• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د هالنډي ژبې د زده کړې شپږ مرستندویه لارې

Home اروپاد هالنډي ژبې د زده کړې شپږ مرستندویه لارې
د هالنډي ژبې د زده کړې شپږ مرستندویه لارې

د هالنډي ژبې د زده کړې شپږ مرستندویه لارې

که چېرې تاسې په بلجيم یا هالنډ کې ژوند کوی نو د دې ژبې زدکړه درته اړينه ده، موږ باید دا ژبه نن یا راتلونکې کې خامخا زده کړو. خو دا چې ډېر وخت ددې د زکړې لپاره ښه تګلاره نه لرو مجبوره شو چې کلونه کلونه وروسته هم داسې شي چې له لومړنۍ مکالمې پرته وړاندې چا سره پرې وړاندې اضافه خبرې نشو کولای یا خپله سونزه پرې نشو حل کولای.


ممکن اوس هم ډېر پلرونه او میندې له خپلو ماشومانو مرسته وغواړي چې ځينې ليکونه ورته ولولي او یا دوی پرې پوه کړي، خو د ژبې زد کړې لپاره هیڅکله ناوخته نه دی، تاسې کولای شئ چې همدا شېبه پیل وکړئ او په افغان ټپس کې د ژبې د زکړې ویډیوګانې له موږ سره تعقیب کړئ، موږ ته کمنټ وکړئ،نظر راسره شریک کړئ، ویره مه لرئ چې تاسې به غلط یاست یا به تېروتنه وکړئ.
اوس راځئ تاسې ته لاندې شپږ ساده لارې وښایم چې کولای شي تاسې سره د ژبې د زدکړې په برخه کې ډېره مرسته وکړي او تر خپلو امکاناتو یې پلي یا عملي کړئ.

  1. د خپل موبایل او کمپیوټر ژبه هالنډي ته واړوئ، هغه خلک چې له هالنډي سره ډیره بلدتیا نه لري دا کار به د څو ورځو لپاره ورته ستونزمن وي، خو ډاډه یم چې د وخت په تیریدو سره به دوی ډیر لغاتونه زده کړي، او له ډیرو جملو سره به بلد شي.
    همدارنګه د تلیفون او کمپیوټر سربیره تاسو د خپلو ټبلیټونو، آیپډونو او د ټولنیزو شبکو لکه: فیسبوک، ټویټر او نورو ژبي هم له خپلو مورنیو ژبو څخه هالنډي ته واړوئ، دا به هم تاسو له ډیرو لغاتونو او جملو سره بلد کړي.
  2. خبرونه په هالنډي ژبه ولولئ او ویې ګورئ، زیاتره خلک د خبرونو اوریدلو ته ډیر لیواله دي او آن عادت یې جوړ شوی هغه دي چې دوی ژر او روانې خبرې کولای شي، نوکه چیرې تاسې هم خپل دا عادت په هالنډي ژبي د خبرونو په اوریدلو او یا لوستلو ته بدل کړی نو یو خو به د بلجیم او هالنډ له سيمه ایزو پېښو پیښو خبر شی او له بل خوا به مو د هالنډي ژبې پوهه لوړه شي. د خبرونو لپاره کولای شي د VRT، اېن او یا د ام اس اېن خبرونه تعقیب کړئ.
  3. په هالنډي ژبه موسیقئ واورئ او شعرونه یې زده کړئ، په هالنډي ژبه کې د موسقي اوریدل خوندور دي خو تاسو باید په شعرونه باندي له پوهیدلو سره مبارزه وکړئ، مبارزه دومره هم اوږده نه ده تاسو کولای شئ ډېر شعرونه په انټرنېټ کې ومومئ، او یا یې په ګوګل کې وپلټئ.
  4. په ډایري کې مو لیکل په هالنډي ژبه کړئ، هره ورځ له پنځو تر لسو دقیقو په هالنډي لیکل وکړئ، کوم کارونه چې باید د ورځي په اوږدو کې وکړئ سهار یې ولیکئ یا په ماخستن کې هغه کارونه ولیکئ چې د ورځي په اوږدو کې مو تر سره کړي دي، یا هم کوښښ وکړئ د ورځې لنډه کيسه مو ولیکئ، چې په دې سره به مو د هالنډي ژبي لیکل هم ډیر ښه شي.
  5. هڅه وکړئ چې له یوه کس سره په هالنډي ژبه خبري وکړئ، هغه که ستاسو ملګری وي، که مو د کورنۍ غړی وي یا مو همکار وي، څومره چې تاسو ډیري خبري وکړئ دومره به زر هدف ته رسیږي، دا به تاسو له هالنډي ژبي سره ډیر روږدی کړي، بیا نو کله چې چیرته خبري کوی تر فشار لاندي به نه راځی،
  6. د ماشومانو د کارتوني پروګرامونه وګورئ، د ماشومانو لپاره د کارتوني پروګرامونو کتل مو د هالنډي ژبي د زده کړي لپاره یوه ښه کړنه ده، تاسو به هغه انځورونه او حرکتونه په عین وخت کې وګوري چې دوئ خبري پرې کوي، او له بل لوري د کارتوني فلمونو ژبه او لغتونه ډیر ساده وي چې په ښه ډول درک کیږي او پرې پوهیدلای شو.

خو دا هم په یاد ولرئ چې خپله ژبه مو هېره نکړئ او خپلو ماشومانو ته مو هم خپله مورنۍ ژبه وښايي، ځکه دا ستاسې او ستاسې د ماشومانو هویت او پېژندګوي ده.
په درنښت

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

که خوشالي غواړی، نو دې برخو کې بې پروا واوسئ!

که خوشالي غواړی، نو دې برخو کې بې پروا واوسئ!

Nov 1, 2015

ژباړه: مصطفی نور د دې وخت رارسېدلی چې نور باید[...]

ماشومان او تکنالوژې

ماشومان او تکنالوژې

Oct 31, 2016

ژباړه: سیف خوستی د تکنالوژۍ استعمال د ماشومانو په هوښیارتیا[...]

ګل رحمن رحماني

ليکوالي، خنډونه او تجربي

Feb 2, 2015

لیکنه: ګل رحمن رحماني د يو څه ليکل او د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022