لیکنه : سیف الله (هلمند)
د وارسا دتړون بشپړ نوم د ( دختیځې اروپا دهېوادونو دمتقابلو مرستو تړون) دی، چې د پولینډ په پلارمینه (ورشو) کې دالبانیا، چکسلواکیا، بلغاریه، ختیځ المان، مجارستان، لهستان، رومانیا او شوري اتحاد ترمنځ لاسلیک شو، د ختیځې اروپا دسوسیالستو هېوادونو څخه یوازې یوګوسلاویا وه، چې د دې تړون غړیتوب یې ونه مانه، ددې تړون دجوړیدو اصلي سبب د پاریس توافقات ول، چې دلویدیځو قدرتونو ترمنځ په پاریس کې ترسره شوي وو، چې همدغو توافقاتو پر بنسټ لویدیځ المان ته په ناټو کې ځای ورکړل شو، نو دناټو دهمدې پرمختګ دمقابلې او غبرګون لپاره شوروي اتحاد د ختیځې اروپا هېوادونه پرځان راټول او د وارسا نظامي تړون یې رامنځته کړ، ترڅو دوی هم له دې لارې دناټو او لویدیځ بلاک دمخ پر ډېریدونکي نفوذ مخنیوی وکړي او دختیځې اروپا دا سوسیالیست هېوادونه دلویدیځ داحتمالي یرغل نه وساتي، د دې تړون دغړیو هېوادونو دمسلحو قواوو رهبرۍ لپاره واحده نظامي قومانده وټاکل شوه، چې دمسکو په وسیله هدایت ورکول کېده، د دې تړون له مخې پریکړه وشوه، که چېري دتړون پر یوه غړي هیواد دکوم بهرني هیواد له خوا یرغل وشي، باید نور غړي هېوادونه په ګډه دمظلومه دظلم په وړاندې دفاع وکړئ.
همدارنګه د دې تړون په یوه ماده کې دا هم ذکر شوي وو، چې دیوبل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نکوي او دیوبل خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته به درنه سترګه ګوري، مګر په عمل کې داسې نه و، په ۱۹۵۶ م کال کې په مجارستان او په ۱۹۶۸ م کال کې په چکسلواکیا کې دشوروي اتحاد په مداخلې سره داقانون په عملي ډول تر پښو لاندې شو، خو دشوروي اتحاد چارواکو بیا هم نه منله او ادعا کوله چې له دوی څخه په رسمي ډول غوښتنه شوېده، د ورشو دتړون له مخې شوروي اتحاد خپل نظامي شتون ته په غړیو هېوادونو کې مشروعیت ورکړ، خپل پوځونه یې یادو هېوادونو کې ځای پرځای کړل، نړیوالو قوانینو پر خلاف یې دهېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې پيل کړي، چې وروسته بیا په څو هېوادونو کې دشوروي اتحاد دپوځونو شتون دخلکو اعتراض سرمخ شول او دشوروي ضد پاڅونونو سبب شوو، پدې ډله کې له لهستان او مجارستان څخه یادونه کولای شو. دا تړون چې پولینډ په پلازمینه ورشو کې دشلو کالو لپاره لاسلیک شوې وو، په ۱۹۷۵ م کال کې دا موده یو ځل بیا دشلو کالو لپاره لاسلیک شوې وو، په ۱۹۷۵ م کال کې دا موده یو ځل بیا تمدید شوه مګر دتړون کورنې ستونزې د دې سبب شوې، چې د درېیم ځل تمدید ونه رسېږي. په ۱۹۶۱ م کال کې په رسمي توګه البانیا خبله مرسته او ملاتړ دتړون څخه راکم کړ او په ۱۹۶۸ م کال کې په رسمي ډول له تړون څخه ووتل. چکسلواکیا په ۱۹۵۶ م کال کې هڅه وکړه، چې دورشو له تړون څخه ځان خلاص کړي، مګر ونه توانیده، رومانیا او چکسلواکیا په ۱۹۶۴م کال کې یو ځل بیا هڅه او کښښ وکړ، چې دوارسا له تړون قوماندانۍ او مشرۍ په جوړښت کې بدلون راولي، په همدې جریان کې فنلینډ ته هم بلنه ورکول شوه، چې د وارسا دتړون غړیتوب ترلاسه کړي خو فنلینډ ونه منل ولي ژمنه یې وکړه، چې ناپېلي یا بیطرفه به پاته شي، په ۱۹۸۹ م کال کې کله چې په ختیځه اروپا کې دپاڅونونو او انقلابونو لړۍ راپیل شوه، نو دورشو تړون هم دخپل ژوند وروستیو پړاونو ته ورسېده، دختیځ المان په خارجیدو او دشوروي اتحاد په ړنګیدو سره داتړون هم په عملي ډول له منځه ولاړ او ددې تړون ډېری غړیو په ناټو کې دغړیتوب غوښتنه وکړه، وروسته دورشو دتړون غړیو هېوادونو هر یو لکه چکسلواکیا، لهستان، مجارستان چې وروسته بلغاریا هم ورسره ملګرۍ شوه، اعلان یې وکړ، چې د ۱۹۱۹ م کال دجون له لمړۍ نېټې څخه به په بشپړه توګه ورشو له تړون څخه لاس پریمنځي. په پای کې نوموړي هېوادونه په پراګ کې سره راټول او د ۱۹۹۱ م کال دجون پر لمړۍ نېټه یې د وارسا نظامي تړون فقط په رسمي ډول ړنګ او لغوه اعلان کړ او په دې توګه دسړې جګړې دعمر په پوره کېدو سره د وارسا تړون عمر هم پوره او میدان یوازې شمالي اتلانتیک سازمان ته پاته شو، چې تر نن پورې فعال او عملآ پر کار بوخت دي.
دسېټو نظامي تړون
د سړې جګړې په دوران کې دناټو او وارسا له نظامي تړونونو پرته یو بل تړون چې د سړې جګړې دسیالۍ زېږنده و. دسېټو نظامي تړون و،سېټو (SEATO) چې مخففه اصطلاح ده او بشپړ بڼه یې (South East Asia Treaty Organization) دی، چې د سهیل ختیځې اسیا د هېوادونو دفاعي تړون ورته ویل کېږي. دناټو او وارسا دتړونونو په څېر د سېټو تړون په یوه تېرې په ټولو تېری بللی او لوري یې مکلف کول، چې په ډلیزه توګه ترې دفاع او ساتنه وکړي. دتړون هغه وخت چې امریکا د ویتنام دجګړې لپاره تیاری نیوه، په ۱۹۵۴م کال کې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جان فوستر د الس په ابتکار او نوښت راجوړ کړل شو، چې امریکا، اسټرالیا، انګلستان، فرانسه، نوی زیلاند، پاکستان، فیلیپین او تایلینډ په کې غړیتوب درلود او مرکز یې دتایلینډ دبنکاک ښار وو، که څه هم دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دالس موخه له یاد تړون څخه دویتنام دجګړې لپاره ډلیز ملاتړ لاسته رواړل او داسیا په ختیځ کې دکمونیزم مخنیوی و، خو هر هېواد دځانګړې انګېزې له مخې د تړون غړیتوب ترلاسه کړی و. دامریکا بنسټیزه موخه لکه پورته مو یادونه وکړه. دکمونسټانو په مقابل کې دیوې نظامي اتحادیې رامنځته کول و. انګلستان بیا غوښتل چې دسېټو له طریقه دملا یا له چریکې ډلو سره مبارزه وکړي، پاکستان په دې فکر دسېټو غړیتوب منلی و چې له هندوستان سره مقابلې لپاره به دسېټو مرسته ترلاسه کړي، فیلیپین له کوم هیواد سره ښکاره شخړه نه درلوده، چې دسېټو تړون ملاتړ یې له ځان سره لرلی، ولې په راتلونکې کې دخپلې نظامي او اقتصادي پياوړتیا خوبونه یې لیدل او په همدې موخه تړون ته رادننه شوی وو، اسټرالیا او نوی زیلاند بیا داسیا په سهیل ختیځ کې د ډلیز امنیت له کلکو پلویانو څخه ګڼل کېده، فرانسه چې د هند او چین څخه دوتلو په حال کې وو، غوښتل یې چې په راتلونکې کې دتړون له لارې خبلې ګټې خوندې کړي، ولې په ټوله کې دسېټو دراجوړیدو موخه هماغه و، چې پورته مو یادونه ترې وکړه. همدا سبب وو چې دویتنام دجګړې په لړ کې فرانسې، انګلستان او پاکستان یوازې دا نه چې دجګړې ډګر ته یې دپوځونو استولو څخه ډډه وکړه، بلکې په کراتو کراتو یې دامریکا دا عمل غندلی او نیوکې یې پرې کړيدي، لنډه داچې دتړون په دننه کې دیووالي نه شتون و، چې دسېټو ورځې او شپې یې رالنډې کړې او په ۱۹۷۷ م کال کې په رسمي ډول منحل او ړنګ شو.