د وخت مدیریت . Time management
د وخت مدیریت د پلانولو او ترتیبولو هغه پروسې دي چې خپل وخت د مشخصو فعالیتونو ترمنځ څنکه وویشۍ .د وخت ښه مدیریت کول تاسې ددې جوګه کوي چې کارونه په سمه توګه اسانه ترسره کړۍ ،سخت به نه وي ، حتې که تاسې ډير لږ وخت ولرۍ او د کار فشار هم لوړ وي بیا به هم ډیرکار په لږ وخت کې وکړۍ وي .که تاسې د وخت په مدیرت کې پاتې راشۍ نو ستاسې کاراغیزمنتیا به زیانمنه شي او اندیښنې به پیدا شي.
ښکاري چې په ټوله ورځ کې پوره وخت نه وي ،مګر څرنګه چې مونږ ټول یو شان 24 ساعتونه لرو ،نو بیا ولې یو شمیرکسان د نورو په پرتله په همدې 24 ساعتونو کار سره ډير څه ترلاسه کوي ؟ ښه پرمختګ کوي ؟ ځواب یې په د وخت په ښه مدیریت کې دی .څوک چې ښې لاسته راوړنې لري هغو خپل وخت ښه مدیریت کوي .د وخت د مدیریت د تخنیکونو په کارولو سره تاسې خپلې وړتیاوې رابرسیره کوۍ او کارونه په اغیزمن ډول مخ ته وړۍ .
دوخت ښه مدیریت کې مهمه داده چې د فعالیتونو پرځای د کارونو په پایلو تمرکز وشي.ډیر بوخت کیدل د اغیزمنتیا سره یو شان نه دی ( being busy isn’t the same as being effective). په طنزیه (Ironically) شکل ویل کیږي ،مخالف لوری کله کله حقیقت ته نژدې وي .په لیوني شکل ټوله ورځ کارونه کول ډیره لږه لاسته راوړنه لري،ځکه تاسې په دې کې خپله پآملرنه په څومختلفو کارونو بوختوۍ .کیدای شي یو شمیر خلک ووايي چې د وخت مدیریت زده کړو باندې وخت مصرفولو پرځای باید په کار وخت مصرف شي او دا زده کړه ورته ضایع کیدل ښکاره شي ،خو داسې نه ده ،دوخت مدیریت باندې پوهیدل لاندې ګټې لرې.
a) زیات محصول او اغیزمنتیا ،
b) ښه مسلکي شهرت .
c) لږ د کار فشار.
d) د پرومختګ لپآره زیات فرصتونه .
e) د ښو دندو ترلاسه کول .
که څوک د وخت ښه مدیریت ونه شي کولی نو لاندې ناوړو پایلو سره به مخ شي.
a) ناسمې لارښونې ورکول .
b) بې اغیزې کار جریان .
c) د کار ټيټ کیفیت ،
d) کمزوری مسلکي شهرت ،
e) لوړ کاری فشار .
نو د یو ښه او هوسا ژوند لپآره دا غوره ده چې د وخت په مدیریت پوهیدو لپاره یواندازه وخت ولګوو.که مونږ خپل مدیریت نه کړو بیا هم کولی شو یو اندازه کار وکړو خو باور ولرۍ چې هیڅکله خپلوټاکلو موخو ته ونه رسیږو.مهمه نه ده چې تاسې څوک یی ،مذهبي شخص یې ،نارینه یې ،ښځینه یې ،سوداګر یې ،زده کوونکی یې ،سیاست وال یی ،بزګر یې ښوونکي یې او یاهم د ژوند په بل کوم ډګر کې بوخت یې، خو د وخت مدیریت تاسې ته اړین دی .دا حقیقت دی چې دوخت ښه مدیریت ستاسې ژوند بدلولی شي.
د وخت ښه مدیریت لپآره دلته سپارښتنې ښول شوي .
1. ورځنی مهالویش برابر کړۍ .
د راتلونکې ورځې کارونه پلان کړۍ .دا پلان سهار وختي او یا هم د شپې لخوا خوب ته له تلو وړاندې چمتو کړۍ .د راتلونکې ورځې کار پلان تاسې دا درښایې چې ورځ به مو څنګه تیره شي .له حقیقتونو سترګې مه پټوۍ .ستاسې کار دادی چې ترخپله وسه پورې ټاکل شوی پلان عملي کړۍ .
2. هره دندې ته وخت بیل کړۍ .\. Peg a time limit to each task
روښانه کړۍ چې تاسې د x کار په لس بجې سهار ختموۍ ،د Y کار په درې بجې ماسپښین ختموۍ او z به په پنځه نیمو بجو ختم کړۍ .دا به ستاسې وخت له ضایع کیدو وژغوري او نورو کارونو لپاره سپما شوی وخت به ونه خوري .
3. جنتري وکاروۍ . . Use a calendar
د ورځنیو کارونو په مدیریت کې د جنتري درلودل ډیر مهم دي .تاسې کولی شۍ د سافتویر په شکل مبایل کې هم ولرۍ.
4. ترتیبونکی وکاروۍ .Use an organizer
د کارونو لست ترتیب او کاروۍ .په مبایلونو کې ددې لپاره خپلې وسیلې شته .
5. خپل ضرب الاجلونه وپیژنۍ .. Know your deadlines
6. کوم کار به کوم وخت بشپړوۍ هغې ته وخت روښانه ولیکۍ او په جنتري کې یې نښه کړۍ .
7. دا زړه کړۍ چې نه ووايي.. Learn to say “No”
دومره کارونه پلان کړۍ چې یې کولی او سمبالولی شۍ .که کوم نه شۍ ترسره کولی وروسته یې کړۍ او ورته (نه) ووايي.
8. هدف باید وختی وي .. Target to be early
کله چې یو هدف ټاکۍ چې په خپل وخت وي ،نو هغه یا په خپل وخت وي یا وروسته وي .ډيری وخت تاسې وروسته اوسۍ .خو ددې لپآره چې هدف وختی ترلاسه کړی وي ،هرکار پرخپل وخت وکړۍ .کله چې وعده لرۍ ،هڅه وکړۍ چې وختې ورشي .د ضرب الاجل لپآره له هغه وړاندې وخت وسپارۍ چې غوښتل شوی .
9. خپل فعالیتونه د وخت بکس کې کړۍ . . Time box your activities
خپل کارونه د X وخت په بکس کې دننه محدود کړۍ .
10. ساعت ولرۍ چې ستاسې مخامخ وي .
ځینی وخت مونږ دومره بوخت کیږو چې د وخت څارل رانه هیر شي .ستاسې د کار ځای کې ستاسې میز مخ ته یو غټ ساعت نصبول تاسې له دې کړاو ساتی .
11. موخې په سم لورې برابرې کړۍ . Set goals the right way
د موخې د برابرولو لپاره هم سمې لارې شته او هم خرابې لارې .که موخې په سم لورې برابرې نه کړۍ ،نو ټاکلې هدفونه به ورک کړۍ،کوم چې به تاسې اړ کړي څو څارل ونه شي کړی .خو که موخې دې په سم لورې برابرې کړي نو اسمان محدود دی .داسانه موخو میتود وکاروه څو شیان سم وګورې .او کله چې دا موخې برابرې کوي ،نو ځان ډاډه کړه چې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره ژوره اراده لري.
12. د وخت د مدیریت ښه سیسم پیداکړه ، Find a good time management system
د وخت په مدیریت کې یو مهم ټکی دادی د مدیریت ترسره کولو لپاره دقیق سیستم په لاس ولرۍ. د ربعه وار (quadrant) وخت مدیریت تقریبا یو اغیزمن سیستم دی.کارونه په څلورو برخو وویشۍ په کوم چې بیړني او مهم بیل شوي وي .کارونه یا بیړنې وي او یا هم مهم وي یا دواړه وي یا هیڅ یو نه وي.هیڅ څلور ربعې داسې نه وي چې ته غواړې ترې لرې ووسي ،مګر کیدای شي دا بیړني نه وي مګر مهم وي نو ته باید دوه ربعو تمرکز وکړي.
13. د اوه ورځو لپاره خپل وخت وڅارۍ .Audit your time for seven days straight.
د اوه ورځو لپاره خپل کارونه وارزوۍ چې تاسې وخت په څه مصرف کړی .ته څه کوي ؟ هغه په کتابچه یا ټلفون کې ساعت په ساعت یادداشت کړه .له هغې دې څه ترلاسه کړي ؟ کوم وخت دې ضایع شوی ؟ کوم ښه مصرف شوی ؟که دې ربعه وار سیستم کارولی وي نو هغې نه دایره تاوه کړه او له اړونده کارونو سره یی وګوره .د اوه ورځو په پای کې ځان ته نومرې ورکړه .ډیری وخت دې په کومه ربع کې مصرف کړی.کله چې پایله وګوري نو ټکان به درکړي چې څومره وخت دې ضایع کړی .
