د ودانیو د چاودنو ضد ډيزاین . Blast Resistant Design of Buildings
د ودانیو د چاودنو ضد ډيزاین بیلابیلې موخې دادي چې دساختماني چپه کیدل محدود شي ،د ودانۍ چوکاټ وساتل شي او د چاودنې پروخت د خاورو خځلو د الوتلو مخنیوی وشي.د ودانیو د چاودنو ضد ډیزاین د خوندیتوب لیولونه په څلورو کتګوریو کې ویشل کیږي کوم چې دلته د بحث لاندې نیول شوي .
ودانیو د چاودنو ضد ډيزاین موخې .Purposes of Blast Resistant Design of Buildings
د ودانیو د چاودنو ضد ډیزاین اساسي موخه داده چې د چاودنو پرمهال د مرګ ژوبلې کچه راټیټه او د زیانونو اندازه محدوده کړای شي.
د ودانیو د چاودنو ضد ډيزاین لاندې موخې په ګوته شوي .
1. د ساختماني چپه کیدو محدودول . Limit Structural Collapse
په ټوله کې دا غوښتل کیږي چې ټول ساختماني عناصر باید داسې ډیزاین شي چې د چاودنو پرمهال د هغو خواص له مشخص شوي لیول اټکل او پنډولیم سره د باور وړ وي .سربیره پردې که چیرې د چاودنو پرمهال د ودانۍ جداګانه ساختماني عناصرو کې محلي ناکامیدل راځي او یا هم په کې پلاستیکي چپراس یا تاویدل رامنځ ته کیږي ،نو دا بیا ضرور ده چې زیانمنیدونکې برخې ساختماني سیستم وارزول شي څو د ټول ساختمان ثبات وساتل شي .
2. د ودانۍ جوړښت ساتل . Maintain Building Envelope
د ودانۍ جوړښت باید د مناسب ډیزاین او ټول ساختمان داخلي جوړښت او غیرساختماني عناصرو او خالیګاوو د ښې تشریح له لارې وساتل شي .ډیزاین او تشریح باید د ماتیدو احتمال کم کړي کوم چې بیا له باندنۍ چاودنې څخه فشار زیاتوي او بیا دا فشار ودانۍ داخل ته ننوځي .
3. د خاورو خځلو الوتلو کمول؟Minimizing Flying Debris
دا موخه کیدای شي د نصبولو ،ډيزاینولو ،خنډاچونکو د تشریح ،د ساحې د منظمولو ،ساحې په سم ترتیبولو او ساختماني او غیرساختماني عناصرو او داخلي خالیګاو په منظم ډيزاین سره ترلاسه کیدای شي.د بیلګې په ډول ،دروازې او کړکۍ ، او اوچت سامانونه داسې ځای په ځای شي چې د چاودنو له امله ددویمې ټوټو په څير د خطر احتمال راکم کړي.
د ودانیو لپاره د خوندیتوب پیژندل شوي لیولونه.Established Levels of Protection for Buildings
د ساختمان د کارولو او ګټه اخستونکو په پام کې نیولو سره د ټول ساختمان او د ساختمان د یوې برخې لپاره د چاودنې پروړاندې د خوندیتوب لیول او کچه لا وړاندې ټاکل کیږي .دلته د خوندیتوب څلور اساسي لیولونه د بحث لاندې نیول شوي .
1. د خوندیتوب I لیول .( ډیر ټيټ لیول ،د د چپه کیدو مخنیوی ). Level of Protection I (Very Low i.e. Collapse Prevention)
دخوندیتوب په دې په دې لیول کې ،ودانۍ چپه کیدو مخنیوی باید وشي او استوګن به وکولی شي چې ساحه پریدي او تخلیه وکړي .خو بیاهم ،دا ساختمان به دومره پوره خوندی نه وي چې بیرته ودانۍ ته راوګرځي او کیدای شي پوره متحدوالی ونه لري.نو کیدای شي په ودانۍ کې د زیان پیل وشمیرل خو په یو ځل چپه کیدل به پیښ نه شي.سره له دې هم ،احتمال شته چې جداګانه ساختماني عناصر زیانمن شي او خاورې خځلې او ټوټې ترې رابیلې شي.احتمالا ددروازو پلې به له چوکاټونو رابیلې شي ،خو د ASTM F1642 سره سم به د ورنس شوو او ښیښو لپاره به خطر کم وي.
2. د خوندیتوب II لیول ( ټیټ ،د ژوند خوندیوالی ). Level of Protection II (Low i.e. Life Safety)
د خوندیتوب په دې لیول کې ،نه یواځې دا چې ساختمان له کاره لویدو خوندي کیږي او همدارنګه د استوګنو ژوند به هم خوندي وي .استوګن به وکولی شي چې ساحه په خوندي ډول پریدي اود ساحې له پاکولو بیرته خپلو ملکیتونو ته په موقت ډول راستانه شي.ساختمان ته به یوه اندازه زیان ورسیږي خو د تر میم وړ به وي مګر لګښت به یی زیات وي.سره له دې هم ،جداګانه ساختماني عناصر به له کاره ونه لویږي او مات به نه شي مګر په ورته وخت کې به دایمي تغیر شکل په کې پیدا شي کوم چې د ترمیم وړ نه وي.سربیره پردې ،دروازې په چوکاټ کلکې ونښلي او نه به خلاصیږي .د ودانۍ دننه اجسام به مناسب حالت کې وي او خوندي به وي.
3. د خوندیتوب III لیول ( متوسط ،ملکیت خوندي) Level of Protection III (Medium i.e. Property Preservation)
د خونديتوب په دې لیول کې به ساختمان وساتل شي،او استوګن به وکولی شي چې ساحه تخلیه کړي او د ساحې له پاکولو او ترمیم وروسته بیرته خپلو ملکیتونو ته راوګرځي .ودانۍ ته به یوه اندازه زیان ورسیږي مګر دا زیانونه به په اسانه ترمیم شي او لګښت به یی کم وي.جداګانه ساختماني عناصر به زیات تغیر شکل وکړي مګر دا تغیر شکل به په اسانه او اقتصادي ډول د ترمیم وړ وي .سره له دې هم ،غوره داده چې داسې ساختماني عناصر د ښه ښکاره کیدو او یو شمیر نورو لاملونو له امله نوي کړي شي .د ودانۍ دننه وسایل کیدای شي په سمه توګه کار ونه کړي او یوڅه ستونزه به ولري.
4. د خوندیتوب IV لیول .(لوړ ،په مسلسل ډول اشغال) Level of Protection IV (High i.e. Continuous Occupancy)
د خوندیتوب په دې لیول کې ،د ودانۍ دننه استوګن کولی شي پاتې شي پرته له دې چې کوم خنډ پیدا شي .اټکل دی جې ساختمان ته او ساختماني عناصرو ته سطحې زیان ورسیږي .سربیره دې ساختماني عناصرو ته د پام وړ زیان ونه رسیږي او کوم تغیر شکل به هم پیښ نه شي.د خوندیتوب په دې لیول کې ،دروازې به ښه سم کار کوي او د ښیښې به هم د ASTM F1642 له غوښتنو سره خوندي وي.وسایل به پوره جوړ وي او کار به کوي.