ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
د ودانیو د تودوخې دعایق مواد او میتودونه . Materials and Methods of Thermal Insulation of Buildings
د ودانیو د تودوخې عایق کول څه شی دی ؟ What is Thermal Insulation of Buildings?
په ګرمو سیمو کې لویه ستونزه داوي چې اوړي موسم کې دتودوخې درجه پورته ځي او په کورونو کې د توودوخې راټیټولو لپاره پوره انرژي مصرفیږي څو کوټې یخی وساتل شي .په عمومي ډول ،هغه خلک چې په ګرمو سیمو کې اوسیږي غواړي دکور دننه اتوموسفیر یی د سړو سیمو په شان وي .مګر مونږ پوهیږو چې دتودوخې لیږد له ګرمو ساحو څخه سړو ساحو ته ترسره کیږي .که دکوټو دباندې تودوخې درجه پورته وي او هوا ګرمه وي نو دکوټې دننه هرڅومره توودوخه ټیټه شي بیا هم له دباندې څخه ګرمه هوا کوټو ته ننوځي .نو دلته ده چې یوه اندازه تودوخې ضایع کیدل پیښیږي .ددې تودوخې د کابو کولو لپاره په ودانیو کې حرارتي عایق ورکول کیږي څو دودانۍ دننه غوښتل شوې تودوخه وساتي .د عایق ورکولو موخه داده چې دودانۍ دننه او دباندې د تودوخې لیږد ترټولو کم حد کې راوستل شي.
دودانیو دتودوخې دعایق مواد او میتودونه . Materials and Methods of Thermal Insulation of Buildings
په بازار کې د تودوخې عایق لپاره څو ډوله مواد پیداکیږي چې په لاندې ډول دي .
1. د سلب یا بلاک عایق .
2. کمپل عایق .
3. منځ خالي ډکولو عایق .
4. بټ عایق مواد
5. عایق تختې .
6. منعکس کوونکې تختې مواد.
7. سپک وزن مواد.
1. سلب یا بلاک عایق. Slab or Block Insulation
دا بلاکونه له پشم ښیښه ،کاک تختو ،حجروي ښیښو او رابري حجرو او یا هم بوسو جوړ وي .دا بلاکونه دیوالونو او چتونو سره نښلول کیږي څو د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیسي او غوښتل شوې تودوخه د کوټې دننه وساتي .دا بلاکونه په 60cmx120cm اندازو او 2.5cm پیړوالی سره پیداکیږي.
2. کمپل عایق . Blanket Insulation
کمپل عایق مواد د کمپل یا بړستن په شکل تولیدیږي کوم چې مستقیما په دیوالونو او چت باندې فرش کیږي .دا مواد له خپلې خوښې سره برابریږي او پیړوالی یې له 12 تر 80mm پورې وي .دا مواد د څارویو د ویښتو یا هم پمبې یا هم لرګین موادو جوړ وي .
3. منځ خالي ډکولو عایق . Loose Fill Insulation
په دیوال کې عمودي ګل میخ لرګي ورکول کیږي چیرته چې دروازې او کړکۍ وي .او بیا په منځ خالې ځای کیږي دا عایق ورکول کیږي .دا مواد معمولا له پشم سنګی (rock wool) لرګي فیبر پشم(wood fiber woo) ،حجروي او نورو څخه جوړیږي .
4. بټ عایق مواد. Bat Insulating Materials
بټ هم د کمپل عایق په څير پیداکیږي خو توپیر یی په دې کی دی چې ددې پیړوالی زیات دی .دا هم ددیوال او چت پرمخ خپریږي.
5. عایق تختې . Insulating Boards
عایق تختې د لرګي له بور یا باڼړس او نورو موادو څخه جوړیږي .د لرګي بور سخت پرس کیږي څو سختې تختې په شان شي .په بازار کې دا مواد په بیلابیلو اندازو سره پیداکیږي .معمولا دا ددیوال دننه مخ ته ورکول کیږي او همدارنګه د جلاکوونکي دیوال په شکل هم ورکول کیږي .
6. منعکس کوونکې تختې مواد. Reflective Sheet Materials
منعکس کوونکې تختې له المونیمي تختو ،چونې تختو ،فولادي تختو په شان پیداکیږي .دا ډول تختې د انعکاس لوړ او وړانګو تیرولو ټیټه وړتیا لري.نو دا په اصل کې د تودوخې مقاومت کوونکي دي ،ترلاسه شوې تودوخه کموي او منعکس کوي یی .دا تختې د ساختمان بره طرف باندې نصب کیږي .
7. سپک وزن مواد. Lightweight Materials
کله چې دکانکریټ مخلوط چمتو کیږي او په کې سپک وزن ډکوونکي مواد وکارول شي نو دتودوخې په ضایع کیدو کې ښه رول ادا کوي .که چیرې کانکریټ له سپک وزن ډکوونکو موادو لکه سوزیدلې کلی ډکوونکو ،د ډبرو سکرو ایرې او نورو څخه جوړ شي د تودوخې پروړاندې ښه مقاومت کولی شي.
د ودانیو د تودوخې عایق لپاره نور عام میتودونه .
د پورته ذکر شوو موادو له کارولو پرته هم کیدای شي د یوشمیر میتودونو په کارولو سره تودوخې عایق ترلاسه کیدای شي.
د بام سیوری ورکول .
د کوټو لپآره مناسب لوړوالي سره چت ورکول .
ودانۍ ته جهت ورکول .
8. بام ته سیوری ورکول . Providing Roof Shading
که چیرې د ودانۍ په هغه طرف کې چې مستقیما له لمر سره مخ دی سیوری ورکول شي ،کولی شي د ګرمې په ساعتونو کې د تودوخې اندازه راکمه کړي.د لمر د وړانګو پروړاندې سوري ورکولو کې باید مناسبه زاویه په پام کې ونیول شي.
9. چت ته مناسب لوړوالی ورکول . Proper Height of Ceiling
تودوخه د چت له لارې جذب کیږي او مخ ښکته ځي .خو باید په یاد ولرو چې د وړانګو عمودي شدت له 1 تر 1.3m وروسته دومره زیات نه وي .دا په دې مانا دی چې تر وړانګې به له تر 1 تر 1.3m په هغه شدت سره مزل نه کوي چې لومړیو کې وي .نو که چیرې دچت لوړوالی والی د استوګن له لوړوالی 1 تر 1.3 m زیات وي تودوخه به کمه وي .
10. د ودانۍ جهت ورکول . Orientation of Building
ودانۍ ته جهت ورکول نظر د لمر طرف ته مخ ورکول کیږي .نو ودانۍ باید داسې مخ ورکول شي چې په هغې د تودوخې ضایع کیدل کم وي