لیکوال: محمد عارف رسولي
د هیواد په زیربنایي، ترانزیتي او ښاري پراختیا سکتورونو کې ستونزې او اړونده وړاندیزونه
1. سریزه
جلالتماب محترم ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان جمهور رئیس!
موږ د افغانستان د انجنیرانو او مهندسانو ټولنې او دهغوي د اتحادیې د رهبري هیئت د هیواد د مسلکي کهول په استازیتوب غواړو په هیواد کې د زیربنايي ساختمانونو، ترانزیت، ښاري پراختیا او په اړونده مسئلو باندې ستاسو درانه حضور ته په لنډ ډول دا لیکلئ سند وړاندې کوي.
په دې سند کې په پورته ساحو کې د یو څو اړوندو ستونزو ارزونه شوې او هم اړین وړاندیزونه ستاسو حضور ته وړاندې شوي دي. هیله لرو چې ستاسو جلالتماب او دملي یووالي د حکومت د پاملرنې وړ به وګرځي.
2. د هیواد زیربناوو ته یوه لنډه کتنه
د یوه ملک د پرمختګ او اقتصاد د ښه کولو لپاره د تولید د نورو وسایلو ترڅنګ انساني، ټولنیزې، زیربنایي، د وسایطو، مالي او د انسانانو د نوښتګرۍ ((Entrepreneurship پانګو ته اړتیا شته. د هیودا زیربناوو (Infrastructure) پانګې ته لکه، لوېې لارې، سړکونه، د ریل پټلۍ، سترې دولتي او تجارتي ودانۍ، د اوبو ذخیرو، کانالونو، د انرژۍ زیربناوو او نوروته چې دنورو سکتورونو ترڅنګ د انجنیرۍ او مهندسۍ له مسلکونو سره تړاو لري دملک په اقتصادي وده کې زیات رول لري او له سره جوړول او هم بیا رغول یې خورا زیاتې پیسې، ډېر زیات وخت، ښه مدیریت او تخنیکي پوهه غواړي.
د اوږدو شخړو، نه پاملرنې، او کمزوري مدیریت او اړینو تخنیکي وړتیاوو د کمښت له کبله زمو دهیواد فزیکی زیربنايي جوړښتونه وران شول او په نوي دور کې د ملک ډېره زیاته مالي پانګه دهغو په بیا رغونه ولګول شوه. خو په خواشینۍ سره د ټیټ کیفیت، د نه ترمیم کیدو اونورو لاملونو له کبله اوس بیا رغونې او ډېرو پیسو ته اړتیا لري. نو د ملک اړتیا ده چې د هیواد دا سکتور ښه وارزوی، د ببیا رغونې او انکشاف کمۍ په ګوته کړي، نوې پالیسۍ او تګلارې جوړې او سمې یې پلي کړي.
دا سيي ده چې زموږ د هیواد ستراتیژيک موقعیت کولای شي هغه د آسیا په ترانزیتي، تجارتي، پانګونې، توریزم او د اقتصادي راکړې ورکړې په مرکز بدل کړي. خو د دې لپاره افغانستان د زیربناوو او ترانزیت د آسانتیاوو ظرفیت او پرمختګ اړین دئ او بیله دې موږ له خپل ستراتیژیکي موقعیت څخه ګټه نشو اخیستلای. نو موږ اړیو چې د خپلو ترانزیتي زیربناوو د سیي ودې لپاره یو سیي لرلید (Vision) رامنځته کړو او هغه لرلید ته د رسیدو لپاره یوې ټاکلې ستراتیژۍ ا وتګلارې ته وده ورکړو.
د یوڅه لاسته راوړنو ترڅنګ لاتر اوسه هم موږ د زیربناوو په پرمختګ، ګټه اخیستنه، ترمیم او مدیریت کې ډېرې ستونزې لرو. همدارنګه د هیوادوالو د شخصي او دولتي پانګې اچولو سره سره د ښارونو په پراختیا، اداره او مدیریت کې هم د راز راز لاملونو له کبله ډېر کمښتونه شته او که دا لیرې نشي نو ښارونه به مو د پرمختګ، کلتور، هنر، اقتصادي ودې او ادب د مرکزونو او بشري پراختیا پرځای د جرایمو، فقر او نفاق مرکزونه او ځالې وي.
