لیکوال: عبیدالله حسام
یو ځوان بې روزګاره و، یوه ورځ انټرنټ کې په سایټونو ګرځېدو ترڅو یې لوڅو فلمونو سایټ باندې سترګې ولګېدې، پکې کته پورته شو، ځان یې د ایمیل له لارې د څو روپو په بدل په دې سایټ کې راجستر کړ، په اونۍ کې به ورته ایمیل راغی او د لسګونو فلمونو لینکونه به یې ترلاسه کول، دا کار د ځوان عادت وګرځېدو او پرې روږدی شو.
بله ورځ یې خپلو ملګرو ته کیسه وکړه چې هره اونۍ مې ایمیل ته د لسګونو لوڅو فلمونو لینکونه راځي او د بلې اونۍ تر پایه د همدغو فلمونو په لیدلو بوخت یم، ملګري یې حیران شول او ورته کړه یې چې مونږ ته یې هم چل راوښایه، هلک وویل، ایمیلونه مو راکړئ، زه به یې په وړیا ډول تاسو ته فارورډوم، ملګرو خپل ایمیلونه ورکړل، ځوان داسې سیستم جوړ کړ چې کله به ورته ایمیل راغی، اتومات ډول به یې ملګرو ته فارورډ کېدو.
شپږ میاشتې وروسته ځوان مړ شو!
له مړینې وروسته یې یو ملګری ګوري چې د مړ شوي ملګري له ایمیل نه ورته د لوڅو فلمونو لینک راغلی، هلک حک حیران شو چې هغه خو مړ شوی څنګه یې له ایمیل نه ماته ایمیل راځي!
دی وايي چې ما د سایټ مرکز ته ایمیل وکړ او ورته مې وویل چې ددې ایمیل خاوند مړ شوی لکن اوس هم یې ایمیل ته د لوڅو فلمونو لینکونه راځی او بیا زمونږ ایمیلیونو ته فاروډیږي.
د ایمیل ځواب یې راغی چې له دې کار نه د خلاصون لپاره ضرور ده چې د مړ شوي کس د ایمیل پسورډ تاسو سره وي.
ملګری یې وايي چې هرڅه کوښښ مې وکړ نتیجه یې منفي وه.
اوس فکر وکړئ، ددې هلک به څه حال وي؟
ځکه الله تعالی وايي: إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (النور19).
ژباړه: كوم كسان غواړي چې د موءمنانو په ډله كښې فحشاء خوره كړي ددوی لپاره په دنیا او اخرت کې دردناکه عذاب دی، اوالله تعالی پوهيږي او تاسو نه پوهېږئ.
دا کیسه مې د محمد العریفي له خولې لیکلې، واقعي کیسه ده.
[review]