14. خپل سهار په MIT مصرف کړه .Spend your mornings on MITs.
یوځلې مارک ټوین وویل( که ستا دنده دا وي چې یو چونګښه وخوري نو دا کار په سهار کې وکړه .که دې دنده دا وي چې دوه چونګښې وخوري نو ترټولو غټه وخوره . دده مقصد دا دی چې ترټولو لوی کار باندې سهار لخوا برید وکړه .دا ستاسې د ورځې ترټولو مهم MIT دی .دا به مرسته وکړي چې پاتې ورځ دې ارامه تیره شي.
15. رایادونکی 15 دقیقې وړاندې برابر کړۍ .. Set reminders 15 minutes before
که تاسې یو مجلس لرۍ نو په خپل ساعت کې یو رایادونکی فعال کړۍ چې تاسې ته 15 وړاندې زنګ ووهي او تاسې خبر مو کړي .
16. تمرکز .Focus
ایا تاسې څو کارونه پرمخ وړۍ داسې چې هیڅ یو هم ترسره نه شي؟ که داسې ده نو په یو کار تمرکز وکړۍ پروخت یې وکړي .په هغه تمرکز وکړۍ چې همدا اوس کوۍ .نور کارونه اوس پریدۍ .هغې سره بیا په خپل وخت ګورۍ .
17. مزاحمتونه بندۍ کړۍ .. Block out distractions
څه شي مو دکار پروخت مزاحمت کوي؟ د ټلفون زنګ؟ پیغامونه ؟ .دا بند کړۍ .که کوم مهم کار ترسره کوۍ ټلفون هم بندۍ کړۍ .
18. مصرف وخت شوی وڅارۍ .. Track your time spent
خپل مصرف شوی وخت وڅارۍ او محاسبه وکړۍ .دا په ټلفون کې ورکړۍ ،کله چې وخت ختم شي تاسې ته به اواز وکړي .
19. د نامهمو تشریحاتو په اړه اندیښنه مه کوۍ . . Don’t fuss about unimportant details
ټول کارونه به مطلق په هغه شکل ترسره نه شي څنګه یی چې تاسې غواړۍ .داسې هڅه کول ناغیزمنه وي .دا چې یوکار مطلق په هغه همغه شکل ترسره شي، ښه داده چې ښه ترسره شي.
20. لومړیتوب وټاکۍ .. Prioritize
دا چې تاسې نه شۍ کولی ټول ترسره کړۍ ،لومړیتوبونه وټاکۍ او مهم ترې غوره کړۍ.د 80/20 اصول تطبیق کړۍ ،دا اصول د لومړیتوب ټاکلو پروخت مهم دي.د 80/20 اصل له مخې په ډيری پیښو کې تقریبا 80% اغیزې له 20% لاملونو منځ ته راځي ، په ساده ډول ،80% نتیجه د ټولو هڅو 20% څخه لاس ته راځي .یعنې دا چې ستاسې د کارونو 20% به د 80% پایلو لپأره محاسبه وي ، ستاسې 20% تولید به د 80% ګټې لپاره محاسبه شي. ستاسې 20% کارونه به ستاسې د کار قیمت د 80% لپاره وي .دا په دې مانا که چیرې تاسې لس کارونه لست کړي وي چې باید وشي ،دوه به یی دومره مهم وي چې د نورو اتو ټولو په اندازه ارښت ولري.
21. له منځه وړل .
که چیرې داسې کار وي چې بل څوک یی هم کولی شي او مهم نه دی هغه ایسته کړه .دا به ستاسې د کار بار راکم کړي .تاسې په مهمو کارونو تمرکز وکړۍ.
22. دندې سره یوځای دسته بندۍ کړۍ .
سره تړلي کارونه دسته بندي کړۍ .د بیلګې په ډول ټلفون کول په پآم کې وي نو ټول داسې یوځای کړۍ.
23. د وخت ضایع کوونکي له منځه یوسۍ .. Eliminate your time wasters
کوم شی او یا کوم ستاسې وخت ضایع کوي؟ فیسبوک ؟ ټویټر ؟ . نو داسې کارونو ته خپل لاس رسی سخت کړۍ ،د بیلګې په ډول د کمپوټر د سکرین پرمخ مستقیم لنک لرې کړۍ .داسې ځای کې ځای په کړۍ چې هروخت له تاسې پاسورډ وغواړي او زر خلاص نه شي.ضرور نه ده تاسې هره شیبه له حالاتو خبر شۍ ،ایمیل هره شیبه مه ګورۍ .
