ژباړن: محب الرحمن محب
۵- د هنر څو ساحته تعريف:
داسې ښکاري، چې د ويتګنشتاين لخوا د ژبنيزو مبحثونو په شننه کې د کورني ورته والي (Family resemblances) نظريه وړاندې شوې ده، کولای شي له موږ سره د هنر او ښکلا په څېر مفاهيمو او اصطلاحاتو په تعريف کې مرسته وکړي. ځکه دا نظريه د ښکلا او هنر د پخوانيو هغو تعريفونو پر وړاندې، چې په يوازې توګه د ګټنې وړ نه دي؛ څو د هنر ټول ډولونه او مصداقونه به په بر کې ونيسي، په دې توانېږي، چې د هنر داسې اجمالي توصيف وړاندې کړي، چې د هنر ټول ډولونه پکې دخيل وي، يو داسې توصيف چې له مخې يې د هنر او ښکلا معنا او مفهوم د پوهېدو وړ وي. د کورني شباهت په نظريې سربېره موږ پرته له هغې، چې د هنر او ښکلا يوه خاص تعريف ته اړ يو، کولای شو د هنر د ټولو ډولونو ترمنځ د شباهت او ورته والي داسې مجموعې ته اشاره وکړو، چې د هنر او ښکلا د تعريف (Definition)پرځای د هغو دوو مفاهيمو معنا(Meaning) وړاندې کړي.
موږ له دې مخکې د هنر او ښکلا څلور مهم تعريفونه وړاندې کړي وو او ويلي مو وو، چې د هنر په اړه د نظر خاوندانو له خپلې زوايې نه د هنر تعريف وړاندې کړی دی. يوه ډله پوهانو هنر د بېروني او عيني نمونو بياښودنه بللې وه او پر وړاندې يې تکړه هنرمند هغه څوک و، چې وکولای شي په خپل اثر کې واقعيت په ښه بڼه ترسيم کړي. د دې نظر له مخې د هنرمند فردي خلاقيت، احساس او عواطف د پام وړ نه ګرځي.
په دويم تعريف کې ځينو پوهانو هنر په ښودنه کې مبالغه او يا زيات ښودنه بللې ده او په واقعيت کې هنرمند په خپل هنري اثر کې خپل عواطف او احساس ظاهروي. هنر ته په درېيمه کتنه کې، چې په فورم ولاړه ده، هنري اثر هغه اثر ته ويل کېږي، چې فورمي جوړښت او ځانګړنو ته ژمن وي او مروج او جوړښتي چوکاټونه مراعات کړي. څلورم نظر هم له لومړۍ او دويمې نظريې نه رغېدلی دی او د بياښودنې او زيات ښودنې له نظريو نه په خپل نوبت پکې دخالت لري.
له دې څلورو نظريو نه د هرې يوې مخالفينو د خپلو مخالفانو د تيوريو نقد ته مټې بډ وهلې دي او د يادو نظريو د ضعف په نقطو او شړېدلو خواوو پسې ګرځېدلي دي. لکه د بياښودنې د نظريې پلويانو ويلي دي، چې د بياښودنې نظريه د هنر په تعريف کې د هنرمند فردي خلاقيت او ځانګړنې له پامه غورځوي او په دې باور دي، چې ځينې اثار د ښکلې بيا ښودنې پرځای فردي دروني، انتزاعي او رومانتيکې وړتياوې لري، چې د اثر د ښکلا سبب ګرځي، لکه د جان کانستبل د ګاري يونجه اثر۱، چې د اثر ښکلا يې د رنګ و فورم کمپوزېسيون او همغږي ده، نه دا چې له ګاري څخه دې يوازې نسخه اخيستنه وي.
د زيات ښودنې د نظريې د پلويانو په وينا د ټولو هنرونو په مبالغوي ښودنه کې د واقعيت د ترسيم او تصوير سطحه يوه نه ده او ځينې وخت اړوند تړونونه له خارجي څيز او د بياښودنې له واقعيت نه زموږ په پوهه او اخيستنه اغېز لري، لکه له هغو نښو او نمونو نه ګټنه، چې په هنري اثر کې د هغو هر يوه کارونه په يوه ځانګړې معنا وي او داسې چې که څوک دا نښې او نمونې ونه پېژني، نشي کولای په يوه هنري اثر پوه شي.
