لیکنه : عنایت الله حافظ
داچې انسان یو ټولنیز مخلوق دی او په ټولنه کې ژوندکوي اړینه ده چې دټولنې دبقا لپاره مشروع او قانوني واده وکړي ځکه دانسانانو شتون د ادم علیه السلام نه تردې دمه پورې د ودونو په مټ او مرسته منځته راغلی دی، ولې اوس پوښتنه داده چې دغه واده ولې ثبت شي؟ دڅه لپاره؟ څه ګټه لري؟ که ثبت نشي څه تاوان لري؟ او ولې خلک دنکاح خط اخستلو لپاره زړه نه ښه کوي؟
زما په اند لومړی دهر څه وړاندې کله چې انسان دځمکې مخ ته راغلی دی په فطري ډول چې هیڅ قانون شتون نه درلود د طبیعي قانون غوښتنه داوه چې باید دهر چا حقوق او وجایب روښانه وي تر څو دخپلو حقوقو څخه ګټه واخلي او دنورو حقوقو درناوی وکړي او تیری پرې ونکړي، چې دهمدې غوښتنې ملاتړ داسلام دمقدس دین په راتګ سره وشو ترڅو دخلکو ددین،نفس،نسل،مال، او عقل ساتنه وشي داچې زموږ موخه پدې لیکنه کې دواده ثبتول دي چې په واده سره دنسل ساتنه کیږي نو راځئ چې دواده دارزښت سره جوښت دواده دثبتولو په ارزښت هم ځان پوه کړو.
دواده دثبتولو ارزښت:
داچې موږ او تاسو شکر الحمدلله په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او داسلامي لارښوونو عامه روحیه داده چې باید د هرې راکړې ورکړې تړون په لیکلي ډول د عاقدینو ترمنځ شتون ولري تر څو دواړه خواوې دیو بل دحقوقو درناوی وکړي او تیری پرې ونکړي، چې په همدې توګه واده هم دښځې او میړه ترمنځ هغه کلک تړون دی چې دنسل دبقا ستنه ګڼل کیږي چې باید ثبت شي، هغه كه په عرفي (عنعنوي) ډول وي او یا رسمي ډول چې عرفي څخه بهتر ګڼل کیږي، ځکه چې دواده دثبت کتابچه (نکاح خط) کې دمیړه او ښځې ترمنځ ددوی دخوښې شرایط چې یو پر بل یي ږدي لیکل کیږي او دواړه خواوې مکلفې دي چې ددغې شرایطو درناوی وکړي او په همدې سره دکورني ژوند ستونزې حل او مخنیوی کیږي او همدارنګه دهلک او انجلۍ دکورنیو دلاسوهنې مخنیوی هم پرې کیږي، داځکه چې که چیرته تاسو فکر وکړئ ننې ستونزې څومره چې دهلک او انجلۍ ترمنځ پیداکیږي ددوی دکورنیو دلاسوهنې له امله دي، خو کله چې نکاح خط کې شرایط ولیکل شي بیا هیڅکله ددوی کورنۍ نشي کولای چې ددوی په شخصي ژوندانه کې لاسوهنه وکړي او که چیرته يي وکړي د هلک او انجلۍ له لورې ورته ځواب ویل کیږي چې موږ نشو کولای ستاسو دغه غوښتنه ومنو ځکه چې موږ خپل نکاح خط کې لیکل شوو شرایطو ته درناوی لرو او که چیرته ترینه سرغړونه وکړو محکمې ته بیا ځواب نلرو او بیا به مسوول اوسو، نو ښه به داوي چې دیوبل دحقوقو درناوی وکړو، نو کله چې ددوی له لورې خپلو کورنیو ته داسې قانع کوونکې ځواب ورکړل شي کورنۍ هم بیا لاسوهنه نکوي نو همدا لامل دی کله چې کورنۍ دلاسوهنې څخه لاس په سر شي دیوې لورې که دمیړه او ښځې ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کیږي دبلې لورې همدغه کورنۍ ددوی دارامتیا او سوکالۍ له برکته ارامه کیږي او هیڅ ستونزه به ورته په راتلونکي کې پیښه نشي ځکه که چیرته دمیړه او ښځې ترمنځ ژوند خراب او تریخ وي ددغې اور تاؤ حتما ددوی کورنیو ته رسیږي، لنډه دا چې کله دمیړه اوښځې ترمنځ اړیکه ښه وې یوه ارامه کورنۍ منځته راځي او کله چې کورنۍ ارامه وې اړینه ده موږ به ارامه او سوکاله ټولنه ولرو او چې کله ټولنه ارامه شوه بیا موږ اوتاسو ناکامي نلرو اوتل به سرلوړي اوسو.
