لیکنه: جمشید عمر
په نورو غربي ژبو کې ورته utopia وایي. اصلاً یوه یوناني کلمه ده چې Uotopia هغه ځای چې شتون ونه لري. دا ترکیبي کلمه ده چې ou د نه یا هیڅ په معنا او topos ځای چي ټوله معنا یې نه ځای، هیڅ ځای یا هغه ځای چې هیڅ اباد شوی نه وي چې دري کې معادل لا مکان.
داسې ادبیاتو ته ویل کیږي چې یوه ارماني ټولنه ترسیموي او یا هغه ټولنې ته ویل کیږي چې هلته عدالت وي او خلک په ارامۍ کې ژوند کوي. د لومړي ځل لپاره د تومس مور ( په ۱۴۷۸ په لندن کې پيدا او په ۱۵۳۵ کال په انګلستان کې مړ، لیکوال، حقوقپوه، فیلسوف او سیاست مدار و) لخوا په همدغه اتوپيا کتاب کې وکارول شوه.
افلاتون او ارستو هم پخوا همداسې مشابه کلمې په فلسفه کې کارولي وي. په اسلامي فلسفه کې ورته مدینه فاضله وايي. په انګلسي کې Utopiasim بولې چې معنا یې د یوي داسي ټولنې سره زړه تړل چې خیالي او یوه عادله ټولنه وي.
افلاتون په خپل جمهوریت کې داسې ټولنه ترسیموي چې هلته عدالت وي، نو ځکه ځینې اروپایي فیلسوفان وایي چې عدالت د یوي ټولنې د روح حیثیت لري.
افلاتون وایي چې عادله ښار، د عادل سړي په شان دی او چیرته چې عدل وي هلته سوله وي او سوله د ښه ژوند نښه ده.
مور د هیلو ښار په نامه یو داستاني کتاب ولیکه او همداسي دا کلمه ادبیاتو ته راغله. داستان داسي شروع کیږي چې هیثلودي یو پوه او فلاتون پیژندونکی سړی وي او غواړي چې له نړۍ څخه لیدنه وکړ. ده د امریکو وسپوس، چې د امریکا وچه دده په نوم ده، سفرونه کړي او د هغه سره یې نوي نړۍ ( په غالب ګومان امریکا) ته هم سفر کړی.
مور په یو سیاسي ماموریت هلند ته ځي او هلته د هیثلود په واسطه د داستان له راوي سره اشنا کیږي. دغه سفرونه یې په افسانوی ډول بیان کړي دي. هیثلود دعوه کوي چې وسپوس څلورویشتم ګرځیدونکی دی چې په (۱۵۰۴) کال کې په دي وچه کې قدم کیښود او دغه داستان یې په خپل کتاب (څلورسفره) کې بیان کړی.
مور ډير کوښښ وکړ چې هغه خیالي ټولنې ته ریښتني جامه واغوندي. په دي داستان کې یې ډیر جزئیات هم ورکړي او حتی یې ځینې نموني د الفبا او شعرونو هم ورکړي. په دي داستان کې وایې چې ترټولو ښه خلک ساده دي. دروغ رواج نه لري. سره زر او زیور الات سپک او زلیله دي چې د غلامانو غاړي ته د غاړه کۍ په ډول تري کار اخیستل کیږي. یعنې څوک بد کار نه کوي. د سرو او سپینو په قصه کې نه دي، نو ځکه یې د غلامانو غاړکۍ جوړي کړي.
خو زموږ په ټولنه کې بیا خبره سرچپه ده. دلته ترټولو ښه خلک، بد شي. دروغ وایو. په سرو سپینو پسې مو ځوانان د اروپا د بحرونو خوراک شي.
هغه څوک چې داستانې ادبیات لیکلي، د هغوی هدف همدا وي چې ویده خلک را ویښ کړي چې په دي نړۍ کې څه تیریږي. ولی مو خپل مسیر پریښی او په بله روان یو؟ خلکو ته مثبت فکر وکړي او همداسي یوه ټولنې ته خلک و هڅوي چې هلته هر څه ښه روان وي، لکه مور چې دا داستان لیکلی، چې همدا د ادبیاتو هدف هم دی.
زموږ په داستانې ادبیاتو کې به یې داسي نمونه نه وي او تر کومه چې ماته معلومه ده؛ فکر کوم هغه به د جوجو ناول وي چې معکوس ددي کلمې ده.
خلاصه دا چې د توماس هدف دا و چې خلک دي په یوه ټولنه کې ارامه ژوند ولري، خو ابو نصر فارابی وایي چې باید داسې یوه ټولنه وې چې خلک یې په دواړو جهانونو کې کامیابه او سوکاله وي.