لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل
* د هګۍ تحریک یوه طبي او دوایي لار ده چې ډېری وخت د امیندوار کېدو یا حمل اخیستو د وړتیا لوړولو او د درملنې د ښې پایلې په نیت تر سره کیږي.
دا درمل د هګۍ د محرکو درملو په نامه یادېږي چې کولی شي هګۍ پخې او د امیندوارۍ چانس لوړ کړي.
د هګۍ محرک درمل کوم دي؟
– د هګۍ د تحریک لپاره ډېر او بېلابېل درمل شتون لري چې د ډاکټر د مشورې او د ناروغ د اړتیا په سبب سپارښت کیږي.
√ – د (HCG) امپول:-
د دې درملو پواسطه هګۍ او تخمدان تحریک کیږي چې 24/36 ساعته له زرق کولو څخه وروسته هګۍ آزادېږي.
کوم درمل چې د هګۍ د تحریک په موخه ډېر کارول کیږي کلوموفین سیترات او لټروزول په نامه یادېږي.
څه وخت تخمدان تحریک شي؟
√ د تخمدان تحریکول هغو مېرمنو ته سپارښت کیږي چې د هګۍ د آزادېدلو ستونزې لري.
√ یا هم هګۍ شتون نلري یا هم هګۍ څه ناڅه ستونزه لري.
√ د هګۍ تحریکول د فولیکولونو د څو چند کېدو او نرمال حالت سبب کیږي.
د کلوموفین سیټراټ عام خطر دا دی چې ډېر فولیکلونه وده کوي او د څوګونو ماشومانو سبب کیږي.
شنډوالی یعنې چې وروسته له واده تر یوکال پورې په طبیعي لحاظ او د منظم کورواله په لرلو سره حمل و نه اخیستل شي، په دواړو ( ښځه /نر ) کې یو شنډ بلل کیږي.