ژباړه: پوهیالی حسن خان درمل
۱ – د کورنۍ د غړیو ترمنځ دا ډول جملې نه کارول: ( پر ما یي څه؟)، ( پر تا یي څه؟).
۲ – د کورنۍ غړي یو پر بل باور لري او له دې باور څخه سوء استفاده نه کوي.
۳ – د امکان تر کچې له یو بل سره وي.
۴ – په خپل منځ کي یووالی لري او په بېلابېلو مسایلو کي یو بل ته نیکي مشورې ورکوي.
۵ – د یو او بل له عقاید او سلیقو څخه خبر وي او یو بل ته درناوی لري.
۶ – خپلي غوښتني په هر وخت او ځای کي نه څرګندوي، بلکه وضعیت ته ګوري.
۷ – د یو بل حریم ته درناوی لري او له خپلو ټاکل شویو حدودو څخه پورته نه ځي.
۸ – د یو او بل د رواني او بدني روغتیا په اړه فکر کوي.
۹ – په ډېری وختونو کي یو له بل سره ښې شېبې تېروي، او ترخې خاطرې یو او بل ته نه وریادوي.
۱۰ – نورو کورنیو او ګاونډیانو ته اهمیت او ارزښت ورکوي.
۱۱ – د یو او بل له مالي چارو څخه خبر وي او له یو او بل څخه هیڅ کوم شی نه پټوي.
۱۲ – د یو او بل د ودي لپاره هڅي او کوښښونه کوي او د کورنۍ د پرمختګ زمینه برابروي.
۱۳ – د کورني غړي یو بل ته په افقي نظر ګوري، نه عمودي.
۱۴ – د کورنۍ ټول غړي د ګټلو، بریالي کېدلو او هیلو احساس لري او په ژوندانه کي خپل ځانونه ګټونکي ګڼي.
۱۵ – د یو او بل ترڅنګ د امنیت او آرامښت احساس کوي، نه د وېري، اضطراب او یا شخړو.
۱۶ – یو او بل ته په خبرو کي علاقه، عشق، مینه، پاکي او یو زړه والی څرګندوي.
۱۷ – له یو او بل څخه بې ځایه او نامناسبي غوښتني نلري.
۱۸ – که چېرته کومه ستونزه رامنځته کېږي، نو ټول یي د حل لاري په اړه فکر کوي، او د مقصر په لټه کي نه وي.
۱۹ – د کورنۍ هر غړي یا ټول طرفونه د یو او بل د خوشحاله کولو او راضي کولو په هڅه کي وي.
۲۰ – مېرمن او خاوند د یو او بل لپاره ژوند کوي.
۲۱ – مېرمن او خاوند کولای شي هره ورځ خپلي ځانګړې نړۍ ته نور هم نژدې شي.
۲۲ – د یو او بل غوښتنو ته په منطقي او مثبت نظر ګوري.
۲۳ – مېرمن او خاوند د یو او بل ترڅنګ وي، نه یو بل ته مخامخ او د یو بل د رقیب په څېر.
۲۴ – نېکمرغي کورنۍ تل هڅه کوي چي ټولني ته صالح، وړ او ښه ماشومان وړاندي کړي.