لیکنه: ګل رحمن رحماني
وايي چې ديونان نامتو فيلسوف او عالم سوکرات (Socrates) ځکه داتن له ښار څخه ټول شاعران په درناوي وشړل چې هغوى ساده او عام خلک دي او ولې داسې رنګين او ښکلي شعرونه وايي چې سړى ورته حيرانېږي .
هغه د شعر بهرني ازرښت ته پام سره شاعرانو ته په غاړه کې دګلونو امېلونه ور واچول او په درناوي يې رخصت کړل. دى چې په تاريخ کې ديونان ترګردو پوه کس بلل شوى چې په واقعي ډول دشعر ، شاعراو شعري ښکلاوو په ارزښت پوهېدلى و، په شعر يې ډېر داسې نظرونه ورکړي چې په هغه وخت کې هرچا نه شوى کولى .
همدا فيلسوف د خپل هېواد ديوه بل ستر شاعر هومر په اړه وايي چې:”دهغه شعر ډېر ښکلى او له خونده ډک دى،خو له بده مرغه چې دځوانانو اخلاق خرابوي، ځکه چې دده په شعر کې ارباب النواع دروغ وايي، جنګونه، غلاوې او فسادونه کوي چې په پايله کې ټولنه دټولنيز فساد په لور کشکوي.”
کانت خو بيا درومانتېسېزم شعار له پاره خپله ځانګړې تيوري وړاندې کړې او وايي چې دانسان په وجود کې دښه او بد دپېژندلو له پاره يو قاضي شته چې دوجدان په نامه يادېږي، چې دښکلي او بدرنګ قاضي ذوق يې هم بولي چې په دې حساب ښکلا خوښونه پخپله يوه غريزه ده خو دګټې او تمليک له غريزې سره ورته والى نه لري . او خبره چې دښکلا شي نو بيا خو ټول ژوند ښکلى دى او هغه دشاعر خبره چې بدرنګۍ هم دښکلا له سيوري پيدا کېږي .
ښکلا که نه وى تصور دبدرنګۍ به نه و
دا غرونه غرونه سيوري ټول دچا له نوره ښکاري
نن موږ د يوه داسې هڅاند او د نوښت په لټه روان زلمي په اړه خبرې کوو چې د ژوند په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې يې هم قلم له ګوتو نه دى پرېوتى، به تورو او لفظونو کې يې ښکلا شيندلې، په هنر او ليکوالۍ يې سوداګري نه ده کړې او دا هر څه يې ورسره د انسانيت او ژوند د ښکلاګانو د تفسير د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه ساتلي او ټولنې ته يې خپل پيغام د هنر په ژبله رسولى دى.
زما ګران ملګرى، ټولګيوال او همفکره محمد واصل وصال ليکوال، شاعر، ژورناليست او ژباړن دى، خو زه يې دلته يوازې په نثري ښکلاوو او پيغام خبرې کوم، دا چې دواړو د خپل کار و زده کړې د مهال ډېر وختونه سره په ګډه تېر کړي، نو ممکن تر نورو يې ښه وپېژنم او د نثرونو پيغامونه يې درک کړم.
د نوموړي د نثر په برخه کې ادبي ټوټې، لنډې کيسې، ناولونه او نثري ژباړې، ټولنې ته په کتابي او په انلاين بڼه د ويبپاڼو له لارې وړاندې کړې دي، چې په کتابونو کې يې د مينې خزان، ميډيا، حياناکه، رنګينې لارې او ګوره چې هېر مې نه کړې يې د بېلګې په توګه يادولى شو
خو زه به يې يواځې په ادبي ټوټو يا لنډي هنري نثرونو په ژبنۍ ښکلا او پيغامونو يو څه ووايم، د پښو ژبې کره کتونکى او ليکوال ښاغلى علم ګل سحر د وصال صيب د ادبي هڅو په اړه ليکي:(( وصال همداسې کوي دی له وړو شېبو ډېره ګټه اخلي، تل زحمت باسي شپه ورځ لګيا وي يا يې مخې ته کتاب اېښی وي، مطالعه کوي يې يا خو هم پر کمپيوټر کار کوي . په اراکوزيا راډيو کې چې موږ يو ځای کار کوو، ما به ليدل چې يوه شېبه هم بېکاره نه کېني، که به دشپې هم د اراکوزيا راډيو دفتر ته ورغلم ليدل به مې چې وصال صاحب کمپيوتر ته ناست دی مطالعه کوي، يا خو هم د پښتو ژبې ته کومه نوې کيسه يا په زړه پورې را ژباړي.))