3. د زیربناوو په سکتور کې ستونزې
الف – د انجنیرۍ، مهندسۍ او ساختمانونو د قوانینو او لوایحو ستونزې
په هیواد کې د انجنیرۍ، مهندسۍ، د زیربناوو او ښاري پراختیا په برخه کې کوم سم قانوني چوکاټ اواړین لوایح نشته او که څه شته هغه نیمګړي دي او سم نه پلي کیږي. همدارنګه، د انجنیرانو، مهندسانو او اړونده شرکتونو د وړتیا د تصدیق یا رد قوانین، مقررات، سیي معیارونه او کومه پروسه نشته. هرڅوک په خپل سر ساختمانونه دیزاینوي او پلي کوي یي. د اساسي زیربنایي ساختمانونو د دیزاین د بیا کتنې، نظارت، تایید او یا رد صلاحیت مالوم ندئ. ډېره روښانه نه ده چې له درغلي کوونکو سره څنګه او د کوم قانون په اساس چلن وشي.
د قانون او اړوندو لوایحو او مقرراتو، نورمونو او ستندردونو په اساس مو د مهمو ملي تاسیساتو سروې، پلان، پلي کول، نظارت، ارزونه او ترمیم نه کیږي. په پای کې دا ستونزي زموږ د زیربناوو عمر کموي او د ملت ډېره پانګه سیي نه لګیږي او له لاسه وزي.
زموږ ډېر لوړ پوري او ګڼ میشته تعمیرونه لکه د ودونو سالونونه او نور داسې ندي دیزاین شوي چې د زلزلې او اور په وړاندې اړین مقاومت ولري. په لوړپوړو ګڼ میشتو تعمیرونو کې د بیړنیو وتلو او اوروژنې سهولتونه په پام کې نه نیول کیږي. که خدای مکړه کومه شدیده زلزله وشي، یا کوم ناوړه اور ولګي نو په ځینو ګڼ میشته ودانیو کې به فاجعې رامنځته شي.
ځمکه چې د زیربناوو او تولید لپاره یوه اړینه وسیله ده زموږ په ملک کې یې اړین قوانین نشته او که وي هم ستونزې لري او نه پلي کیږي. په پایله کې ځمکه د پانګونې، کور جوړولو، کرنې او نورو لپاره یو محدودیت دئ او په سیي توګه یې ویشل، استملاک او د مالکیت ټاکل نه کیږي.
ب- د زیربناوو اړوند په حکومتولۍ کې ستونزې
په وروستۍ لسیزه کې د دولت د ملي پالیسیو، ستراتیژیو، پلانونو، پروګرامونواو پروژو سيي پلې کول ستونزمن کاروو. دا ځکه چې د پالیسیو په پایلو لرونکو کړنلارو او فعالیتونو باندې بدلول ښو دولتي نهادونو، بیا بیا ارزونې، اصلاح او سیي پلي کولو ظرفیت ته اړتیا لري چې موږ نلرل. دا ستونزه په نورو په بحران کې هیوادونو (Fragile States) کې همداسې وي.
داستونزه کیدئ شی ډېرلاملونه ولري. خوزموږ په هیواد کې په تیره لسیزه کې د نورو ترڅنګ یو ستر لامل داوه چې د: (۱) پالیسۍ، (۲) مدیریت (آپریشن)، (۳) اکادیمیکي بنسټونو، او (۴) د خصوصي سکتور د حلقو ترمنځ کوم اړین او د غوره نیتجو لرونکئ دیالوګ، د ارزونې، زده کړې او اصلاح سیستم نه وو موجود. البته دا ستونزه په ټولو سکتورونو کې شتون لري خو زه دلته د زیربناوو، انجنیرۍ او مهندسۍ د ستونزو په هکله خپل عرایض وړاندې کوم:
زعامت او د پالیسۍ حلقه د فقر ورکولو لپاره په اړینو سکتورونو کې ښې پایلې لرونکې پانګونه غواړي. ددې لپاره اړونده وزارتونه باید ښه ستراتیژیک پلانونه جوړ او سیي يې پلي کړئ شي. خو ډېر ستراتیژیک پلانونه تش په نامه وي، څوک يې مالکیت نلري او په عمل کې نه پلي کیږي. زموږ په ملک او ورته شرایطو کې د ستراتیژیکو پلانونو نیمګرتیاوې:
(۱) لکه چې یو عالم وایي پلانونه هڅ شئ دي او پلان کول هرڅه دي. مانا داچې که کومه اداره د خپلو کدرونو په سیي مشارکت سره پلان جوړ نکړي او ورباندې پوه نشي او مالکیت یې وانخلي نو ډېر موثر به نه وي. ترډېره زموږ د ادارو د پلانونو هم دا حال دئ. د اړینې ادارې رهبري او کارپوهان په کې ونډه نه اخلي او علاقه لرونکو خلکو ته سم نه تشریح کیږي، (۲) ډېر ځله له کوم سیي لرلید (Vision) سړه تړاو نلري، (۳) سيې او روښانه موخې نلري، (۴) د دې پلان د جوړولو پروسه، میتود او د پلي کولوسمه تګلاره کمه ترسترګو کیږي، (۵) او ترټولو مهم له جوړولو وروسته په الماریو کې پراته وي اونه پلي کیږي. په پایله کې دا پلانونه اړینه ګټه نلري.
