لیکوال: محمد عارف رسولي
د هیواد په زیربنایي، ترانزیتي او ښاري پراختیا سکتورونو کې ستونزې او اړونده وړاندیزونه
په تیر پسې دوهمه برخه …
د ترانسپورت په سیستم کې لکه: د سړکونو، بندري تاسیساتو او ښارګوټو، تم ځایونو ظرفیت او کیفیت خورا ټیټ دئ. د هغوي په اوږدو کې د اړینو آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي حالت ډېر خراب دئ. په دې ساحه کې یا قوانین او مقررات نلرو او که لرو یې نه پلي کیږي.
د – په ښاري پراختیا کې ستونزې
ښارونه په نړۍ کې د اقتصاد، پرمختګ، کلتور، علم او سیاست مرکزونه دي. همدارنګه ښارونه که په غیر منظمه توګه ستر شي نو د جرمونو، نشه اي توکو د کارولو، مافیایی کړیو د کړو وړو، فساد او بیوزلۍ مرکزونه کیږي. نو اړینه ده چې د ښارونو سمې پرمختیا ته کار وشي او دیوه سم لرلید له مخې باید پرمختیا وکړي.
زموږ ښارونه په غیر معیاري توګه پراختیا مومي، د اوبو، ترانسپورت، مسکن، محیط زیست، د ترافیکو د مدیریت او د لارو د بندښت او نورې ستونزې لري. په کابل کې د ځمکو او کور جوړولو قیمت ډېر ګران دئ او ډېر خلک د کور جوړولو او رانیولو وس نلري
د ملي شخصیتونو په نامه د ښاري وړو سړکونو د نوم ایښودلو اوسنۍ طریقه د ډېرو ستونزو درلودونکې ده. که دا نوم ایښودل د خلکو په نامه یو وارې رواج شي بیا به ډېرې ټولنیزې ستونزې او شخړې راپیدا کړي او هرڅوک به د خپلې خوښې نوم په خپله کوڅه ږدي. په دې کې سمه لاره غوره کول په کار دي. شهري ساحې د اشخاصو په نامه کیدای شي او په نړۍ کې هم رواج دي خو د کومۍ ساحې لکه کارته ۳، خوشال مینې او نورو په منځ کې سړکونو ) (streets نومول د اشخاصو په نامه ډېرې ټولنیزې ستونزې لري او په علمي توګه د ښاري پلان جوړولو، په ښار کې د ادرسونو په ټاکلو او پیدا کولو کې د تل لپاره ستونزمن وي. دا نوم ایښودل باید په علمي او د شهري پلان جوړولو د اصولو سره سم اړین کار دئ.
زموږ د ښارونو په تیره بیا د کابل ښار اوسنۍ ډېرې ګڼ میشته څو پوړیزې ودانۍ لکه د ودونو صالونونه، د سوداګرۍ مرکزونه او نور د زلزلې او حریق په وړاندې ندي دیزاین شوي او د عاجلو وتو، د اوروژنې او نورې آسانتیاوې نلري نو که زلزله کیږی اویا کوم داسې ځای اور اخلي خدای مکړه د درانده سر او مال زیانونه به رسوي.
د کابل ښار د څښلو اوبه کمې دي او د ځمکې لاندې اوبه چې د څښلو لپاره ښه زیرمه ده خو په ښار کې د کانالیزیشن د نه لرلو، د بدرفت د څا ګانو د شتون، په کابل سند کې د رسوباتو او فاضله موادو اچول او نور روځ تربلې کابل ښار، د کابل سیند او د ښار ترځمکې لاندې اوبه ککړوي او د مدیریت لپاره یې هیڅ ډول قوانین، مقررات او لایحې نشته. همدارنګه، دکابل واټرشد او دره ترډېره د زیا ت نفوس، بیغورۍ اوکمزوري مدیریت له کبله زیاته تخریب شوې، د نفوسو او ښاري ژوند وړتیا او ظرفیت یې ورځ تربلې کمیږي. دا د کابل ښار د چاپیریال لپاره او په تیره د کابل د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لوی لاملونه دي.
له بلې خوا کوم داسې مسلکي دولتي اویا خصوصي ارګان، د مطالعاتو یا د فکر مرکز (Think Tank) په هیواد کې نشته چې د ساختمانونو او زیربناوو پورته ستونزې له اړونده چارواکو سره وڅیړي اود ستراتیژیکي پلانونو په جوړولو کې له دولت او نوروعلاقه لرونکو خواوو سره مرسته وکړي ترڅو له مشاورینو او قراردادیانو څخه سيي ګټه واخلي.