همدارنګه د بياښودنې د نظريې پلويانو د مبالغوي ښودنې نظريه نقد کړې ده او په دې اعتقاد دي، چې د هنرمند په عواطفو او شخصيت تکيه موږ د هنري اثارو په نقد کې نسبيت پالنې ته ننباسي او د عواطفو او احساساتو له نوښت سره مو مخوي. داسې چې هنري اثار د هنرمند په غوښتنو او ذوق پورې تړلي دي او په دې توګه له ټوليزو او جمعي معيارونو نه محرومېږو يا د فورمالېزم د نقد په اړه ويل کېږي، چې دا تيوري د پخوانيو دوو تيوريو په څېر نشي کولای د هنر د ټولو ډولونو لپاره يو ډول معيارونه وړاندې کړي او په عين حال کې چې انسجام، يووالی، نظم، توازن، تقارن او نور فورمالېستي عناصر په ټولو هنرونو کې مطرح دي؛ خو نشي کولای د ټولو هنرونو برياليتوب او موفقيت په فورم او جوړښت پورې تړلی وبولو.
په دې اوصافو نشو کولای د يوې نظريې په فکر په تماميت او قابليت بسنه وکړو او څومره ښه ده ووايو، چې ښکلاپېژندونکی درک دا غوښتنه لري؛ څو د تيوريو په نسبت يو څه زيات تېرښت او انعطاف وښيو.
د هنر په اړه له دې نظريو نه يوازې په هره يوه تکيه کول موږ له يو ډول محدوديت او سطحي فکرۍ سره مخ کوي او له دې تيوريو نه يوه هم نشي کولای د هنري اثارو لپاره يو کلي ملاک او معيار واوسي. که چېرې په ټولو نظريو تکيه وشي، ځينې هنري اثار به د هنري او ښکلاپېژندونکې کره کتنې او پېژندنې له قلمروه وباسي. نو غوره ده يوه داسې ټول منلې او څو پوړيزه تيوري رامنځ ته کړو، چې په هغو کې د فورمالېستۍ عناصر(انسجام، همغږي، تناسب، توازن او داسې نور عناصر)وجود ولري او هم د افرادو تخيل، شهود، عواطفو او احساس ته پکې پاملرنه شوې وي. په دې سربېره يې د بياښودنې لپاره واقعيت او بېرونی عالم معيار وګرځوو. له دې هنري معيارونو نه هر يو کېدای شي د يوه هنري اثر او يا هنري رسنۍ په نسبت له شدت او کمزورتيا نه برخمن وي. د بېلګې په توګه موسيقي د بياښودنې په پرتله د مبالغوي ښودنې يا فورم تيورۍ ته ډېره نږدې ده.
يا په مجسمه جوړولو کې د هنري ملاکونو له مخې بياښودنه د زيات ښودنې په نسبت ډېره د توجېه وړ ښکارنده ده. نو په دې ترتيب سره پنځمه نظريه، چې د هنر څو ساحتي تعريف دی، د هنري تعريفونو له واقعيت سره ډېر نږدې او د نورو په پرتله له هنري پنځونو سره ډېر سرخوري.
اخځليکونه:
(۱)- لاندې کتابونو ته مراجعه وکړئ: ابوعلی سینا، حدود یا تعریفات، د محمد مهدی فولادوند ژباړه، انجمن فلسفه ایران، تهران، ۱۳۵۸، مقدمه / ابوعلی سینا، دانش نامه علائی، تصحیح احمد خراسانی، کتابخانه فارابی، تهران، ۱۳۶۰، ص ۴.
(۲)- مونروسي، بیردزلي او جان هاسپرز، تاریخ و مسائل زیبایی شناسی، محمد سعید حنایی کاشانی، هرمس ، تهران، ۱۳۷۶، ص۸ .
(۳)- بندتو کروچه، کلیات زیبایی شناسی، د فواد روحاني ژباړه، انتشارات علمی و فرهنگی، تهران، ۱۳۶۷، ص ۵۳.
(۴)- جان هاسپرز او راجر اسکراتن، فلسفه هنر و زیبایی شناسی، یعقوب آژند، لومړی چاپ ، انتشارات دانشگاه تهران، تهران، کال ۱۳۷۹، صص ۱۳-۱۴.