له تمویل کوونکو غوښتل کیږي چې لوي بندونه تمویل کړي خو د خپلو نهادونو، پالیسیو، ظرفیت، تګلارو، د مرزي اوبو مدیریت اونورو اړینو ظرفیت جوړونو ته پوره پاملرنه نه کیږي. په خواشینۍ سره دا ستونزه د پالیسۍ د لوړې کچې او د مدیریت د حلقو ترمنځ دا څو کلونه حل نشوه او په پای کې په دې ساحه کې موږ کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
په پوهنتونونو کې زاړه درسونه ورکول کیږي خو په وزارتونو کې مو اړتیا معاصر او مسلکی منجمنت، د اوبو د زیرمو هر اړخیز مدیریت، د ځمکو د مسلکي آبیارۍ (Irrigation)، د ښاري پراختیا، د ټولنیزو، اقتصادي او محیط زیستي ارزونو او نورو ورته څیزونو ته ده. د پروژو تمویلوونکي دا غواړي او د سیمې د هیوادونو دوهمه او دریمه درجه کارپوهان په پورته کارونو له موږ نه د ټیټ کیفیت په مشورو ډېرې پیسې وړي او زموږ د کارپوهانو ظرفیت هم نه لوړیږي. خو زموږ له اکادیمیکي حلقي سره په دې څوک بحث نکوي چې څه باید درس ورکړل شي او څنګه.
زموږ د زیربناوو د بیا رغونې او انکشاف کیفیت د اړینو قوانینو، مقرراتو، نورمونو او ستندردونو د کمزورتیا، نشتون، یا نه پلي کیدو او د تخنیکي کمښتونو له کبله خورا ټیټ دئ. په دې اړه د پورته حلقو ترمنځ کوم سم دیالوګ ونشو، لاملونه په ګوته نشول او دحل لارې و نه موندل شوې.
په ځینو وزارتونو کې دولتي کارمندان یوازې په شعبو کې ناست وي او شین چای څکي خو کارونه ورته PIUs کوي. د دوي تشکیلات متورم، معاشونه یې کم، مورال یې ټیټ، تخنیکي او مسلکي پوهه یې کمیږي خو زیاتیږي نه نو په پای کې لایق خلق دولتي ادارې خوشې کوي. دلته چالشونه شته خود پالیسۍ او مدیریت حلقې دیوه مرحله ایز پلان په مټ دا ستونزه باید حل کړي.
وایو چې زموږ اقتصادي وده د سکتور خصوصي په لارښونه (Private Sector Lead) ده خو د خصوصي سکتور له کمپنیو سره د کاري پلان (Business Plan) ، یا ستراتیژیک پلان د جوړولو او دیوه سم کاري چاپیریال رامنځ ته کول اړین دي. په خواشینۍ سره زموږ ساختماني شرکتونه یوازې دریم او څلورم لاس قرار دادونه په بدو شرایطو ترلاسه کوي.
په مالیزیا کې د ډېرو نوښتونو پیل د صنعتکارانو او د پوهنتون د استادانو له ګډو ناستو او بحثونو څخه وشو او اوس په امریکا کې له سلیکان valley سره مسابقه کوي. خو زموږ د اکادیمیکي او کاروباري خلکو ترمنځ د داسې تړاو لا تراوسه فکر هم ندئ شوئ.
کمزوره حکومتولي لکه د ساختماني پروژو په قرار دادونو کې کم روڼوالئ، سم حساب نه ورکول او د قانون نه پلی کیدل زموږ د ملک د زیربناوو د کیفیت د خرابوالي او زر خرابیدو لمړۍ لامل دئ. که دا سیي نشي نو هره بله هڅه به له ماتې سره مخ وی.