24. د وخت ترمنځ حایل پریدۍ . Leave buffer time in-between
25. په خپل ژوند کې اساسي تیږې خاصیتونه ترزیق کړه . Instill keystone habits into your life
26. په مهندسي کې اساسي تیږه هغه تیرې ته ویل کیږي چې نورې تیږې په خپل ځای ساتي.همدارنګه اساسي تیږې خاصیتونه هم نور ښه خاصیتونه ځان سره ټینګ ساتي ،همدارنګه مرسته کوي چې بد خاصیتونه له منځه یوسی.نو تاسې هم په خپل ژوند کې په اساس تیږې خاصیتونو ته ډير پام وکړي .په دې سره به تاسې خپل وخت ښه مدیریت کړي .د بیلګې په ډول د خوب نه د راپاڅيدو په وخت خپله بستره راټوله کړۍ منظمه یې خپل کې کیږدۍ .خپل ورځني کارونه هره ورځ ترسره کړۍ .او یا هم عذر کولو خاصیت له منځه یوسي ،ځان مه عادت کوۍ چې په هرکار کې عذر وغواړۍ ځکه تاسې سم نه دی کړی .
27. یو څارونکی پیداکړه چې ستا لارښونه وکړي . Get a mentor who can guide you.
یو څارونکی لرل ډير مهم دی .که څوک نه وي چې تا وڅاري نو ته به په اسانه ګنګس شي .مګر کله چې ته په یو چا باور کړي چې تا وڅاري او هغه به ستا سره د موخې په ترلاسه کولو کې ګټور تمام شي.نو یو ښه څارونکی پیداکړه چې سمه لار وښایي .
28. تنظیم او ترتیب .. DE clutter and organize.
مطالعو پیداکړي که زمونږ چاپیریال بې نظمه او ګډوډ وي نو مونږ به تمرکز له لاسه ورکړو.کله چې تمرکز له لاسه ورکړو مونږ وخت ضایع کوو .نو ددې لپآره چې ددې څخه مخنیوی وشي نو منظم او ترتیب وکړۍ.که مطالعه کوۍ له وړوکي پیل وکړه .د میز یوه جعبه نن ،یو المارۍ سبا ،بله ورځ یوه وړه کوټه .فقط د ورځې یو.تاسې به تاریخ جوړ کړۍ .
29. د شپې ښه خوب وکړه . Get a good night’s sleep
د شپې ښه خوب ستاسې صحت لپآره اړین دی څو د راتلونکې لپآره دې ماغزه او وجود تازه وي .که د شپې له 7 تر 8 ساعتونو خوب ونه کړی سبا به درته سخته وي چې په یو موضوع سم تمرکز وکړي.د ټولې شپې مطالعه بې ګټه ده که چیرې سم تمرکز په موضوع ونه کړای شي.خپل وخت داسې مدیریت کړه چې خوب په کې شامل وي .
30. بد عادتونه له منځه یوسه . Eliminate bad habits
زمونږ د وخت له مهمو ضایع کوونکو څخه زمونږ بد عادتونه دي .هغه که د ټولنیزو رسنیو ډیر کارول وي ،د ګیمونو کول وي ،له ملګرو سره دباندې چکر ته تلل وي او یا داسې نور وي چې زمونږ وخت ضایع کوي باید له منځه یوړل شي.خپل وخت په معقول شکل مصرف کړۍ ،بد عادتونه لرې کړۍ ،که تاسې هدف ترلاسه کول غواړۍ ،دا به مو ژوند بدل کړي.
31. کله چې کار کوۍ تفریح وکړۍ ،Take frequent breaks when working.
یوه ترسره شوې مطالعه وایې که یوڅوک د 52 دقیقو لپاره مسلسل وکارکړي هغه باید 17 دقیقو لپاره تفریح وکړي .که د تفریح لپاره داسې کوم د وتلو ځای نه وي پروا نه کوي بس یوه دمه وکړۍ .مه هیروه چې کارونه داسې ترسره کړي لکه په یو پارک چې قدم وهي ،او فقط کیني چې خپل د خوښې موزیک واورې او یا هم یو عکس ته اشاره کوي .تاریخ سره سم لاړه شه ،دا له هغې ډیره مهمه ده چې ته فکر کوي ،او کله چې هغه ترسره کړي او ظاهري توازن ترلاسه کړي .ژوند لنډ او تنګ دی ،نو کله چې مهمې موخې ته رسیږي دا مه هیروه .