Alexander Gottlieb Baumgarten (1714-1762)(٥)-
(۶)- دې کتاب ته رجوع وکړئ: مبانی فلسفه هنر، آن شپرد، د علي رامین ژباړه، انتشارات علمی و فرهنگی،تهران، ۱۳۸۲، ص ۷ او دا کتاب : تاریخ و مسائل زیبایی شناسی، جان هاسپرز، ص ۷۴.
(۷)- تاریخ و مسائل زیبایی شناسی، مونروسی بیردزلی، ص۱۱.
(۸)- همغه اثر، ص ۷۳.
(٩)-W. T. Stace, A Critical history of Greek philosophy, MacMillan and coltd, London, 1960, p 326
(۱۰)- همغه اثر، ص ۷۳.
(۱۱)- رجوع وکړئ: نیچه و معرفت شناسی. آروین مهرگان، طرح نو، تهران، ۱۳۸۲، ص ۲۵.
(۱۲)- همغه اثر. ص ۲۵.
(۱۳)- همغه اثر.
(۱۴)- و . ت . استیس، فلسفه هگل، حمید عنایت، انتشارات و آموزش انقلاب اسلامی، تهران، پنځم چاپ، کال ۱۳۷۲، ج ۲، ص ۶۲۹.
(١٥)-George. I. Mavrodes , belief in God, america,1984, p.p 36-39
(۱۶)- محمد رضا شفیعی کدکنی، صور خیال در شعر فارسی، انتشارات آگاه، تهران ، ۱۳۵۸، صص ۲۹-۳۰.
(۱۷)- رجوع وکړئ: کلیات زیبایی شناسی، بندتو کروچه ، صص ۵۳-۸۷ و کتاب مبانی فلسفه هنر، آن شپرد، صص ۷-۲۵.
(۱۸)- جان هاسپرز، فلسفه هنر و زیبایی شناسی، یعقوب آژند، انتشارات دانشگاه تهران، کال: ۱۳۷۹، ص ۳۵.
(۱۹)- تاریخ و مسائل زیبایی شناسی، صص۹-۱۲ .
(۲۰)- تاریخ و مسائل زیبایی شناسی، ص ۲۹.
(۲۱)- همغه اثر، صص ۳۰-۳۲.
(۲۲)- همغه اثر، صص ۳۳-۳۴.
(۲۳)- همغه اثر، صص ۱۴- ۱۶.
(۲۴)- ارسطو، هنر شاعری (بوطیقا)، ترجمه فتح الله مجتبائی، بنگاه نشر اندیشه، تهران، ۱۳۳۷، ص ۱۱۴.
(۲۵)- همغه اثر، ص ۸۳.
(۲۶)- همغه اثر، ص ۸۳.
(۲۷)- تئودور گمپرتس، متفکران یونانی، محمد حسن لطفی، خوارزمی، تهران، ۱۳۷۵، ج ۳، ص ۱۶۵۸.
(۲۸)- ارسطو، فن شعر، د عبد الحسین زرین کوب ژباړه، انتشارات علمی و فرهنگی، تهران، ۱۳۴۹، بند ۱۴۵۴ب.
(۲۹)- تئودور کمپرتس، متفکران یونانی، ص ۱۶۵۸.
(۳۰)- همغه اثر، ص ۱۶۵۹.
(۳۱)- رجوع وکړئ: آن شپرد، مبانی فلسفه هنر، د علي رامین ژباړه، ص ۳۵.
(۳۲)- آن شپرد، مبانی فلسفه هنر، علی رامین، صص ۴۰- ۴۲.
(۳۳)- همغه اثر، صص ۳۷- ۴۰.
(۳۴)- بندتو کروچه، کلیات زیبایی شناسی، د فواد روحانی ژباړه، پنځم چاپ، انتشارات علمی و فرهنگی.
(۳۵)- همغه اثر، صص ۸۰- ۸۱.
(۳۶)- آن شپرد، مبانی فلسفه هنر، د علی رامین ژباړه، درېيم چاپ، انتشارات علمی و فرهنگی، تهران، ۱۳۸۲، صص ۶۹-۷۰.
۱- John Constable (1776-1873) له انګرېزو رومانتېستو نقاشانو څخه دی، چې طبيعي منظرې يې خورا شهرت لري.