زموږ د ملک په یوه سکتور کې دوه یا درئ دولتي ارګانونه کارکوي او طبیعي خبره ده چې دهغوی په منځ کې کاري تداخل شته او اړینه همکاري او همغږي ستونزمنه او بیخي کمه ده. اړینه ده ترڅو ورته ادارې له بل سره یوځای شي او وزارتونه پالیسي جوړه او په پلي کولو یې نظارت وکړي. د پروګرامونو د پلي کولو لپاره باید د اړینو وزارتونو لکه د ترانسپورت د وزارت په چوکاټ کې د سړکونو او دریل پټلۍ د مدیریت او پلي کولو ادارې جوړې شي.
ج – ستونزې په لوړو زده کړو کې
د هیواد د انجنیرۍ او مهندسۍ په پوهنځیو کې کریکولم ډېر زوړ دئ او ترډېره ډېر پخواني نوټونه تدریس کیږي او د اوس وخت غوښتنې او عملي اړخ یې خورا کمزورئ دئ. زموږ استادان له عملي کارونو، د دولت له کاري پروګرامونو او پروژو بیخي بیخبره دي. یو کم شمیر دهغوي د ځینو موسسو سر کله کله په څه راپورونو کار کوي خو اثر یې په کوریکولم په نشت حساب دئ.
بله ستره ستونزه داده چې د معاصرو اړینو مسلکونو لکه د اوبو د منابعو د هراړخیزمدیریت ، اوبه لګولو (Irrigation)، ښاری پراختیا، د ټولنیزو، محیط زیستي او د فقر د ارزولو او په نورو ورته ساحو کې کورسونه او پوهنځۍ بیخي نشته او یا کمښت لري. ددې لپاره چې د مرسته کوونکو موسسو غوښتنه وي د سیمې د هیوادونو دریمه درجه کارپوهان له موږ نه ډېرې پیسې د لږ او بې کیفیته مشورو په مقابل کې وړي او زموږ د کارپوهانو او استادانو ظرفیت او ورتیا هم وده نکوي.
د ساختماني کارونو د کیفیت د ښه والي لپاره عملي او تخنیکي روزنې کمې او یا کافي ندي. موږ کوم د عملي تریننګ انستیتیوت نلرو چې تخنیکران او کارګران مو په عمل او د وظیفې په جریان کې وروزي. موږ ماهراو فني کارګر او کسبه کار کم لرو او دا هم د ساختمانونو په ټیت کیفیت کې ونډه لري. زموږ ډېر دا هیوادوال په نورو ملکونو کې په کم مزده او شاقه کارونو لګیا دي او لږ عاید لري ځکه د هغوي مهارت کم دئ.
په هیواد کې د مسلکي مدیریت لویه تشه شته ده ځکه په دې هکله زموږ په هیڅ یوه پوهنتون کې درس نه ورکول کیږي. په پای کې که څه هم افغانان د مدیریت ښه استعداد لری خو د مدیریت مسلکي پوهه د پروژو او ملی پروګرامونو په سیي پلي کولو کې خورا لوی اثر لري.
دې پورته کمیو زموږ د خصوصي سکتور په ساختماني شرکتونو بده اغیزه کړې، زموږ داخلي شرکتونه کمه وړتیا لري، د پروپوزل په لیکلو، د سیي مدیریت او رهبرۍ د نشتون په اثر هغوی دوهم او دریم لاس قرار دادونه له خارجي شرکتونو څخه په بدو شرایطو ترلاسه کوي او زموږ ډېره پانګه داخارجي شرکتونه د ډېر لږ او ټیټ کار په بدل کې له موږ څخه وړي او موږ یې سیي کنترول نشو کولئ.
د اساسي زیربناوولکه سرکونو د ترمیم لپاره کومه سیي بودجه او ظرفیت نشته، کومه عملي او سیي کړنلاره نده پلي شوې او په پای کې زیربناوې چې ټیټ کیفیت لري لا زر خرابیږي او له منځه ځي.
د ترانسپورت په سیستم کې لکه: د سړکونو، بندري تاسیساتو او ښارګوټو، تم ځایونو ظرفیت او کیفیت خورا ټیټ دئ. د هغوي په اوږدو کې د اړینو آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي حالت ډېر خراب دئ. په دې ساحه کې یا قوانین او مقررات نلرو او که لرو یې نه پلي کیږي.
