ژباړه: پوهنیار وحدت الله خپلواک
د موټرو د سلنګسر لوګی، د فابریکو څخه تولیدېدونکی لوګی، د تېلو سوځېدنه او نورو مختلفو منابعو څخه ککړتیا د ښارونو دپاسه یوه خړه وریځ تشکیلوي. دغه وریځ چې په واقعت کې دهوا ککړتیا ده په انسانانو کې د تنفسي ناروغیو او لوړپوړیو ودانیو ته د زیان رسولو برسېره نباتات هم زیانمنوي. نباتات د هوا د ککړتیا څخه د وخت په اوږدو کې زیانمنیږي چې ددې زیان څخه د نباتاتو بېرته رغېدا ناشونې ده. د کینټ سټیټ پوهنتون یو مشهور کیمیا پوه فریډ ډاویس وایي چې د هوا د ککړتیا په وړاندې د نباتاتو حساسیت یو له بله سره توپیر لري چې د هغه په وینا ځینې یې د ځینې نورو په پرتله ډېر حساس دي او د زیان کچه په کې ډېره لوړه وي.
په پاڼو باندې د هوا د ککړتیا اغېز:
هوا ککړونکي په حقیقت کې کیمیاوي مرکبات دي چې په طبعي او یا مصنوعي ډول چاپېریال کې موجود دي. ځینې ددې کیمیاوي مرکباتو څخه لکه سلفرډای اکسایډ، اوزون، فلورایډ او پیراکساسیل نایتریت د نباتاتو پاڼې زیانمنوي او حتی ځینې وخت د زیاتو پاڼو د زیانمنولو په نتیجه کې بشپړ نبات د منځه وړي. سلفرډای اکسایډ چې د پخوانیو فوسیلي بقایاوو لکه تیل، د ډبروسکاره او پترولو د سوخت څخه رامنځ ته کېږي د پاڼو په انساجو کې د رنګونو د بدلون سبب ګرځي چې کیدای شي د یاد کیمیاوي مرکب د اغېز په نتیجه کې د پاڼو انساج سپین، نصواري او یا زیړ رنګ ته واوړي. ځینې وخت بیا یاد مرکب خپل حالت بدلوي او سلفوریک اسید شکل (د ښورې تېزاب) ته اوړي چې په پاڼو کې د شته طبعي سوریو د تخریب او ګډوډولو سبب ګرځي.
له بله پلوه د اوزون د کچې زیاتوالی په چاپېریال کې بوټي او پاڼې زیانمنوي. د اوزون زیان په پاڼه باندې د برګو داغونو په څېر رابرسېره کیږي چې د دغه داغونو رنګ کیدای شي زیړ، تور او یا نصواري وي. د اوزون د شدیدې اغېزې په نتیجه کې نبات نه شي کولی مقاومت وښئ چې په نتیجه کې نباتات خپلې ټولې پاڼې غورځوي. د فلورایډ زیاتوالي ته په چاپېریال کې هم د ککړتیا نوم ورکول کېږي چې په نتیجه کې د نباتاتو د پاڼو څنډې زیانمنې کوي او بالاخره نصواري یا تورې اوړي. مګر د پیراکساسیل نایتریت د ککړتیا په نتیجه کې د نبات پاڼې نقره اي یا سلوري رنګ غوره کوي چې دنبات دغه حالت ته (سپین زر پاڼیز) حالت واي. په دغه حالت کې د پاڼو لاندینې برخې سپین زريز یا برنجي رنګ غوره کوي.
د نباتاتو په وده کې کمښت:
د ډاکټر کینټ د راپور په اساس د موټرو د انجن یا اورلګوونې څخه احتراق شوی دویمي محصول نایتروجن ډای اکسایډ کولی شي د نباتاتو په وده کې په ډېره کچه کمښت راولي. له نیکه مرغه باران دغه پروسه مثبت اړخ ته بدلولی شي، ځکه د باران په نتیجه کې نایتروجن ډای اکسایډ په نایتریک اسید بدلیږي کوم چې خاورې ته نایتروجن ورزیاتوي چې په حقیقت کې نباتاتو ته ګټور ثابتیږي.
د حشراتو اخته کوونې ته زمینه برابرول:
د هوا ککړتیا نباتات کمزوري کوي چې په نتیجه کې یې نباتات د حشراتو په وړاندې خپل مقاومت د لاسه ورکوي او ډیر حساس ګرځي. د کلوراډو پوهنتون د راپور له مخې د هوا د ککړتیا څخه اغېزمن شوي د جلغوزي بوټي د جلغوزې د ډډ ګونګوټې په وړاندې ډېر حساس شوي وو او د زیان کچه په کې ډېره لوړه وه. په کال 2008 کې یوې اوونیزې خپرونې په خپل راپور کې ویلي وو چې د جلغوزې د ډډ ګونګوټې په کاناډا کې 22 میلیون ایکره او په کلوراډو کې 1.5 میلیون ایکره ځمکه کې د جلغوزې ونې له منځه وړې دي.
ریفرینسونه:
• Colorado State University: Air Pollution Affects Local Trees and Shrubs
• American Rhododendron Society: Effects of Air Pollution
• Newsweek: Pine Beetle Epidemic
لیکنه: (2015. Aug. 19) Cynthia Myers
ژباړه: پوهنیار وحدت الله خپلواک، دننګرهار پوهنتون، کرنې پوهنځي استاد.