ژباړه: عطا محمد میاخېل
د پیو ( Pew ) څېړنیز مرکز د راپور پر بنسټ، په دې ورځو کې د هغو کسانو شمېر ډېر زیات شوی، چې واده یې نه دی کړی او نه غواړي، چې واده وکړي، چې څرګند دلیلونه نه لري.
دنده ایزې موخې، مالي موقعیتونه، او د ژوند د عمومي تګلارې ټاکنې او دغه راز هغه پیغامونه، چې د دوستانو، کورنۍ او رسنیو څخه تر لاسه کېږي، د واده په اړه د افرادو په لید باندې اغېزه کوي. لاندې د واده په اړه ۱۰ عمومي باورونو ته اشاره کوو، چې ښایي د بېلارۍ سبب مو شي.
۱ ـــ باید ایده آل ( غوره او بشپړ ) خاوند پیدا کړئ:
آیا واقعاً د ګډ ژوند له پاره د ایده آل ( غوره او بشپړ ) کس په لټه کې یاست؟ د کار پوهانو په باور د یوه نېکمرغه او خوشاله واده د لرلو له پاره، د یوه ایده آل فرد موندل اړین نه دي او په حقیقت کې حتا کولای شي، د دواړو لورو ترمنځ د ژور خپګان د رامنځته کېدو سبب شي، چې هر لوری تمه لري، مقابل لوری یې د لوړو معیارونو لرونکی وي، چې بل څوک یې باید ونه لري. هېڅ انسان بشپړ نه دی او کله چې موږ خپله مېرمن/ خاوند له دې ایده آلانو سره پرتله کوو، په ډاډ سره ویلی شم، چې نا هیلي به شو، هغه مهال به تېروتنې سره داسې تصور وکړئ، چې د واده له پاره مو ناسم کس ټاکلی دی او په ډېرې آسانۍ سره خپله اړیکه پای ته رسوئ.
۲ ـــ شخړه کول واده له منځه وړي:
ډېری په دې باور دي، چې شخړه کول یعنې د یوې اړیکې پای، خو کار پوهان وایي، لفظي شخړه د دواړو لورو اړیکه لاپسې غښتلې کوي.
دا چې د اختلافاتو له حل څخه وتښتئ، د ستونزو د را برسېره کېدو سبب ګرځي، خو جرو بحث کول او د خبرو اترو له لارې، یوې ستونزې ته د حل لاره پیداکول، د دې سبب ګرځي، چې دواړه لوري لا ډېرې همغږۍ ته ورسېږي او د هغوی ترمنځ لا ډېر صمیمیت را منځته شي. دا چې له اختلافاتو سره څنګه چلند وکړئ، ستاسو د اړیکې روغوالی ټاکي.
د افکارو، تجربو او احساساتو شریکول، د ډېری جوړو له پاره ډېر مثبت دی، خو د ټولو جزئیاتو ویلو ته اړتیا نه لیدل کېږي او ستاسو له لا ډېر صمیمیت سره هم مرسته نه کوي.
د Deseret News National په مجله کې په ودونو باندې د فېسبوک ورانونکو اغېزو ته اشاره شوې ده. یوه له هغو لارو څخه چې فېسبوک کولای شي، پر ودونو باندې ورانونکې اغېزې وښندي داده، چې د ځان په پرتله د نورو په ژوند او فېسبوکي نظرونو باندې له بریده زیات تمرکز وکړئ.
۳ ـــ د خاوند په کورنۍ باندې پام ساتئ:
کله چې واقعاً په دې اړه فکر کوئ، د خاوند کورنۍ دومره هم ویرونکې نه ده، په حقیقت کې، کله چې غواړئ واده وکړئ، نور باید په دې باندې پوه شوي یاست، چې د خاوند کورنۍ مو څه ډول کسان دي او څه ډول چلند لري، البته د خاوند د کورنۍ د لا پېژندنې په اړه لارې چارې شتون لري. د بېلګې په توګه: له هغو سره بهر وتل، یا له هغو سره بازار ته تلل. دا کار د دې سبب ګرځي، چې هغوی ستاسو په اړه غوره احساس پیدا کړي.
۴ ـــ باید سخت کار او هڅه وکړئ:
معمولاً ویل کېږي، چې جوړې د یوه واده د ساتنې له پاره، اړ دي، چې سختې هڅې وکړي، خو د کار پوهانو د خبرو پربنسټ، د خپل واده او د هغه د ساتنې له پاره، ستاسو د مدیریت تګلاره، ډېره زیاته اغېزه لري. کله چې دوه کسان د واده له پاره چمتو شول، نباید د دې په لټه کې واوسي، چې د واده اړیکه یې خرابه نه شي، بلکې باید د ودې په لټه کې یې واوسي.
۵ ـــ واده له دوستۍ سره ډېر زیات توپیر لري:
سمه ده، چې واده له دوستۍ سره ډېر زیات توپیر لري، خو له دې نظره چې ستاسو موخه د مقابل لوري تر اغېزې لاندې راوستل نه، بلکې له هغه سره پاتې کېدل دي، خو داسې لارې چارې شتون لري، چې ډاډه شئ، واده مو د دوستۍ په څېر دی او دا کولای شي، په واده باندې مو د پام وړ مثبت اغېز ولري. له دې تګلارې سره، چې په بېلابېلو مقالو کې ورته اشاره شوې ده، کولای شئ داسې یو کار ترسره کړئ، چې د دوستۍ د دوران په څېر له یو بل څخه پېژندګلوي پیدا کړئ او مقابل لوری مو په ځان باندې مئین وساتئ.
۶ ـــ مالي مدیریت کولای شي، چې واده له منځه یوسي:
آیا یو لوری د مالي مدیریت ډېره وړتیا لري؟ یا تاسو دواړه نه پوهېږئ، چې څنګه مو پیسې مدیریت کړئ؟ د مالي مسایلو په اړه خبرې کول، له واده سره مو مرسته کوي.
کله چې یوه جوړه تصمیم نیسي د خپلو مالي ستونزو په اړه، له یو بل سره خبرې وکړي او هڅه وکړي، چې د هغو له پاره د حل لاره پیدا کړي، نو دا د دې سبب ګرځي، چې هم د ځان او هم د مقابل لوري په اړه ډېر پوه شي، دغه راز له هغو سره مرسته کوي، چې له ځینو ورانونکو بحثونو څخه مخنیوی وکړي.
د مالي مسایلو په اړه، په خبرې کولو او له یو بل سره په رښتیني اوسېدلو سره، کولای شئ، په ډېرې آسانۍ له ستونزو څخه تېر شئ او د هغو له پاره مثبتې لارې چارې پیدا کړئ.
۷ ـــ یوه ښه ښځه یو ښه کور چمتو کوي:
یوه ښه ښځه کولای شي، ژوند وساتي، خو دا ټول پېښې نه دي. وال سټریټ ژورنال چاپ کړي، هغه نارینه، چې د کور په کارونو کې مرسته کوي، خپل زامن او لوڼې هڅوي، چې لوړې دنده ایزې موخې ولري. کله چې د کورنۍ پلار لوښي او جامې وینځي، نو لور یې الهام اخلي، چې نارینه دندې هم وټاکي، ځکه جنسیتي برابري د خپلو سترګو په وړاندې ویني.
نران د کور په کارونو کې په مرسته کولو سره، خپلې لور ته دا ښکاره کوي، چې کولای شي له خپل راتلونکي خاوند څخه د کور په کارونو کې د مرستې کولو تمه ولري او دوی هم له کور څخه بهر د کار کولو له پاره کافي موکه به ولري.
۸ ـــ د دواړو لورو ترمنځ ډېر توپیر واده له منځه وړي:
تر اوسه په دې اړه خواشیني وئ، چې له خپل خاوند/ مېرمنې سره ډېر زیات توپیر ولرئ؟ هر کله مو چې په دې اړه فکر وکړ، نو یاد مو وي، چې افراد له بېلابېلو ځانګړتیاوې سره یو بل جذبوي.
دې ته په نه پام سره، ډېرې جوړې شته، چې له ډېرو زیاتو توپیرونو سره سره، لکه سیاسي باورونه، د یو بل ترڅنګ ښه ژوند لري. په سیاسي باورونو کې توپیر کولای شي، د یوه واده د پیاوړتیا سبب شي، په ځانګړې توګه داوړو لورو ته دا شونتیا ورکوي، ترڅو له بېلابېلو اړخونو څخه یوې موضوع ته وګوري.
۹ ـــ ستاسو واده ته به په بشپړه توګه بدلون ورکړي:
ښایي ځینې په دې اړه اندېښمن وي، چې واده کولای شي، په دوی کې په بشپړه توګه بدلون رامنځته کړي، خو دا سمه خبره نه ده. جوړې باید په دې باندې پوه شي، څوک چې غواړي له ده/ دې سره واده وکړي، ښایي داسې ځانګړتیاوې ولري، چې یو د بل خوښ وي، خو دا حس په بشپړه توګه دوه اړخیز دی، هغه څه چې فرد پورې د ځانګړي اوسېدو سبب ګرځي، نو د هغه خاص اوسېدو سبب هم کېږي او بدلونونه او سمونې کولای شي په بشپړه توګه تدریجي او ورو ورو رامنځته شي.
د وخت په تېرېدو سره به تاسو خپل ځان د یو بل له عادتونو سره روږدي کړئ او کولای شئ د یو بل د ځانګړتیاوې په اړه، چې بدلون ته اړتیا لري، له یو بل سره خبرې وکړئ.
۱۰ ـــ د واده بنسټ یوازې او یوازې مینه ده:
د بریالي واده له پاره مینه اړینه ده، خو کافي نه ده. مینه په واده کې کلیدي عنصر دی، خو هغه واده، چې یوازې او یوازې د مینې پر بنسټ وي، یو ډول احساس تصمیم نیونه ده او اصولاً احساسي تصمیم نیونه د باور وړ نه ده. د بېلګې په توګه تصور وکړئ: آیا له یوې ورزشي او هنرې برخې سره د یوه کس مینه کولای شي، په هغه برخه کې د هغه کس بریا تضمین کړي؟ آیا د بریا له پاره همدومره بسنه کوي؟