د – په ښاري پراختیا کې ستونزې
ښارونه په نړۍ کې د اقتصاد، پرمختګ، کلتور، علم او سیاست مرکزونه دي. همدارنګه ښارونه که په غیر منظمه توګه ستر شي نو د جرمونو، نشه اي توکو د کارولو، مافیایی کړیو د کړو وړو، فساد او بیوزلۍ مرکزونه کیږي. نو اړینه ده چې د ښارونو سمې پرمختیا ته کار وشي او دیوه سم لرلید له مخې باید پرمختیا وکړي.
زموږ ښارونه په غیر معیاري توګه پراختیا مومي، د اوبو، ترانسپورت، مسکن، محیط زیست، د ترافیکو د مدیریت او د لارو د بندښت او نورې ستونزې لري. په کابل کې د ځمکو او کور جوړولو قیمت ډېر ګران دئ او ډېر خلک د کور جوړولو او رانیولو وس نلري
د ملي شخصیتونو په نامه د ښاري وړو سړکونو د نوم ایښودلو اوسنۍ طریقه د ډېرو ستونزو درلودونکې ده. که دا نوم ایښودل د خلکو په نامه یو وارې رواج شي بیا به ډېرې ټولنیزې ستونزې او شخړې راپیدا کړي او هرڅوک به د خپلې خوښې نوم په خپله کوڅه ږدي. په دې کې سمه لاره غوره کول په کار دي. شهري ساحې د اشخاصو په نامه کیدای شي او په نړۍ کې هم رواج دي خو د کومۍ ساحې لکه کارته ۳، خوشال مینې او نورو په منځ کې سړکونو ) (streets نومول د اشخاصو په نامه ډېرې ټولنیزې ستونزې لري او په علمي توګه د ښاري پلان جوړولو، په ښار کې د ادرسونو په ټاکلو او پیدا کولو کې د تل لپاره ستونزمن وي. دا نوم ایښودل باید په علمي او د شهري پلان جوړولو د اصولو سره سم اړین کار دئ.
زموږ د ښارونو په تیره بیا د کابل ښار اوسنۍ ډېرې ګڼ میشته څو پوړیزې ودانۍ لکه د ودونو صالونونه، د سوداګرۍ مرکزونه او نور د زلزلې او حریق په وړاندې ندي دیزاین شوي او د عاجلو وتو، د اوروژنې او نورې آسانتیاوې نلري نو که زلزله کیږی اویا کوم داسې ځای اور اخلي خدای مکړه د درانده سر او مال زیانونه به رسوي.
د کابل ښار د څښلو اوبه کمې دي او د ځمکې لاندې اوبه چې د څښلو لپاره ښه زیرمه ده خو په ښار کې د کانالیزیشن د نه لرلو، د بدرفت د څا ګانو د شتون، په کابل سند کې د رسوباتو او فاضله موادو اچول او نور روځ تربلې کابل ښار، د کابل سیند او د ښار ترځمکې لاندې اوبه ککړوي او د مدیریت لپاره یې هیڅ ډول قوانین، مقررات او لایحې نشته. همدارنګه، دکابل واټرشد او دره ترډېره د زیا ت نفوس، بیغورۍ اوکمزوري مدیریت له کبله زیاته تخریب شوې، د نفوسو او ښاري ژوند وړتیا او ظرفیت یې ورځ تربلې کمیږي. دا د کابل ښار د چاپیریال لپاره او په تیره د کابل د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لوی لاملونه دي.
له بلې خوا کوم داسې مسلکي دولتي اویا خصوصي ارګان، د مطالعاتو یا د فکر مرکز (Think Tank) په هیواد کې نشته چې د ساختمانونو او زیربناوو پورته ستونزې له اړونده چارواکو سره وڅیړي اود ستراتیژیکي پلانونو په جوړولو کې له دولت او نوروعلاقه لرونکو خواوو سره مرسته وکړي ترڅو له مشاورینو او قراردادیانو څخه سيي ګټه واخلي.
ذ – په ترانزیت کې ستونزې
زموږ د هیواد ستراتیژیکي موقعیت موږ ته ښه موکه برابره کړې ده چې د آسیا په ترانزیتي، تجارتي او د اقتصادي راکړې ورکړې په مرکز بدل شي. خو زمو د سړکونو د ظرفیت او کیفیت، د بندري تاسیساتو او ښارګوټو، د هغوي په اوږدو کې آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي مقررات او آسانتیاوو د ډېرو کمیو له کبله له دې ښه موقعیت څخه ګټه اخیستنه راته ګرانیږي.
موږ د سړکون دترمیم لپاره کومه ځانګړې ستراتیژي او وړتیا نلرو. که کومه تګلاره وي سيي نده پلي شوې. د جادې د ترافیکو قوانین نشته، د موټرو بار نه کنترولیږي او درانه بار موټر زموږ سړکونه خرابوي. همدارنګه په ښه کیفیت د سړکونو د جوړولو لپاره کوم قبول شوي قوانین، مقررات، کودونه او ستندردونه نه شته او که څه وي سیي نه پلي کیږي. ماهر اومسلکي انجنیران، تخنیکران، او کارګران کم لرو او په پایله کې د رغول شوو او یا نوو سړکونو کیفیت مو ډېر ټیټ دئ.
د ترانسپورت به سکتور کې د دولت څو ادارې کار کوي او په ځینو کې خو PIUs هم شته. په دې ادارو کې وظیفوی تداخل، د پرسونل تورم، د معاشونو کموالئ، ټیټ مورال او نور سترې ستونزې دي چې د سیي لاسته راوړنو په مخ کې خنډونه پیدا کوي.
بله ستونزه داده چې په اړوندو وزارتونو کې د پالیسیو او ورباندې د نظارت او پلي کولو دنده ټول په وزارت پورې تړاو لري چې په کم ظرفیت سره نشي ترسره کیدئ او ځینې له یوبل سره په ټکر کې وي.
ر – د انجنیرۍ او مهندسۍ په لوړو زده کړو کې ستونزې
د هیواد د انجنیرۍ او مهندسۍ په پوهنځیو کې کریکولم ډېر زوړ دئ او یوازې زاړه درسونه ورکول کیږي او عملي اړخ یې خورا کمزورئ دئ.
د معاصرو اړینو مسلکونو لکه د اوبو د منابعو د هراړخیزمدیریت ، اوبه لګولو (Irrigation)، ښاری پراختیا او نوروځینو اړینو مسلکونو پوهنځۍ بیخي نشته او یا کمښت لري. د ساختماني کارونو د کیفیت د ښه والي لپاره عملي او تخنیکي روزنې کمې او یا کافي ندي. موږ ماهراو فني کارګر او کسبه کار کم لرو او دا هم د ساختمانونو په ټیت کیفیت کې ونډه لري. ز موږ ډېر دا هیوادوال په نورو ملکونو کې په کم مزده او شاقه کارونو لګیا دي او لږ عاید لري.
په هیواد کې د مسلکي مدیریت لویه تشه شته ده ځکه په دې هکله زموږ په هیڅ یوه پوهنتون کې درس نه ورکول کیږي. د مدیریت مسلکي پوهه لرل د پروژو او ملی پروګرامونو په سیي پلي کولو کې خورا لوی اثر لري او اوس موږ ورته محروم یو.
دې پورته کمیو زموږ د خصوصي سکتور په شرکتونو بده اغیزه کړې، زموږ داخلي شرکتونه کمه وړتیا لري او دوهم او دریم لاس قرار دادونه هغوی ته ورکول کیږي او خارجي شرکتونه زموږ ټوله پانګه وړي او په بدل کې ډېر لږ کار کوي او موږ یې سم کنترول هم نشو کولئ.
د اساسي زیربناوولکه سرکونو د ترمیم لپاره کومه سیي بودجه او ظرفیت نشته، کومه عملي او سیي کړنلاره نده پلي شوې او په پای کې زیربناوې چې ټیټ کیفیت لري زر خرابیږي.
د ترانسپورت په سیستم کې لکه: د سړکونو، بندري تاسیساتو او ښارګوټو، تم ځایونو ظرفیت او کیفیت خورا ټیټ دئ. د هغوي په اوږدو کې د اړینو آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي حالت ډېر خراب دئ. په دې ساحه کې یا قوانین او مقررات نلرو او که لرو یې نه پلي کیږي.
جلالتماب محترم جمهور رئیس!
