ژباړه: شفیق الله یوسفزی
کاشغر د چین یو له غربي ښارونو څخه لمړی ښار دی چې د وریښم د لارې پیدایښت په کې د میلاد څخه وړاندې په لومړي پيړۍ کې په سترګو شوی. اوسمهال دا ښار بیا ځل جوړېږي او د چین او لودیځ هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیل د ټکي بڼه خپلوي.
شی جین پینګ د چین ۶۳ کلن ولسمشر او د دې هېواد د کمونیست ګوند رئیس غواړي د ورېښمو پخوانی لاره د بیا ځل لپاره ورغوي او د وریښم نوې لاره په هماغه پخوانۍ لاره رامنځته کړي. دا پروژه د چین له سترو طرحو څخه دی چې د ۶۰ شاوخوا هېوادونه به په دې پروژه کې برخه ولري او د نړۍ نیمايي نفوس به په کې ګډونوال وي. په حقیقت کې چین غواړي خپل سوداګرۍ ته د همدې لارې په اوږدو کې دوام ور کړي او اړوند زیربناوو ته پراختیا ور کړي.
پکن د دې پروژې لپاره ۴۰ میلیارده ډالره له زړه ویستلي او ویل کېږي چې دا منابع د نویو څلور لارو، د اوسپنې پټلې او د لوله يي کرښو په جوړول به ولګول شي، لوله يي کرښې له لیتوانیا څخه تر افریقا، سریلانکا څخه تر فلسطین او له پاکستان څخه تر ایران پورې به ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
د دې لارې دوه د اوسپنې کرښې د اروپا او المان په لورې غزېږي، یوه د اوسپنې کرښه ژنګژو به د المان هامبورګ سره او دوهمه د اوسپنې کرښه به چانګینګ به دویزبورګ سره وصل کړي.
د ورېښم د لارې د مالي منابعو د پیدا کولو لپاره د چین هېواد یو شرکت تاسیس کړی چې د اسیا د بیخ بناوو د پانګوونې بانک نومیږي.
چین د کلونو راهیسې د نړۍ اقتصادي پرېکړه نیوونکو سیمو ته د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په شان د ننوتو غوښتنه درلود، چې پدې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له مخالفتونو سره مخامخ کېده. د چین هېواد لخوا د نړۍ له 57 هېوادونو سره د آسیا د بیخ بناوو د پانګوونې بانک په لار اچولو سره، چین داسې وښوده چې کولای شي د لازمو بیخ بیناوو په جوړولو سره خپلې موخې ته ورسیږي اوهغه هم په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات ددې ګام سره مخالف وو.
د هغو هېوادونو له جملې څخه چې د یاد نړیوال بانک په جوړولو کې مهم رول درلود، انګلستان، فرانسه او د آلمان نومونه یادولې شو. داسې په نظر رسېږي چې د نړۍ ټول هېوادونه د دې سترې پروژې په لار اچولو کې له چین سره یو ځای کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې پکن د ورېښم د سترې لارې په بیا جوړولو سره کومو موخو ته د رسیدو هڅه کوي؟؟ د دې سوال په ځواب کې باېد وویل شي چې پکن خپل مقامات او چارواکي په کاشغر کې د ورېېښم نوي لارې په سترې پروژې باندې په کار اچولی. د ورېښم نوی لار په غرنۍ سیمه کې موقعیت لري چې د پاکستان په لورې پراختیا مومي او هر کله چې لازم اقدامات بشپړ شول، بیا به د خونجراب سیمه د ګوادر سره وصل کړي. د دې سیمې تر څنګ ځای به د سوداګرۍ لپاره د عرب بحیری د وصل نقطه وي.
د اوسپنې پټلۍ له لارې د قرغیزستان او قزاقستان نښلولو لپاره د امکان سنجۍ مطالعات هم د چیني مهندسانو د میز په سر قرار لري، په داسې حال کې چې د اوسپنې د کرښې دا وړاندیز د فني اړخ له مخې تر ټولو ستره ستونزه حسابېږي، په دې دلیل چې چینایان پخوا له دې هم د تبت په لورې او په 5 زره ارتفاع باندې د اوسپنې پټلې غزولې وې، د دې له مخې نور ناممکن اقدامات پدې برخه کې په نظر نه رسیږي او هر څه امکان لري.
دا مسله په بشپړ ډول روښانه ده چې د چین کمونیست ګوند مرکزي اسیا ته د لاسرسي لپاره د حمل او نقل په مسیرونو باندې د سترې پانګوونکې په حال کې دی او هڅه کوي چې نوي اقتصادي سیمې پيدا کړي. په کاشغر کې د خلکو د ژوند د سطحې معیارونه په لوړېدو دي او له نوي تکنالوژې څخه په ګټې اخیستنې پارکونه جوړ شوي دي، د چین د اورمچي خلکو لپاره د روزګار نوي فرصتونه برابر شوي، په سینګیانګ ایالت کې اقتصادي وده 9% سلنې ته لوړه شوې ده او وړاندوېنه شوې چې د یادې اقتصادي ودې کچه به نور هم لوړه شي.
پاکستان هڅه کوي څو د کاشغر او ګوادر په نښلولو سره د یو نوي سوداګرېز بندر څښتن شي او له بلې خوا د کاشغر نښلولو سره، د قزاقستان له لارې به د مرکزي آسیا بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.
You also might be interested in
ژباړه: شفیق الله یوسفزی په افغانستان کې د بانکنوټونو تاریخچه[...]
ژباړه: شفیق الله یوسفزی د کتاب نړیواله ورځ چې د[...]
ژباړه: شفیق الله یوسفزی کاسا 1000 پروژې له مخې د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی