میدان وردګ د کابل په دروازه کې پروت ولایت دی، دغه ولایت د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې تر بل هر ولایت پلازمېنې کابل ته لنډ واټن لري، د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، خو سره له دې چې د دې ولایت ميوې او کرنیز حاصلات په ځانګړې توګه مڼې او زردالوخاص نوم او غوره کیفیت لري اود غوره کیفیت لرلو له امله د نړۍ په بازارونو کې ساری نلري، خو بیا هم د دې ولایت بڼوالان د خپلوحاصلاتو څخه ناخوښ ښکاري او کرنیز حاصلات یې په ډېره ټیټه بیه په بازارونو کې پلورل کیږي، دا چاره له یوې خوا د بڼوالود ناهیلۍ لامل ګرځي له بل پلوه زموږ په سیمه ییز او ملي اقتصاد ژور اغیز لري، چې د دوام په صورت کې یې ممکن بزګران د مخدره توکو کښت ته مخه کړي او زموږ په ځوان کهول کې پر نېشه د روږ دو کسانو شمېره زیاته شی، ځکه چې د دې ولایت بڼوالان او کروندګر تل له دې سرټکوي چې کرنیز حاصلات یې یا هم په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي او یا هم د سړو خونو د نشتوالی او سړکونو د خرابوالی له امله مارکیټ ته تر رسیدا وړاندې خرابیږي، چې که جدي پاملرنه ورته ونشی او د کرنې او اوبو لګولو وزارت مرکزي اداره خپل مسولیت په سمه توګه ادا نکړي ممکن چې دا چاره ناوړه پایلې ولري او بڼوالان د دې حلال کسب پرځای د کوکنارو کښت ته مخه کړ ي ، د وردګ ولایت د میوو او حاصلاتو د کمې بیې مهم لامل په دې ولایت کې د سړو خونو کمښت او د ننیو او عصري اسانتیاوو څخه د کروندګرو محرومیت او ناخبري ده، ځکه چې د سیمې بڼوالان په سړو خونو کې د کرایو د اوچتوالی له امله د خپلو مېوو ساتلو ته یا زړه نه ښه کوي یا داچې د دې ولایت سړې خونې په هغه کچه ندي رغول شوي چې زموږ د بڼوالو ستونزو ته ځو اب ووایي، بل داچې د دې ولایت یوزیات شمیر ولسوالۍ سړې خونې نلري او یا هم د برښنا او نا امنیو د ستونزو له امله غیرفعالې دی چې د بڼوالو زیاته برخه ترې ګټه نشی پورته کولای او دا چاره د دې سبب ګرځي چې د دې ولایت میوې د کابل په بازارونو کې په ټیټ قیمت وپلورل شی او یا هم د سیمي هیوادونو ته تر صادریدا وروسته د نړۍ په بازارونو کې د نو رو هېوادونو په نوم وپلورل شي، د میدان وردګو ولایت د بڼوالو هیله داده چې د دوی د میوو د خرڅلاو لپار په ملي ، سیمه ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې وشی او مسئولې ادارې ( د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او صنایعو آمریت او د سوداګریزو خونو اداره ) دې د کروندګرو د حاصلاتو د خر څلاو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، دا مهال زموږ ډېر ځوانان په ګاونډیو هیوادونو کې د بې کارۍ له امله له ستونزو ډکې شپې ورځې تیروی، که چیرې په هیواد کې د ننه د کرنې برخې ته پام زیات شي او د میوو د خرڅلاو لپاره مناسبه زمینه برابره شی ، له یوې خوابه سوداګري وده وکړي له بل پلوه به مو ځوانانو ته په هېواد د ننه د کار زمینه برابره کړې وي، موږ وینو چې زموږ د سیمې یو من ( اووه کیلو) مڼې په کابل ښار کې په سل یا یوسل او پنځوس افغانۍ پلورل کیږي، خو د ګاونډیو هیوادونو ناک او مڼې چې زموږ د هیواد له میوو یې کیفیت ځو څله ټیټ دی، خو د پروسس له امله یې یو من تر ۵۰۰ او ۶۰۰ افغانیو پورې بیه لري، د دې لپاره چې د دې ولایت د کروندګرو ستونزې حل شی او زموږ بڼوالان د خپلو حاصلاتو څخه ناراضه نه وي اود ځوانانو د بې کارۍ مخه مو نیولې وي د پوهنې د پرمختګ تر څنګ باید د کرنې بنسټیزې ودې ته پام وشي او په مرکزي اداره فشار واچول شي ، چې د میدان وردګ ولایت د کرنې د ستونزو د حل لپاره تر ډېره پاملرنه وکړي ځکه چې د دې ولایت د کرنیز پرمختګ او په معیاري کچه د میوو لپاره بازار موندنه د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې ډېر مهم رول لري او ددې ولایت د ولسونو د هوسا کیدو او سوداګرۍ د ودې په صورت کې په دې ولایت کې د سولې د راتلو چانس زیات دی .