اوس د پورته ستونزو د حل لارو موندلو لپاره په لاندې ډول ځینې وړاندیزونه کوو:
الف – د ستراتیژۍ په برخه کې وړاندیزونه
1. د یوه فکري مرکز یا (Think Tank) یا د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز په رامنځته کیدو کې مرسته وشی ترڅو د زیربناوو دکیفیت ښه کولو، د ښارونو د پراختیا او نورو سکتورونو لپاره دغوره ستراتیژیکو پلانونو په وده کې، د ټولنیزو، محیط زیستي، کلتوري او اقتصادي ارزونو پ ساحوکې له دولت سره مرسته وکړي.
2. دا مرکزبه د پورته پالیسۍ، مدیریت، اکادیمیکي، او خصوصي سکتور حلقو سم تماس او دیالوګ تامین کړي،
3. د پوهې د مدیریت (knowledge management)، د داتا بانک په توګه به کارورکړي
4. د زیربناوو په هکله به د دولت لرلید، د ملي ستراتیژۍ، پروګرامونو، پروژو او پلي کولو ته به همغږي ورکړي.
5. د مشاورینو څخه د سمې ګټې اخیستو او د مشورو د هضم لپاره به یوه کاري چاپیریال رامنځ ته کړي.
6. که ممکنه وي چې د هیواد د زیربناوو لپاره یو لرلید (Vision) رامنځ ته شي چې څنګه زموږ هیواد د آسیا په ترانزیت، تجارت او اقتصاد کې په یوه څلور لارې او مرکزبدل شي. باید ومنو که سیۍ زیربناووې، ترانزیتي آسانتیاوې ونلرو نو له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه سیي ګټه نشو اخیستلئ.
ب – د ترانزیت په برخه کې وړاندېزونه
1. که هیواد مو د ترانزیتي آسانتیاوو په مټ جنوبي او مرکزي آسیا سره وتړي او په آسیا کې د ترانزیت او تجارت په مرکز بدل شی او ترانسپورت د هیواد په اقتصاد کې ښه رول و لوبوي او د اړین ظرفیت لرونکي وي نولاندې څیزونو ته پاملرنه په کارده:
2. د سړکونو او د ریل پټلۍ د ظرفیت او کیفیت، د بندري تاسیساتو او ښارګوټو، د هغوي په اوږدو کې آسانتیاوولکه د اوبو، رستورانونو، تم ځایونو، مارکیټونو، ټولنیزو خدمتونو او د چاپیریال ساتنې او حفظ الصحه محیطي مقرراتو ته پوره پاملرنه وشي. ترڅو افغانستان دا خدمتونه سم وړاندې کړئ شی او هم وکولای شي چې لدې ترانزیتي لارو ښې تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې، کلتوري، توریستي او د پانګې را جلبولو ښې ګټې ترلاسه کړي.
3. نو اړینه ده چې زموږ هیواد د خپلو ټول ترانسپورتي سیستم او سهولتونو په هکله یوه ټولنیزه، محیط زیستي، او د بیوزلۍ پيژندلو ستراتیژیکي ارزونه اومطالعه وکړو. د دې ارزونو په اساس باید د ترانزیت او ترانسپورت په برخه کې یو ستراتیژیک پلان جوړ کړو او د ټول سکتور لپاره یوه سمه د لارې نقشه جوړه کړو ترڅو سيي لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پانګونه په سکتور کې ممکنه شي او سیي پرمخ لاړشو. دا مطالعه د افغانستان د دولت د (Afghanistan Regional and National Resources Corridor Project) په مټ هم کیدئ شي.
4. همدارنګه اړینه ده چې دهیواد د سړکونو دترمیم لپاره باید اړین قوانون، مقررات، پالیسي، پوره بودجه، کاري ظرفیت لوړ، اوعملي کارپیل شی.
د – د ښاري پراختیا په برخه کې وړاندیزونه
1. په افغانستان کې هم زموږ ښارونه په تیره بیا د کابل ښار د اوبو، مسکن، کانالیزاسیون، اړین ترانسپورت او نورو د نه شتون له ستونزو سره او همدارنګه د ځمکو دغصب، د چاپیریال د ککړتیا، د ښار له اویا سلنه(70%) زیاتو ښاري خلکو په غیر پلانی ساحو کې استوګنه او همدارنګه د ښاریانو بیوزلي او نورو سره مخ دئ نو پرمختیا او وده یې باید د یوه سیي لرلید (Vision) او یوه غوره ستراتیژیک پلان له مخې ترسره شي.
2. د افغانستان د ښارونو په تیره بیا د کابل ښار لپاره د زاړه ماستر پلان په ځای باید داسې یو نوئ ستراتیژیک پلان جوړ او پلي شي چې د ښار د اوسنیوستونزو ځواب ووایي.
