري سره شریک کړل.
دوهم کس چې په غوټه کښې د خوړو تر څنګ قیمتي غمی ولید دهغه ستاینه ېې وکړه او له لومړي کس څخه يي وغوښتل چې دا غمۍ ده ته ورکړي.
غره ته ختونکي هم همداسې وکړل.
غره ته ختنه پای ته ورسیده او ملګري سره بیل شول. دوهم کس چې غمی یې تر لاسه کړی وو ډیر خوښ وو او پوهیده چې د غمي په پلورلو به پاته ژوند په آرامۍ تیر کړي.
خو څو شپې وروسته بیرته د لومړي کس په لټون پسې راووت او غمۍ يي بیرته ورکړ او ویې ویل:
زه پوهیږم چې دا غمي څومره ارزښت لري خو زه ېې بیرته تاته درکوم. په دې هیله چې وکړای شې ماته تر دې ډیر باارزښته شی په بدل کښې راکړې.
که کولی شې ماته هغه څه راکړه چې تاته یې ددې توان درکړ چې دا قیمتي غمی ماته وبښې.
ژباړه: محمود سعيد