لیکنه: استاد سلطان شاه صفاري
ان پي ټي چي د (Nuclear Non- Proliferation Treaty) مخفف دی، معنی یې ده دهستوي وسلو دنه خپریدا تړون.
وروسته له هغه چي امریکا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي اتومي بمونه وکارول، ورپسې د نړۍ یو شمیر لویو قدرتونو اتومي وسلي ته مخه کړه او یو شمیر هیوادونه په ځانګړې توګه دامنیت شورا دایمي غړي هیوادونه په هستوی وسلو سمبال سول، نو په نړۍ کي دهستوی وسلو د ډیریدا اندیښنې را پیدا سولې او له بلي خوا په ۱۹۶۰ لسیزه کي د څیړنو په ترڅ کي د دهستوۍ انرژۍ د سولیز استعمال مسئله کشف سوه چي د هستوي انرژۍ څخه د بریښنا تولید ترسره سو، نو نړۍ د هستوي اسلحو د خپریدا دمنعې او د هستوي انرژۍ د سولیز استعمال لپاره لاس په کار سول همدا و چي په ۱۹۶۸م کال د جولای پر لومړئ نیټه د څواړخیزي معاهدې مسوده برابر سوه په همدې نیټه امریکا، انګلستان او ۵۹ هیوادونو دغه معاهده لاسلیک کړل، خو دغه معاهده وروسته له هغه چي په ۱۹۷۰ م کال کي د مارچ پر ۵ د امریکا د کانګرس لخوا تصویب سول، عملي پړاو ته داخله سول.
همدا اوس د نړۍ ۱۹۱ هیوادونه ددې معاهدې غړیتوب لري، یواځي جنوبي سوډان، پاکستان، هندوستان او اسرائیل د ملګرومتلونو هغه غړي هیوادونه دي چي دغه معاهده یې نه ده لاسلیک کړې، شمالي کوریا چي په ۱۹۸۵م کال کي ددې معاهدې غړیتوب اخیستی و، څو کلونه مخکي په ۲۰۰۳م کال کي له دې معاهدې څخه ووتل.
ددې معاهدې نظارت د اټومۍ انرژۍ دنړیوال اژانس په غاړه دی، کوم چي د ملګروملتونو سازمان تخصصی سازمان دی.
لکه څنګه چي مخکي ورڅخه یادونه وسوه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په ۱۹۵۷م کال کي دهستوي انرژۍ څخه د سولیزی استفادې او د نظامي موخو لپاره د آټومي وسلو د نه استعمال لپاره رامینځته سوی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا او دبلي وسلي کولو په اړه یي مسؤلیت
د ملګرو ملتونو سازمان د منشور د لومړئ مادي مطابق دڅلورو مهمو دندو څخه یوه هم د نړیوالي سولي او امنیت ساتنه ده، که څه دملګرو ملتونو په منشور کي صراحتاً د بي وسلي کولو (خلع سلاح) یادونه نه ده سوي، خو نړیواله سوله او امنیت، دبي وسلي کولو سره ټینګه اړیکه لري، طبعي ده چي وسله مخکي تر کارولو هم ذهني او رواني امنیت ګواښي، او له بلي خوا د وسلو جوړول تسلیحاتي سیالۍ ته لاره هواروي، چي احتمال یي زیات دی چي د تسلیحاتۍ سیالۍ وروستۍ پایله په جګړي منتج کیږي.
خو د ملګرو ملتونو منشور په ۴۷ ماده کي یادونه سوي ده چي:
د امنیت شورا سره دهمکارۍ او د دنړیوالي سولي او امنیت د ساتني لپاره د امنیت شورا د ټولو نظامي اړتیاو لپاره او همدارنګه د هغه مسلحو ځواکونو د تنظیم لپاره چي دامنیت شورا په اختیار کي دي او د وسلو دتنظیم او د احتمالي بې وسلې کولو لپاره یوه د نظامي ستاد کمیټه تاسیس کیږي.
