ژباړه: انــــدیال ساپی
ځينې خلک چې چا ته څه ورکړي، يا ورته نصيحت وکړي او يا ورسره کومه ښېګړه وکړي نو خپل منت او احسان ورپسې کړي هر ځای کې ورته د خپلې ښېګړې يادونه کوي.
دا ناوړه کړنه او د ټيټو خلکو کار دی، د غوره او پوهه خلکو سره نه ښاییږي, د نيکۍ يادونه هغه څه دي چې د عزت ماڼۍ ړنګوي، مروت لرونکي خلک ترې بې ضرورته تښتي.
الله تعالی فرمايي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ)).
د بقری سورت: ۲۶۴.
ژباړه: ای مؤمنانو! خپل خيراتونه په اثباتونه او ازار رسولو مه بربادوئ.
ابوذر رضى الله عنه نه روايت دى نبي عليه السلام فرمايي: «ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ، وَلَا يُزَكِّيهِمْ, وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ » قَالَ: فَقَرَأَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، قَالَ: فَقَالَ أَبُو ذَرٍّ: خَابُوا وَخَسِرُوا مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «الْمُسْبِلُ، وَالْمَنَّانُ، وَالْمُنَفِّقُ سِلْعَتَهُ بِالْحَلِفِ الْكَاذِبِ»
ژباړه: درې کسان دي چې الله تعالی به ورسره په ورځ د آخرت خبرې ونکړي نه به ورته د رحمت په نظر وګوري، نه به يې پاک کړي او ددوی لپاره به دردناک عذاب وي.
ابوذر رضى الله عنه وايي دا خبره نبي عليه السلام درې ځل تکرار کړه
ابو ذر رضى الله عنه وويل: په زيان او تاوان کې دی دا څوک دی ای د الله رسوله!
هغه وفرمايل: پايڅې ښکته کونکی، د نيکۍ يادونکی، او هغه څوک چې په قسمونو او دروغو خپله سودا خرڅوي.
يو سړي خپلو زامنو ته وويل کله چې چا ته د صدقې په توګه څه ورکړې نو هغه مهال يې هېر کړه.
ځينو پوهانو ويلي دي:”المنة تهدم الصنيعة”.
ژباړه: منت او اثباتونه کړی عمل ړنګوي.
ابن عباس رضى الله عنه فرمايي:” نيکي له درې شيانو پرته نه پوره کيږي ، په تلوار، لږ ګڼلو او پټولو, کله چې په نيکۍ تلوار وشي نو ترسره شي، کله چې لږه وګڼل شي نو لويه او ډېره شي او کله چې پټه شي نو پوره شي”.
يو شاعر وايي:
أفسدت بالمنِّ ما أسديت من حسنٍ ليس الکريم إذا أسدی بمنَّان
ژباړه: کوم احسان چې دې وکړ هغه دې په يادولو له مينځه يوړ، سخي سړی چې کله نيکي وکړي هغه نه يادوي.
که څه هم اثباتونه د غوره خلکو د خويونو څخه نه دی بلکې د ملامتيا او د عذر وړاندې کولو په وخت ښه او جايز ګڼل شوی.
ابن حزم رحمه الله فرمايي:” دوه حالتونه دي چې هغه څه پکې غوره دي چې له دې پرته ناوړه او بد ګڼل کیږی، دغه دوه حالتونه د ملامتۍ او عذر وړاندې کولو دي چې پدې کې د نيکو شمېرنه او د ښیګړی يادونه ښه ده، خو دا کار له دغه دوه حالتونو پرته ډېر بد او ناوړه ګڼل كيږي.
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- تداوی
ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد