• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د وارداتو تعویض د اقتصادي پرمختیا لپاره اړین دی

Home لومړيتوبد وارداتو تعویض د اقتصادي پرمختیا لپاره اړین دی
د وارداتو تعویض د اقتصادي پرمختیا لپاره اړین دی

د وارداتو تعویض د اقتصادي پرمختیا لپاره اړین دی

لیکوال:تاج محمد تمکین
د روښان پوهنتون اقتصادپوهنځي استاد
پرمختیای هیوادونه اکثره وارداتي اقتصاد لري. وارداتي اقتصاد په دې مانا چې د ژوندانه تر ټولو ابتدایی اړین شیان هم دوی د نورو هیوادونو نه را واردوي او خپل خام توکي په ډیره ارزانه بیه نورو هیوادونو ته صادروي او علت یې دا وي چې د خامو موادو د پروسس لپاره تکنالوژي او تولیدي دستګاوې نه لري.همدا اوسمهال که وګورو د افغانستان د اکثره ولایتونو تازه میوه ګاونډیو هیوادونو ته په خورا ارزان قیمت سره ځي او علت یې دا دی چې د افغانستان په ولایتي کې سړې خونې یا کولډ سټوریج هاوسیز نشته چې له امله یې زمونږه سوداګر مجبوريږي میوه جات او نور محصولات په ارزانه توګه نورو هیوادونو ته واستوي ولو که تر یو بریده پکې تاوان هم وکړي.
د وارداتو تعویض په دې مانا چې واردات د کونیو تولیداتو سره تعویض کړو او د وارداتي اقتصاد نه ورو ورو تولیدي او صادراتي اقتصاد ته واوړو. د دې هدف لپاهر کوشش کیږي چې په ټوله کی دوارداتودتعويضي سياست څخه کار واخستل شي ، ددي سياست په چوکاټ داخلي صنايع دبهرنيورقيبانوپه مقابل کي حمايه کيږي او تر ممکنه حده هڅه کیږي چې داخلي پانګوالو ته زمینه مساعده شي تر څو تشویق شي او تولیدي اقتصاد رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
اکثره پرمختياي هيوادوکي په لمړي ګام کي داستهلاکي اجناسوصنايع دوارداتوپه ځاي تعويض کیږي چي پدي توګه په داخل کي يوپراخه توليدي جوړښت رامينځته کیږي
پرمختياي هيوادونه داسياست دصنعتي کولوله سياست سره یو ځای  تعبيروي اوکيدای شي زراعتي اوياصنعتي سکتوردوارداتودتعويض موضوع وي دوارداتومطلق تعويض پدي معني دي چي دوارداتوونډه په مجموعي داخلي تواليداتوکي کمه شي تر څو هیواد د خودکفایي په لور ودرومي. ددې کار لپاره په ملي مچه د خلکو احساس راویښول هم اړین دي تر څو هغوی محسوس کړي چې فرد فرد د تولیدي اقتصاد لپاره سوچ وکړي نو په ټوله کې د هیواد اقتصاد جوړیږي.
دداخلي تقاضايوه مهمه برخه دداخلي توليداتوپواسطه تکافوکيږي .
دوارداتوتعويض کيداي شي چي يوطبعي جريان وي پدي معني چي په يوپرمختللي  اقتصادکي چي دازادتجارت شرايط هم وجودولري نوي توليدي ظرفيتونه رامينځته کیږی  چي له يوي خوا داوسني وارداتي توليداتوسره رقابت وکړي اوله بلي خوادصادراتوامکنات پيداکړي .
دوارداتوطبعي تعويض پدي معني ا دي چي دهيواددخپلومقايسوي توليدي امتيازاتوپه بنسټ تخصص وکړي اوپدي ترتيب سره دطويل امدت دنړيوال تقسيم کار په چوکاټ کي خپل ځانګړي موقيف تسبت کړي .
دوارداتوتعويض سياست ډيراهداف لري په پرمختياي هيوادوکي په دې کار سره د اقتصادي خپلواکئ سره سیاسي خپلواکي هم ترلاسه کیږي او خلک په خپل ځان باور پیدا کوي.
پدي هکله يوهدف عبارت له خود کفایئ  څخه دی او  نور اهداف یی دداخلي جوړښت صنعتي کول ، دداخلي توليداتوجوړښت ، تنوع اوپراختيااودوارداتومحدول په ځانګړي توګه د لوکسواجناسومحدوديت او فوکس او توجه د ژوند اړینو موادو لپاره چې ټول خلک ورته ضرورت لري او د ژوند تیرولو لپاره ضروري دي. .
يوهيوادهغه وخت کوالي شي چي يوتوليد بهرته صادرکړي کله چي نوموړي توليد پخواپه داخل کي توليد اوپه داخل کي خرڅ شوي وي ، مخصوصاهغه پرمختياي هيوادونه چي هلته صنعتي سويه ډيره ټيټه وي نوپدي صورت کي به هغه صنايع وده وکړي چي دداخلي مارکيټونولپاره توليد وکړي ،هرکله چي په داخل کي صنعتي کولوپروسي وده وکړي  اوبريالئ شي نوپدي حالت کي دصادراتولپاره لاره هواريږ ي، بل دليل دداخلي صنايعودمحافضت لپاره دبهرنيوپايلودتبارزڅخه اشتقاقيږي ،دپرمختياي هيوادولپاره ددووځانګړوامکاناتويادونه کيږي،یانې د پانګې اچونې سره استعدادونه هم د تصدیګانو په لور سوق کیږي او همدا شان نور رقیب شرکتونه هم تشویقیږي چې په یاده لاره ګامونه واخلي او د پانګې اچونې په رقابتی سیر کې د هیواد اقتصاد پیاوړی کړي.
کله چي دتوليد تخنک په يوه هيوادکي شهرت پيدا کړي نوبيادډيروتصديانولخوااستفاده کيږي بي لدي چي مصارف ي زیات  شي ، کوم مصارف چي تصدي لمړي واردی تخنیک داستفادي لپاره قبلوي دنوي تخنک درواجولواواستفادي سره يوځاي پوهنه اوروزنه هم زياتيږ ي غيرمسلکي کارګران بايد دمسلکي کارګرانولخوتربيه شي ، کچيري يوکاګرتربيه شي اوبياهغه له هغه ځاي څخه بل ځاي ته تبديل شي نودلته بياداټول مصارف بي ځايه دي اوفايده نلري .د همدې په اساس د شخصي ظرفیتونو د لوړولو پخاطر په کارګرانو باید مصرف وشي او د خپلو تصدیګانو د تولیدي ظرفیت د اعظمي کولو ، او د ضایعاتو د مخنیوي په لړ کې چې د مصارفو کچه کموي ترې کار واخستل شي.
په افغانستان کې تر اوسه پورې کافي حد پورې کار شوی تر څو تولیدي اقتصاد ایجاد شي او د استهلاکي او وارداتي اقتصاد په ځای تعویض شي ، د کابل په شمول د هیواد په اکثرو ولایتونو کې د ژوند د اړینو توکو د تولید لپاره کارخانې او فابریکې جوړې شوي دي خو دا هر څه لا کفایت نه کوي او تر کافي حده پورې نور کار ته ضرورت دی تر څو افغان اقتصاد یو قوي تولیدي اقتصاد شي او حد اقل د ژوندانه د اړینو توکو په تولید کې یو سیاس اقتصاد وپیژندل شي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

افغانستان کې غربت څنګه ختمېدای شي

افغانستان کې غربت څنګه ختمېدای شي

May 26, 2016

لیکنه: تاج محمد تمکین د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد[...]

تاج محمد تمکین

تاج محمد تمکین

Nov 10, 2015

Share this: Click to share on X (Opens in new[...]

گټه(Profit ) څه ته وایی؟

گټه(Profit ) څه ته وایی؟

Feb 26, 2016

لیکنه: تاج محمد تمکین د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d