سره لدینه چې دپورته ارزښت نه دنکاح خط ګټې یو څه په ډاګه دي خو بیاهم تاسو سره داپوښتنه لا ځوابه پاتې ده چې ددغه نکاح خط پوره او ځانګړې ګټې به څه وي؟
دنکاح خط ګټې :
دنکاح خط ګټې ډیرې زیاتې دي خو موږ فقط په لنډ ډول یو څو دانې ستاسو حضورته په لا ندې توګه وړاندې کوو:
۱ – دمهر له پلوه : پدې مانا چې نکاح خط کې اړینه ده چې دمهر اندازه او همدارنګه دمهر د ورکړې ډول ولیکل شي ترڅو په راتلونکي کې دمیړه او ښځې ترمنځ دمهر په اړه کومه لانجه رامنځته نشي او په دې سره بیا میړه نشي کولای چې دخپلې میرمنې له مهر څخه انکار وکړي او همدارنګه میرمن نشي کولای چې په میړه دزیات شي دعوی وکړي.
۲ – دنفقې ( لباس،استوګنځی،خوراک څښاک اوداسې نور ) له پلوه : پدې مانا چې نکاح خط کې کیداي شي ښځه په خپل میړه په خاص ځای کې داستوګنې یا ځانګړي لباس او هم دخوراک او څښاک داندازې او ډول په اړه شرایط دمیړه دتوان سره سم وضع کړي، چې پدې سره هم دمیړه اومیرمنې ترمنځ دشخړو او لانجو مخنیوی کیږي او میړه او میرمن مکلف دي چې ددغې شرایطو د پرځای کولو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه چې دوي په همدې اړه مسوول دي.
۳ – دنسب له پلوه : پدې مانا چې کله هم دمیړه او ښځې ترمنځ نکاح خط شتون ولري ددوی داولادونو نسب ددوی څخه ثابتیږي او انکار ترینه نشي کولای او پدې سره هم دستونزو مخنیوی کیږي .
۴ – دسفر له پلوه : پدې مانا کله چې څوک وغواړي کوم بهرني هیواد ته دخپلې میرمنې سره یو ځاې دتحصیل، سیاحت،حج او یا دبل کوم کار او موخې لپاره سفر وکړي اړینه ده چې نکاح خط ولري تر څو ددوی زوجیت (ښځه اومیړتوب) ترینه ثابت شي، چې پدې سره بلا ستونزې حل کیږي او ژوند کې حتما دغسې سفرونو سره هرڅوک مخ کیږي نو که له وړاندې نه څوک نکاح خط ولري دسفر لپاره ښه وسله ګڼل کیږي، دبلې خوانه که څوک وغواړې چې دننه هیواد کې دیو ځای نه بل ځای ته سفر وکړي اړینه ده چې نکاح خط باید ولري ځکه ډیر ځل موږ دداسې پیښو شاهدان یو چې ښځه او میړه پدې خاطر چې نکاح خط نلري دزناء په ګمان دپولیسو له لورې نیول شوي او میاشتې،میاشتې په توقیف کې بې ګناه پراته وې لامل يي یواځې دنکاح خط نه درلودل دي نو که چیرته څوک نکاح خط ولري بیا دداسې ستونزو سره نه مخ کیږي .
۵ – دمیراث له پلوه : پدې مانا چې نکاح خط کله شتون ولري ښځه کولای شي دمیړه دوارثانو دانکار په صورت کې ترینه ګټه واخلي او دمیړه دمیراث څخه برخمنه شي او همدارنګه میړه هم کولای شي دخپلې میرمنې څخه میراث تر لاسه کړي چې په دواړو حالا تو کې نکاح خط لوی دلیل ګڼل کیږي ځکه کیدای شي شاهدان شتون ونلري او یا ښځه اومیړه کوم بهرني هیواد کې وي.
۶ – ددعوی له پلوه : پدې مانا چې کله یو ددواړو خواوو دنکاح څخه انکار کوي او دواده حقونو ت
۶ – ددعوی له پلوه : پدې مانا چې کله یو ددواړو خواوو دنکاح څخه انکار کوي او دواده حقونو ته غاړه نږدي اړینه ده چې ددعوی د اوریدلو او سموالي لپاره ښځه اومیړه دنکاح خط څخه ګټه واخلي او دیو کلک دلیل په توګه يي محکمې ته وړاندې کړي، ځکه چې په نکاح خط سره دواده دتړون توثیق(کلکوالی) راځي چې بیا ترینه انکار نشي کیدلای.
۷ – دشرایطو له پلوه : پدې مانا لکه مخکې مو چې دواده دثبتولو په ارزښت کې پرې رڼا واچوله په نکاح خط کې دښځې او میړه ترمنځ ددوی په خوښه او رضایت شرایط لیکل کیږي او هر لوری خپل حقوق او وجایب پیژني او درناوی ورته کوي تر څو کورنی ژوند په ښه توګه پر مخ ولاړ شي او دستونزو څخه مخنیوی وشي .
۸ – دغیر قانوني ودونو له پلوه : پدې مانا چې مخکې له وخته، اواجباری ودونه چې غیر قانوني او لویې ستونزی شمیرل کیږي په ټولنه کې، چې د ودونو په ثبتولو سره له دې ستونزو څخه مخنیوی کیږي.
