ژباړن: حمیدالله حمیدي
ستونزې له غرونو درنې نه دي، چې تاسو مات کړي، بلکې هغه ستاسو روش او کړنه ده، چې ماتوي مو. «لناهورن»
فکر وکړئ لاس مو ژور زخمي شوی، زیات درد کوي او وینه ترې روانه، بې له شکه، چې ډاکټر ته ځی. ډاکټر مو زخم پانمسان کوي او ور سره په څنګ کې درته یوه مسکنه نسخه هم درکوي. د څو ورځو په تېرېدو سره مو له لاس څخه پټۍ خلاصوئ زخم مو ورو ورو ښه کېږي او بلا اخره داسې ورځ راځي، چې لاس مو نور ښه شوي ان د لږ درد احساس هم نه کوئ، خو د زخم پرار به مو د ډېر وخت لپاره مېلمه وي. همدغه وضعیت په عاطفي زخمونو کې هم صدق کوي. کېدای شي کوم وخت مو تېروتنه کړې وي خو اوس مو په هغې تېر وتنې ډېر وخت تېر شوی، خو تاسو اوس هم کله کله ځوروي. ځکه پرار یې پاتې دی او تاسو د هغه پرار په لېدو سره خواشیني کېږي او له ځانه سره وایئ، چې څه ناوړه کړنه مې تر سره کړه او یا را څخه ترسره شوه. خو داسې نه ده، چې د دې پرار لیدل مو له پښو وغورځوي. تاسو باید زده کړئ، چې څه ډول له دې ستونزو ځان را وباسئ.
کېدای شي په ډېرو ژبو کې دا اصطلاح موجوده وي، چې وایي« د وخت تېرېدل ستونزې حلولای شي.»
موږ انسانان یوو غم او غوسه مو د ژوند یوه برخه ده. که کومه پېښه را منځته کېږي مجبور یو، چې یوه حل لاره ورته پیدا کړو، کېدای شي حل لاره یې وخت هم ونیسي. له ستونزو تېښته ستاسو درد نه اراموي بلکي په یوې داسې غوټې یې بدلوي، چې له چاودېدو ورسته یې کېدای د لومړیو وختونو په پرتله زیات وځورېږئ.
داسې یو ځوان پېژنم، چې له خپلې کوژدنې سره یې لېونۍ مینه درلوده، خو کوژدنې یې ور سره خیانت وکړ او ځوان ته یې درنه ضربه ورکړه. د ځوان غرور دا اجازه نه ورکوله، چې په داسې حالتو کې له ملګرو او نورو کسانو سره مخ شي موضوع یې بابېځه ګڼله او په بې مانا شیانو باندې یې ځان مصروف کړی وو. داسې وخت راغلو، چې ۵ کلونووروسته ټول هغه څه چې ده په خپل زړه کې ساتلي وو د دې سبب شول، چې خپل ژوند له لاسه ورکړي. دې ځوان ډېر کلونه په مخ کې لرل، چې کولای یې شول ستونزه حل کړي. لازمه وه، چې دې ځوان د دې پر ځای، چې له ستونزې وتښتي، له ملګرو سره یې شریکه کړې وای او په ګډه سره یې ورته د حل لاره پیدا کړې وای.
د انسانانو ژوند داسې تنظیم شوي، چې کله یې خوښئ مېلمنې وي او کله هم ستونزې. نو ښه خبره ده، چې ځان داسې عادت کړو، چې له هر ډول چاپېر یال سره جوړ جاړی وکړو او وکولای شو په ډېره اسانۍ سره له ستونزو را ووزو.
که تاسو او یا مو هم ملګر ته کومه ستوزنه پیدا شوې وي، نو که غواړئ ځان ترې را وباسئ، نو پر روح باندې د غم له دغه تاثیراتو سره ځان اشنا کړئ.
۱- شوک او بي حسي : ډېری کسان کله، چې یوه د خفګان خبره اوري، ډېر زر د بې حسي احساس کوي، ځکه د هغه د ساتنې سېستم داسې تنظیم شوي، چې د زیات خفګان په وخت کې یې بې حسې کړي، تر څو خفګان یې وجود ته ضرر ونه رسوي دا یوه لنډه مرحله ده او له کمې مودې وروسته کس خپل اصلي حالت ته راځي او داسې احساس کوي، چې ګواکي هېڅ هم نه دي پېښ شوي.
۲- پېښماني او چنې وهل: په دې مرحله کې کس له ځان سره چنې وهي که مې داسې کړي وای، نو دغه ستونزه به منځ ته نه راتله، ډېر کله داسې هم پېښ شوي، چې د یوې ستنزې د پیدا کېدو په صورت کې دغه کس هېڅ لاس هم ونه لري خو بیا هم د پېښمانۍ او خفګان احساس کوي. د دې مرحلې حل کول او یا دې ستونزې د پای ټکی اېښودل ډېر اړین دي، ځکه که یې مخه ونه نیول شي د دغې ګناه احساس له دې کس سره د کلونو لپاره مل کېږي او آزار به ورکوي.
۳- خواشیني او خپګان: ډېری کسان دا عادت لري، چې کله له کومې ستونزې او یا بدې پېښې سره مخ شي نو ځینې نښې نښنانې پکې را بر سېره کېږي لکه: ډېر خوب، د اشتها خرابوالی، دوامداره ژړاه، د حافظې کمزوري، له حده زیاته غوسه، د یوازې توب احساس، ځان ورته بې ارزښته ښکارېدل او داسې نور…، چې د دې ټولو ستونزو څخه د خلاصي یوازنۍ لاره داده، چې خپلې ستونزې له ملګرو او داسې دوستانو سره شریکې کړو، چې په حل او د غم په اخیستو او کمېدو کې را سره مرسته وکړي.
۴- غوسه: کله، چې انسان خپل ځان د ستونزو او مشکلاتو په منځ کې یوازې و ویني غم او غوسه یې وجود تر اغېز او کنټرول لاندې را ولي. هغه نه یوازې له دې ځورېږي، چې ستونزو را ګیر کړی بلې له وخت او زمانې څخه هم شکایت کوي.
۵- د حادثې منل: کله، چې انسان داسې یوې مرحلې ته ورسېږي، چې دا درک کړي ژوند د خوښیو او خپګانونو ټولګه ده، نو په حقیقت کې یې یو نوی ژوند پیل کړی. دی په دې پوه شوی، چې دا چارې یې د ژوند یوه برخه ده او باید ور سره جوړ جاړی وکړي. خو څېړنه ښودلې ده، چې په ټولو انسانانو کې کېدای شي دغه ډول مرحلې یو پر بل پسې راشي، ډېری داسې کسان هم شته، چې په خپل ژوند کې له ستونزو سره د مبارزې په برخه کې تر ۵ مرحلې پورې رسېدلي وي، خو بېرته لومړۍ مرحلې ته تللي دي.
کله، چې د غوسې ښکار کېدی دغه ټکي په پام کې ونیسئ او خپله درملنه وکړئ:
* خپل روحي حالت ته مو احترام وکړئ او خپل ورځني احساسات مو د یادښت په کتابچه کې ولیکئ.
* وژاړئ، ژړا کولای شي ستاسو زړه له غوسې پاک کړي.
* خپلې اندېښنې مو د یوه داسې ملګري سره شریکې کړئ، چې تر ټولو زیات باور پرې لرئ.
* خپل مثبت او منفي احساسات سم ډول وپېژنی.
* له مینه ناکو، توانمندو او قوي خلکو څخه مرسته وغواړئ.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.