ژباړه: کوچۍ
۱ شخصي انګیزې:
دبدلون انګیزه باید ستاسو له دننه نه سرچینه واخلي، که چیرې تاسو دیوه بل چا په غوښتنه یا خوښه وغواړئ چې خپل وزن کم کړئ یا د سګریټو څکول پرېږدئ او تاسو د دغه بدلون راوړلو لپاره هڅه کوئ، د درملنې ( په تیره هېپنوتیزمي درملنې) د بري چانس به مو ډیر په ټيټه کچه کې وي، د داسې خلکو هېپنو تیزمي ځواب دهغو خلکو په پرتله چې خپله د خپل وزن د کموالي یا د سګریټو د څکولو د پرېښودو هوډ کوي ډير کمزوری دی، دا چې هېپنوتیزم د ذهني ځواکونو په کارولو سره په درملنه لاس پورې کوي نو اړینه ده چې د بدلون لپاره ستاسو په ذهن کې ستاسو برهانونه یا دلایل بشپړ راڼه او روښانه وي. په وجود کې دیوې رڼې او ځواکمنې انګیزې شتون د هېپنوتیزمي تلقینونو د اغیز دډير والي او ځواکمنتیا سبب ګرځي چې په پاېله کې ستاسو په ورځيني ژوند کې د مثبتو بدلونونو په راتګ کې اسانتیاوې منځ ته راځي.
۲ د تلقینونو تکرار:
اړینه ده چې په اړینو تکرارونو تلقینونه ځواکمن شي، زموږ ډير هغه چلندونه، عدتونه، احساساتاو پارېدنې چې غواړو بدل یې کړو، زموږ د غیر ارداي ذهن په ژورو کې جرړې لري، او یواځې په یو ځل تلقین ښايي له منځه ولاړ نشي،نو پر دې بنسټ اړینه ده چې تلقینونه په پوره اندازه تکرار شي.
د دغه کار لپاره کولای شو چې ځانګړي تلقیني عبارتونه تکرار کړو او یا و درملنه لټوونکي ته د ډول ډول عبارتونو په قالب کې یو مفهوم وړاندې کړو، همدا لامل دی چې دخپل فرد په مټ د اړین تکرار د شونتی دمنځ ته راوړلو په سبب د خپله هېپنو تیزم له یوه ځواکمن تکنیک نه په ګټه اخېستو سره، د درملنې اغیز دوه برابره کوي، اړینه ده درملنه کوونکی په ځينو هېپنوتراپي غونډو کې دناروغ لپاره خپل غږ ثبت کړي، چې هغه وکړای شي په وارو وارو درملیز مناسب تلیقینونه ان له خپلې کوټې نه دباندې هم تر لاسه کړي.
ښه دا ده چې هره ورځ په پوره کچه تلقینونو ته غوږ ونیسئ ، ترهغو چې ستاسو د وجود او ذهن یو ثابته برخه شي. له لومړیو وختونو نه سړی نه پوهیږي چې تاسو د ورځې څو ځله د تلقینونو تکرار ته اړتیا لرئ، دا موضوع تر ډيره بریده ستاسو د هېپنو تیزم منلو په ځواک، د ستونزې په سختۍ او د بدلون لپاره ستاسو په انګیزې او احساستو پورې اړه لري.
۳ـ د باوري او واقع بینانه تلقینونو کارول:
که چیرې تاسو وغواړئ چې یو تلقین ومنئ نو لومړی باید ستاسو ذهن هغه د یوه واقع بینانه شونتیا په ډول مو منلی وي.که چیرې یو داسې چاته چې د خوږو یا کاکو خوړو ډیر مینه وال وي، ووایو چې ( وروسته له دې د کاکو یا خوږو خوړل تاته به د ګېډې درد یا زړه بدی پېدا کړي) نو غلو مې کړې ده.
داسې تلقین کې ښه اغیز هم وکړي خو اغیز به یې لنډمهالی وي دا ځکه چې دغه ډول تلقین دومره د باور وړ نه دی او په خوږو یا کاکو روږدي تن ذهن نشي کولی چې دا تلقین د ډير وخت لپاره ومني، په داسې وختونو کې باید تلقین داسې وړاندې شي لکه ( کله چې بل ځل خواږه یا کاکو خورې نو خوند به یې دپخوا پشان نه وي، نو پر دې بنسټ ورو ورو به ستا مینه له خوږو یا کاکو سره کمه او ډيره کمه شي.) دا جمله ډيرو خلکو ته د باور او منلو وړ ده، نو پر دې بنسټ د دغه ډول تلقین په تکرار سرع د خوږو یا کاکو خوند بدلیږي او او هغه تن د دې ځواک پېدا کوي چې ځان کنترول کړي.
هېپنو تیزم خطرناک نه دی، که چیرې د یوه متخصص هېپنو تراپيست په وسیله هېپنو تیزم ترسره شي، بیخي بې خطره دی، هماغه ډول چې مخکې مو ووېل، هیڅوک نشي کولای د یوه تن د اخلاقي ارزښتونو خلاف هغه د هېپنو تیزم تر نامه لاندې د یوې سوژې یا موضوع لپاره د یوې کړنې ترسره کولو ته اړ باسي، کله ناکله داسې هم شونې ده چې یو هېپنوتیزم شوی تن د هېپنو تیزم په بهیر کې په طبیعي خوب ویده شي، که چیرې تاسو ستړي شوي یاست او ډير زیات ریلکس شوي یاست، شونې ده چې د هېپنو تیزم په مهال په طبیعي خوب ویده شئ، له دې ښکارندې یا پديدې نه کولی شو چې د خوب د اختلالاتو په درملنه کې ګټه واخلو، په دې ډول هغه تن ته دا زده کړه ورکوو چې له خوب نه مخکې د شپې د وروستي کار په ډول، د ( خپله هېپنو تیزم) په ترسره کولو سره په ارام او خواږه خوب ویده شي، سبا ګهیځ خوشاله او ښه تازه له خوبه پاڅيږي.
نو پر دې بنسټ هرکله چې ډریوري کوئ هیڅکله د هېپنو تیزم لکچر یا لارښوونو ته غوږ مه نیسئ، کلونه کیږي چې هېپنو تیزم میلیونونو انسانو سره مرسته کړې ده چې د خپلو فکرنو ، احساساتو، ناوړه عدتونو او چلندونو په بدلولو سره وده وکړي او له خوشالۍ او بري نه ډک یو ژوند پیل کړي.