دپورته ګټو سره،سره بیا هم ستاسو سره دا پوښتنه لا ځوابه پاتې ده که نکاح ثبت نکړو او یا نکاح خط ونلرو څه تاون لري؟
دنکاح خط دنلرلو او نه ثبتولو تاوانونه :
که چیرته په ژوره توګه پورته ګټو ته پاملرنه وکړو نو دهرې شمیرې سره دا زموږ ذهن ته راځي که نکاح خط ونلرو دغه ګټې له لاسه ورکوو او پرځای يي دلوې تاوان سره مخ کیږو، خو بیاهم تاسو سره دا پوښتنه لا ځوابه ده چې نکاح خط دومره زیاتې ګټې لري ولې خلک دنکاح خط اخستلو لپا ره زړه نه ښه کوي ؟
ځواب زما په اند روښانه دی ځکه د دوی دا کار ددې څرګندونه کوي،چې دوی د نکاح خط په ګټو او ارزښت نه دې پوهیدلي اوبله داچې زموږټولنه یوه سنتي ټولنه ده نوځینې خلک دا شرم ګڼي چې خپله میرمن او دوه ګواهان د قانوني نکاح خط دترلاسه کولو لپاره محکمې ته بوځي، همدارنګه د ټولنې دوګړو بې سوادي هم د دې لامل شوې چې دوی خپل نکاح خط ثبت کړي، اوهغه خلک چې خپل واده یا نکاح خط ثبتوي یاخويي په ګټواو ارزښت پوه شوي او یاهم دکار په ځای کې ترې نکاح خط غوښتل شوی.
او دبلې لورې دنکاح خط تر لاسه کول نن سبا ډیر اسانه کار دی او په کم وخت کې هر څوک کولای شي چې خپل واده ثبت او نکاح خط تر لاسه کړي چې پدې اړه به تاسو پوره معلومات تر لاسه کړي وي او یا به يي په خپل ځای کې ترلاسه کړئ.
داچې څنګه دنکاح خط او واده ثبتولو پروسه عامه او ټول خلک ترینه برخمن شي پدې اړوند هم دولت او هم خلک مسوولیت لري چې پدې اړوند زما وړاندیزونه دولت او خلکو ته په لاندې ډول دي:
وړاندیزونه :
۱ – دولت باید دنکاح ثبتول اجباري کړي او پدې اړه باید ځانګړي قوانین جوړ او په خلکو يي په یو ډول پلي کړي او هیڅ استثناء باید پکې دهیچا لپاره شتون ونلري او دسرغړونکو لپاره باید سزاء او نقدي جریمه لکه دځینو نورو هیوادونو په څیر شتون ولري ترڅو ورته خلک غاړه کیږدي.
۲ – دولت باید دحج اوقافو وزارت له لورې ټول علماء او مولوي صاحبان اړ کړي ترڅو خلک دنکاح خط په ګټو او ارزښت دجمعې ورځې په خطبو کې پوه کړي او وې هڅوي چې نکاح خطونه تر لاسه کړي .
۳ – دولت باید پدې اړه دعامه اګاهۍ پروګرامونه دعلماؤ او لوستو وګړو په مرسته جوړ او په ټولو ځایونو کې که لرې وي او که نیږدې پلي کړي ترڅو خلک دنکاح خط په ارزښت او ګټو پوه شي.
۴ – خلک باید دنکاح خط تر لاسه کولو لپاره دخپلو میرمنو او ګواهانو بوتلل محکمې ته عار او پیغور ونه ګڼي ځکه که چیرته دوی نکاح خط ونلري بیا د ستونزو سره مخ کیږي او حتی چې دزندان تر تورو تمبو پورې هم کله کله دوی رسیږي او بیا هلته ارمان کوي چې کاش نکاح خط مو درلودلا ی.
۵ – خلک باید پدې اړه چې نکاح خط څنګه تر لاسه کړي دخپلو محاکمو سره، همدا رنګه دخپلو مشرانو،لوستو کسانو او مولوي صاحبانو سره اړیکه ونیسي، مشورې ترې واخلي او عمل پرې وکړي.
۶ – خلک باید دنکاح خط دترلاسه کولو لپار دپوره صبر او زغم څخه کار واخلي او ددې لپاره چې نکاح خط ترلاسه کړي باید وخت ورکړي.
دپورته لیکنې په وړاندې کولو سره هیله لرم چې ستاسو تنده دنکاح خط دارزښت او ګټو په اړه ماته شوې وي ځکه چې دټولنې اصلاح دکورنیو په اصلاح پورې تړلې ده او دنکاح په ثبتولو سره موږ کولای شو صالحه کورنۍ چې دصالحه ټولنې بنسټ ګڼل کیږي ولرو او دستونزو مخنیوی وکړو ځکه که چیرته دښځې او میړه ترمنځ ستونزه وي دکورنیو ترمنځ ستونزې زیږوي او کله کله خو بیا دغه ستونزې ددوه کلیو ترمنځ شخړې زیږوي.
په پای کې دیو سوکاله،ارام او سرلوړي افغانستان په هیله