ذ – په ترانزیت کې ستونزې
زموږ د هیواد ستراتیژیکي موقعیت موږ ته ښه موکه برابره کړې ده چې د آسیا په ترانزیتي، تجارتي او د اقتصادي راکړې ورکړې په مرکز بدل شي. خو زمو د سړکونو د ظرفیت او کیفیت، د بندري تاسیساتو او ښارګوټو، د هغوي په اوږدو کې آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي مقررات او آسانتیاوو د ډېرو کمیو له کبله له دې ښه موقعیت څخه ګټه اخیستنه راته ګرانیږي.
موږ د سړکون دترمیم لپاره کومه ځانګړې ستراتیژي او وړتیا نلرو. که کومه تګلاره وي سيي نده پلي شوې. د جادې د ترافیکو قوانین نشته، د موټرو بار نه کنترولیږي او درانه بار موټر زموږ سړکونه خرابوي. همدارنګه په ښه کیفیت د سړکونو د جوړولو لپاره کوم قبول شوي قوانین، مقررات، کودونه او ستندردونه نه شته او که څه وي سیي نه پلي کیږي. ماهر اومسلکي انجنیران، تخنیکران، او کارګران کم لرو او په پایله کې د رغول شوو او یا نوو سړکونو کیفیت مو ډېر ټیټ دئ.
د ترانسپورت به سکتور کې د دولت څو ادارې کار کوي او په ځینو کې خو PIUs هم شته. په دې ادارو کې وظیفوی تداخل، د پرسونل تورم، د معاشونو کموالئ، ټیټ مورال او نور سترې ستونزې دي چې د سیي لاسته راوړنو په مخ کې خنډونه پیدا کوي.
بله ستونزه داده چې په اړوندو وزارتونو کې د پالیسیو او ورباندې د نظارت او پلي کولو دنده ټول په وزارت پورې تړاو لري چې په کم ظرفیت سره نشي ترسره کیدئ او ځینې له یوبل سره په ټکر کې وي.
ر – د انجنیرۍ او مهندسۍ په لوړو زده کړو کې ستونزې
د هیواد د انجنیرۍ او مهندسۍ په پوهنځیو کې کریکولم ډېر زوړ دئ او یوازې زاړه درسونه ورکول کیږي او عملي اړخ یې خورا کمزورئ دئ.
د معاصرو اړینو مسلکونو لکه د اوبو د منابعو د هراړخیزمدیریت ، اوبه لګولو (Irrigation)، ښاری پراختیا او نوروځینو اړینو مسلکونو پوهنځۍ بیخي نشته او یا کمښت لري. د ساختماني کارونو د کیفیت د ښه والي لپاره عملي او تخنیکي روزنې کمې او یا کافي ندي. موږ ماهراو فني کارګر او کسبه کار کم لرو او دا هم د ساختمانونو په ټیت کیفیت کې ونډه لري. ز موږ ډېر دا هیوادوال په نورو ملکونو کې په کم مزده او شاقه کارونو لګیا دي او لږ عاید لري.
په هیواد کې د مسلکي مدیریت لویه تشه شته ده ځکه په دې هکله زموږ په هیڅ یوه پوهنتون کې درس نه ورکول کیږي. د مدیریت مسلکي پوهه لرل د پروژو او ملی پروګرامونو په سیي پلي کولو کې خورا لوی اثر لري او اوس موږ ورته محروم یو.
دې پورته کمیو زموږ د خصوصي سکتور په شرکتونو بده اغیزه کړې، زموږ داخلي شرکتونه کمه وړتیا لري او دوهم او دریم لاس قرار دادونه هغوی ته ورکول کیږي او خارجي شرکتونه زموږ ټوله پانګه وړي او په بدل کې ډېر لږ کار کوي او موږ یې سم کنترول هم نشو کولئ.
د اساسي زیربناوولکه سرکونو د ترمیم لپاره کومه سیي بودجه او ظرفیت نشته، کومه عملي او سیي کړنلاره نده پلي شوې او په پای کې زیربناوې چې ټیټ کیفیت لري زر خرابیږي.
د ترانسپورت په سیستم کې لکه: د سړکونو، بندري تاسیساتو او ښارګوټو، تم ځایونو ظرفیت او کیفیت خورا ټیټ دئ. د هغوي په اوږدو کې د اړینو آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي حالت ډېر خراب دئ. په دې ساحه کې یا قوانین او مقررات نلرو او که لرو یې نه پلي کیږي.
