• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د هرسوتیزم یانې هغه ښځې چې ډېر او اضافي وېښتان ولري، دلایل او نښانې

Home روغتیاد هرسوتیزم یانې هغه ښځې چې ډېر او اضافي وېښتان ولري، دلایل او نښانې

د هرسوتیزم یانې هغه ښځې چې ډېر او اضافي وېښتان ولري، دلایل او نښانې

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل

۱- د هرسوتیزم د دلیل موندلو لپاره باید عمر، د هرسوتیزم د ودې چټکتیا او نورو نښو نښانو ته پاملرنه وشي.

که چېرې میاشتنی عادت ګډوډ شوی وي، په ډېر اټکل سره هرسوتیزم د پولي سیسټیک تخمدان څخه منشأ اخیستې او په ادرنال غده پورې اړه نلري.

خو که له تیونو څخه شیدې راوتلې، د وینې لوړ فشار او د مرکزي برخو چاغښت لکه د خېټې چاغښت هم ورسره وو نو هرسوتیزم په ادرنال غده پورې اړه لري.

۲- که میاشتنی عادت طبیعي وی او نامنظم نه وي نو کېدی شي هرسوتیزم جنیتیکي وي.

هرسوتیزم مختلفې درجې لري.

۳- هغه ښځې چې خفیف هرسوتیزم لري د زنې پر سر او د پاسنۍ شونډې پر سر وېښتان لري د تیونو شاوخوا او د خېټې پر سر وېښتان لري.

پرمختللی هرسوتیزم لږ شدیدې نښې لري لکه؛ پر ټټر، د ولیو منځ او اوږې، پر خېټه او غږ له بوغوالي (ډبلوالي) سره مل وي.
دا ډول هرسوتیزم اکثرا په بلوغ کې رامنځ ته کیږي او د شدیدو هورموني بدلونونو ښکارندویي کوي.

۴-چاته چې هرسوتیزم او د میاشتني عادت ګډوډي رامنځ ته شوي وي بویه چې د ادرنال غدې،هایپوفېز غدې او د تخمدان د تومور پلټنه وشي.

۵- هرسوتیزم مېدی شي د ځینو درملو پواسطه هم رامنځ ته شي لکه کورتیکوسټروئیدونه ،عصبي درمل او داسې نور…چې په دې صورت کې باید درمل قطع شي او د هرسوتیزم لپاره د ښځینه هورمون بواسطه درملنه پیل شي.

۶- هرسوتیزم د نرینه هورمون د سویې د لوړېدو له امله منځ ته راځي او باید د درملنې په موخه دا هورمون بېرته په بدن کې راښکته شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د خولو د یخوالي علتونه

Nov 6, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه جلیل شهزاد یخې خولې په لاندې شرایطو[...]

آیا د رحم سرېښوالی د شنډوالي سبب ګرځي؟

Jan 10, 2018

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل د رحم سرېښوالی یوه نسبتا[...]

د هګۍ د تحریک له لارې د شڼډوالي درملنه

Nov 27, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل * د هګۍ تحریک یوه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022