په پورته ماده کي بې وسلې کول د امنیت شورا په یوه احتمالي کار کي داخلیږي، کیدای سي معنی یي دا وي چي کله د وسلو موجودیت او جوړول دامنیت شورا لخوا د نړیوالي سولي او امنیت لپاره ګواښ تشخیص سي، نو امنیت شورا به دنظامي ستاد په واسطه په بي وسلي کولو لاس پوري کوي.
پر همدې بنسټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پینځه مهمي کمیټې لري چي په هغه کي د بې وسلې کولو (خلع سلاح) او د نظامي ستاد کمیټه له دې موضوعاتو سره ډیر تړاو لري.
خو معمولاً دامنیت شورا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس سره په همکاري هغه وخت د وسلو په تولید او تورید کي مداخله کوي چي دملګرو ملتونو د اصولو خلاف وي او نړیوالي سولي او امنیت ته ګواښ وي.
دنړۍ هغه هیوادونه چي اټومي وسلو ته لاس رسۍ لري:
شماره هیواد د لاس رسۍ کال اټومي سرګلولي ان ټي پي د هیوادونو حالت
۱ امریکا ۱۹۴۵ ۷۷۰۰ لاسلیک کړی د امنیت شورا دایمي غړی
۲ روسیه ۱۹۴۹ ۸۵۰۰ لاسلیک کړی د امنیت شورا دایمي غړی
۳ بریتانیا ۱۹۵۲ ۲۲۵ لاسلیک کړی د امنیت شورا دایمي غړی
۴ فرانسه ۱۹۶۰ ۳۰۰ لاسلیک کړی د امنیت شورا دایمي غړی
۵ چین ۱۹۶۴ ۲۵۰ لاسلیک کړی د امنیت شورا دایمي غړی
۶ هند ۱۹۷۴ ۹۰ـ ۱۱۰ نه دی لاسلیک کړی ………….
۷ پاکستان ۱۹۹۸ ۱۰۰ـ۱۲۰ نه دی لاسلیک کړی ………….
۸ شمالي کوریا ۲۰۰۶ له ۱۰ څخه لږ خروج ………….
۹ اسرائيل نامشخص ۸۰ لاسلیک کړی رسماً نه دی تائيد سوی
۱۰ ایران نامشخص نامشخص نامشخص رسماً نه دی تائيد سوی
د هستوي وسلو د بي وسلې کولو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د فعالیتونو ارزیابي
په ټوله کي ویلای سو چي د ملګرو ملتونو لخوا چي کومي هڅي د آټومي وسلو بي وسلي کولو لپاره سوي دي، چنداني ګټوري نه دي تمامي سوي، چي ددي یوعلت دادي چي د سرغړونکو لپاره اجباري او کنټرول کوونکي وسایل او ابزار په پام کي نه دي نیول سوي، سازمان هیڅ تنبهي اقدامات نه لري.
حتی د آټومي انرژۍ نړیوال اژانس د هستوي وسلو د نه خپریدا تړون د کنټرول کوونکي په توګه نه دی توانیدلی، چي په سرغړونکو باندي دا تړون پلي کړي، د نړۍ لوی قدرتونه هم حاضر نه دي چي په دي اړه اساسي توافق ته سره ورسیږي حتی په دي اړه چي کوم ډول وسلي باید کنټرول یا متوقف سی کوم توافق نه دی سوی.
بناءً ویلای سو تر دامهاله چي د آټومي وسلو د نه خپریدا او مخنیوي په اړه کومي هڅي سوي دي، ډيري سستي او محدودي هڅي سويدي، برعکس د ابرقدرتونو ترمینځ لاهم په شدت سره آټومي او هستوي سیالي روانه ده، د سړي جګړي په ترڅ کي بالاخره پر کروز او بک فایر توغندیو، استراتیژیکو او نامریی بی۲ الوتکو جوړولو او پر ستورو جنګ سیالي زیاته سوي ده.
البته نن ورځ د سړي جګړي تر پای ته رسیدا وروسته لږ څه تمه لیدل کیږي چي آټومي او هستوی فعالیتونه له نظامي اړخه، فني او اقتصادي برخي ته انتقال سي.