3. د تعمیرونو د دیزاین په هکله باید روښانه ستندردونه او مقررات رامنځ ته شي او د زلزلې او اور په وړاندې باید اړین مقاومت ولري. په ټولو تعمیرونو کې په خاصه توګه په لوړپوړو ګڼ میشتو کې د عاجل وتو او اوروژنې سهولتونه رامنځته شي او د ګټې اخیستو اړین تمرینونه ورکړل شي.
4. د ښارونو ځینې ستونزې د (Land Pooling/Land Readjusting) د میتود په مرسته حل کیدئ شي. همدارنګه، د خصوصي سکتور پانګونه جذبول، دعوایدو سیي راټولول، مصرف او نور دې پورته ستونزو ته لاره موندلئ شي. خو دا یو سیي لرلید، ښه ستراتیژیک پلان جوړولو، بودجې، او کارپوهانو ته اړتیا. همدارنګه اړینه ده چې د ښاري پراختیا، د صلاحیتونو او دندو، د عوایدو د راټولولو او لګولو، د ځمکو د استملاک، د ځمکو او کورونو د مالکیت او داسې نورو ورته کارونو لپاره باید اړین قوانین او مقررات جوړ او پلي شي.
5. په ښارونو کې په تیره د کابل په ښار د ځمکې لاندې د اوبو د مدیریت لپاره اړین قوانین او مقررات باید زرترزره جوړ او پلي شي. ترسيي تخنیکي ارزونې وروسته د دې مهمې او حیاتي زیرمې د سم مدیریت لپاره یو سیي پلان جوړ اوپلئ شي. همدارنګه د کابل سیند د بیا رغونې لپاره اړین پروګرام په پام کې ونیول شي. د ناروې هیواد یوه موسسه چې په فاریاب کې د ځمکې لاندې اوبو د تثبیت او نقشې کولو لپاره کار کوي او کار یې خورا موثر هم دئ د کابل لپاره مرسته وکړي.
6. په ښارونو کې د لویو جادو (Avenues) نمونه د الفبا په تورو او د سړکونو(Streets) نمونه په هندسي اعدادولکه (ا،۲ ، ۳ …) سره باید وشي. لامل دادئ چې لمړئ خو به د بیلو بیلو پرګنو په منځ کې دنومونو په هکله کومه شخړه نه رامنځته کیږي او بل به د شهري پلان له نظره سم کاروي. د مثال په توګه، موږ د یوې ساحې سړکونه د خلکو لکه احمد، محمود، مقصود، شاکر، توریالئ، ملالئ، رابعه او نورو په نومونو و نوموو نو په دې توګه ادرس ورښودل او پیدا کول ګران کاروي. خو که سړکونه د عدد په حساب وي کله چې یوڅوک یوه کوڅه پیدا کړي نو بیا ورته د هر اړین ادرس پیدا کول آسانه وي.
ج- د انجنیرئ او مهندسۍ د انجمنونو درول په هلکه وړاندیزونه
جناب جمهور رئیس، زموږ انجمنونه او اتحادیه له دولت سره په لاندې مسئلو کې همکاري کولای شي:
1. د انجنیرانو او مهندسانو تخنیکي ظرفیت لوړول،
2. د پوهې او معلوماتو شریکول او تشریح،
3. د فنی او ماهرو کارګرو او تخنیکرانو روزل
4. په راتلونکي کې د مسلکی مهندسانو، انجنیرانواو اړوندو شرکتونود تصدیق او (certification) په اړه مرسته،
5. د پوهنتونونو د انجنیرۍ، مهندسۍ، ښاري پرمختیا، چاپیریال، مدیریت او نورو ساحو کې د کوریکولم په اړه په دیالوګ کې برخه اخیستل
7. د اړینو پالیسیو، تګلارو، قوانینو او لوایحو په وده کې مرسته.
8. د شفافیت او روڼوالي او نورو لپاره د مسلکي اخلاقو (Code of Conduct) چې زموږ انجمن جوړ کړئ رواجول د دولت په مرسته
9. د لوړو زده کړو خصوصا د انجنیرۍ او مهندسۍ فاکولتو په درسي کیفیت کې زیاتې ستونزې شته. د پوهنتونونو او دیپارتمنتونو په کوریکولم کې اصلاح راشي او د (Accreditation) پروګرام په کلکه پلئ شي