جلالتماب محترم جمهور رئیس!
اوس د پورته ستونزو د حل لارو موندلو لپاره په لاندې ډول ځینې وړاندیزونه کوو:
الف – د ستراتیژۍ په برخه کې وړاندیزونه
1. د یوه فکري مرکز یا (Think Tank) یا د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز په رامنځته کیدو کې مرسته وشی ترڅو د زیربناوو دکیفیت ښه کولو، د ښارونو د پراختیا او نورو سکتورونو لپاره دغوره ستراتیژیکو پلانونو په وده کې، د ټولنیزو، محیط زیستي، کلتوري او اقتصادي ارزونو پ ساحوکې له دولت سره مرسته وکړي.
2. دا مرکزبه د پورته پالیسۍ، مدیریت، اکادیمیکي، او خصوصي سکتور حلقو سم تماس او دیالوګ تامین کړي،
3. د پوهې د مدیریت (knowledge management)، د داتا بانک په توګه به کارورکړي
4. د زیربناوو په هکله به د دولت لرلید، د ملي ستراتیژۍ، پروګرامونو، پروژو او پلي کولو ته به همغږي ورکړي.
5. د مشاورینو څخه د سمې ګټې اخیستو او د مشورو د هضم لپاره به یوه کاري چاپیریال رامنځ ته کړي.
6. که ممکنه وي چې د هیواد د زیربناوو لپاره یو لرلید (Vision) رامنځ ته شي چې څنګه زموږ هیواد د آسیا په ترانزیت، تجارت او اقتصاد کې په یوه څلور لارې او مرکزبدل شي. باید ومنو که سیۍ زیربناووې، ترانزیتي آسانتیاوې ونلرو نو له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه سیي ګټه نشو اخیستلئ.
ب – د ترانزیت په برخه کې وړاندېزونه
1. که هیواد مو د ترانزیتي آسانتیاوو په مټ جنوبي او مرکزي آسیا سره وتړي او په آسیا کې د ترانزیت او تجارت په مرکز بدل شی او ترانسپورت د هیواد په اقتصاد کې ښه رول و لوبوي او د اړین ظرفیت لرونکي وي نولاندې څیزونو ته پاملرنه په کارده:
2. د سړکونو او د ریل پټلۍ د ظرفیت او کیفیت، د بندري تاسیساتو او ښارګوټو، د هغوي په اوږدو کې آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي مقرراتو ته پوره پاملرنه وشي. ترڅو افغانستان دا خدمتونه سم وړاندې کړئ شی او هم وکولای شي چې لدې ترانزیتي لارو ښې تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې، کلتوري، توریستي او د پانګې را جلبولو ښې ګټې ترلاسه کړي.
3. نو اړینه ده چې زموږ هیواد د خپلو ټول ترانسپورتي سیستم او سهولتونو په هکله یوه ټولنیزه، محیط زیستي، او د بیوزلۍ پيژندلو ستراتیژیکي ارزونه اومطالعه وکړو. د دې ارزونو په اساس باید د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې یو ستراتیژیک پلان جوړ کړو او د ټول سکتور لپاره یوه سمه د لارې نقشه جوړه کړو ترڅو سيي لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پانګونه په سکتور کې ممکنه شي او سیي پرمخ لاړشو. دا مطالعه د افغانستان د دولت د (Afghanistan Regional and National Resources Corridor Project) په مټ هم کیدئ شي.
4. همدارنګه اړینه ده چې دهیواد د سړکونو دترمیم لپاره باید اړین قوانون، مقررات، پالیسي، پوره بودجه، کاري ظرفیت لوړ، اوعملي کارپیل شی.
د – د ښاري پراختیا په برخه کې وړاندیزونه
1. په افغانستان کې هم زموږ ښارونه په تیره بیا د کابل ښار د اوبو، مسکن، کانالیزاسیون، اړین ترانسپورت او نورو د نه شتون له ستونزو سره او همدارنګه د ځمکو دغصب، د چاپیریال د ککړتیا، د ښار له اویا سلنه(70%) زیاتو ښاري خلکو په غیر پلانی ساحو کې استوګنه او همدارنګه د ښاریانو بیوزلي او نورو سره مخ دئ نو پرمختیا او وده یې باید د یوه سیي لرلید (Vision) او یوه غوره ستراتیژیک پلان له مخې ترسره شي.
2. د افغانستان د ښارونو په تیره بیا د کابل ښار لپاره د زاړه ماستر پلان په ځای باید داسې یو نوئ ستراتیژیک پلان جوړ او پلي شي چې د ښار د اوسنیوستونزو ځواب ووایي.
3. د تعمیرونو د دیزاین په هکله باید روښانه ستندردونه او مقررات رامنځ ته شي او د زلزلې او اور په وړاندې باید اړین مقاومت ولري. په ټولو تعمیرونو کې په خاصه توګه په لوړپوړو ګڼ میشتو کې د عاجل وتو او اوروژنې سهولتونه رامنځته شي او د ګټې اخیستو اړین تمرینونه ورکړل شي.
4.
5. د ښارونو ځینې ستونزې د (Land Pooling/Land Readjusting) د میتود په مرسته حل کیدئ شي. همدارنګه، د خصوصي سکتور پانګونه جذبول، دعوایدو سیي راټولول، مصرف او نور دې پورته ستونزو ته لاره موندلئ شي. خو دا یو سیي لرلید، ښه ستراتیژیک پلان جوړولو، بودجې، او کارپوهانو ته اړتیا. همدارنګه اړینه ده چې د ښاري پراختیا، د صلاحیتونو او دندو، د عوایدو د راټولولو او لګولو، د ځمکو د استملاک، د ځمکو او کورونو د مالکیت او داسې نورو ورته کارونو لپاره باید اړین قوانین او مقررات جوړ او پلي شي.
6. په ښارونو کې په تیره د کابل په ښار د ځمکې لاندې د اوبو د مدیریت لپاره اړین قوانین او مقررات باید زرترزره جوړ او پلي شي. ترسيي تخنیکي ارزونې وروسته د دې مهمې او حیاتي زیرمې د سم مدیریت لپاره یو سیي پلان جوړ اوپلئ شي. همدارنګه د کابل سیند د بیا رغونې لپاره اړین پروګرام په پام کې ونیول شي. د ناروې هیواد یوه موسسه چې په فاریاب کې د ځمکې لاندې اوبو د تثبیت او نقشې کولو لپاره کار کوي او کار یې خورا موثر هم دئ د کابل لپاره مرسته وکړي.
7. په ښارونو کې د لویو جادو (Avenues) نمونه د الفبا په تورو او د سړکونو(Streets) نمونه په هندسي اعدادولکه (ا،۲ ، ۳ …) سره باید وشي. لامل دادئ چې لمړئ خو به د بیلو بیلو پرګنو په منځ کې دنومونو په هکله کومه شخړه نه رامنځته کیږي او بل به د شهري پلان له نظره سم کاروي. د مثال په توګه، موږ د یوې ساحې سړکونه د خلکو لکه احمد، محمود، مقصود، شاکر، توریالئ، ملالئ، رابعه او نورو په نومونو و نوموو نو په دې توګه ادرس ورښودل او پیدا کول ګران کاروي. خو که سړکونه د عدد په حساب وي کله چې یوڅوک یوه کوڅه پیدا کړي نو بیا ورته د هر اړین ادرس پیدا کول آسانه وي.
ج- د انجنیرئ او مهندسۍ د انجمنونو درول په هلکه وړاندیزونه
جناب جمهور رئیس، زموږ انجمنونه او اتحادیه له دولت سره په لاندې مسئلو کې همکاري کولای شي:
1. د انجنیرانو او مهندسانو تخنیکي ظرفیت لوړول،
2. د پوهې او معلوماتو شریکول او تشریح،
3. د فنی او ماهرو کارګرو او تخنیکرانو روزل
4. په راتلونکي کې د مسلکی مهندسانو، انجنیرانواو اړوندو شرکتونود تصدیق او (certification) په اړه مرسته،
5. د پوهنتونونو د انجنیرۍ، مهندسۍ، ښاري پرمختیا، چاپیریال، مدیریت او نورو ساحو کې د کوریکولم په اړه په دیالوګ کې برخه اخیستل
7. د اړینو پالیسیو، تګلارو، قوانینو او لوایحو په وده کې مرسته.
8. د شفافیت او روڼوالي او نورو لپاره د مسلکي اخلاقو (Code of Conduct) چې زموږ انجمن جوړ کړئ رواجول د دولت په مرسته
9. د لوړو زده کړو خصوصا د انجنیرۍ او مهندسۍ فاکولتو په درسي کیفیت کې زیاتې ستونزې شته. د پوهنتونونو او دیپارتمنتونو په کوریکولم کې اصلاح راشي او د (Accreditation) پروګرام په کلکه پلئ شي