د هغو د هڅو او تلاش په اړه به همدا بسنه وکړي، بېرته به دهغه نثر ته راشو. د وصال صيب نثر ساده او روان دى، که په ټولو ادبي ټوټو او لنډو نثرونو کې يې د پيغام او موخې مالګه ډېره روښانه نه وي، نو په کثريت هغو کې يې دا هنر شته او هر لوستونکى يې درک کولى شي، ممکن يواځينى لامل به يې هم دا وي چې هغه ژوند ته له خپلو سترګو ګوري او هېڅکله هم تقليدي ليکنې نه خوښوي، له زړه نه يې ليکي او په خپل فکر او احساس کې نور را ګډوي.
خپله وصال صيب په دې اړه راته وايي:”د زړه خبرې له نورو سره شريکول او په خپل فکر اواحساس کې د نورو ګډول هغه څه دي چې ممکن ډيری کسان له دغه کاره وزره ولري او هغه خبرې چې د دوی په زړونو کې يې ځان ته کور جوړ کړی او تل دوی ناقراره ساتي ، چاته د ويلو جرئت نه کوي.دغه کار زما په اند دوه علته لري. يوهغه خلک چې د خپل زړه خبرې نوروته نشي کولای د دوی د زړه خبرې پاکې اوسپېڅلې ندي اوياهم دوی د بې اعتمادی په لومه کې لوېدلي دي.خو يوشمېر داسې خلک هم بيا شته چې نوکی خبره هم په زړه کې پټ نشي ساتلی هغه د چا خبره چې خبره په زړه کې نشي ځايولی مانا دا چې څه يې په زړه وي هغه يې په خوله وي.”
ما د وصال صيب د نمانځغونډې لپاره د هغه په ادبي ټوټو کې د هغه د ادبي ټوټو په يوازينۍ چاپ شوې ټولګه “رنګينې لارې”بسنه وکړه، چې څه مې پخوا پرې ليکلي او څه معلومات هم تازه اپډېټ کړل.
هو، همدا شېبه زما په مخکې دژوند په واټ دژوند (رنګينې لارې )غځېدلې ، ددې لارو لاروى او ( وصال ) لا تر هغو رنګين دى، رنګينې لارې تر هرڅه وړاندې ما ډېرو ښکلو او رنګينو شېبو ته وړي ، شين سهار ، دننګرهار سندريزه فضا، دپوهنځي ښکلى او شين انګ، دسهار دمرغانو اوازونه او د استاد له راتلو وړاندې دټولګي په مخکې دغورو،ګيلو، ستړي مشو، شعرونو او ټوکو بنډار، داستاد دراتلو وېره او په څوکيو ناست معصوم ملګري چې اوس يې هم په را يادېدو يوه شېبه تم کېږم او سترګې پټوم .
دګران او خواږه ملګري وصال دې کور ودان وي چې دغه شېبې يې خوندي کړې او څه چې له موږ دواړونه په ” ګوره چې هېر مې نه کړې ” البم کې پاتې وو، دلته به يې ځينې دوستان په مينه ولولي خو ددې ترڅنګ ډېر څه نور هم لري چې په همدې ټولګه کې خوندي شوي او زه به ورباندې ستاسې له ورتلو وړاندې يو څه ووايم .
په رنګينې لارې کې دښکلا او له شعره دياغيتوب ډېرې لارې او هڅې په نظر ر اځي خو تر ټولو ښه خبره بياهم داده چې شعريت او هنر په کې نه دى ورک شوى او همداسې مو ورسره بيايي او ساتي لکه کوم هنر چې په دې برخه کې شعر لوبولى شي.
ليکوال دلته په ګڼو ادبي ټوټه او ټوټو ته ورته ليکنو کې بياهم شاعر پاتې شوى ، دنړۍ مشهور شاعر “بوډلر ” وايي : ” شاعر اوسه حتى په نثر کې “او دوېکتور هو ګو خبره چې هر هنرمند چې دبې له ښکلا څخه دبل شي په باره کې فکر کوي زمونږ په پوهه هنرمند نه دى .
دلته به بده نه وي چې د هوګو ددې خبري يو څه تفصيلي بڼه راوړو: ” څه ګټه نه لري ؟ ښکلى دى، ايا همدغه کفايت نه کوي؟ دګلانو په شان دعطرونو په شان ، دمرغيو په شان او دټولو هغو شيانو په شان چې بشر نشي کولى په خپله خوښه هغو ته بدلون ورکړي او ضايع يې کړي.
په عمومي توګه هر شى چې ګټور وي ښکلي کېداى نه شي، ځکه چې ورځني ژوند ته ورننوزي ، شعر په نثر بدلېږي ، او ازاد مريي کېږي ، هنر ازادي ده ، پرتم دى ، غوړېدا ده ، دروح غوړيدا ده په بطالت کې نقاشي ، مجسمه جوړونه او موسيقي مطلقا دهېڅ شي په درد نه لګېږي ، موږ دهنر دازادۍ څخه ملاتړ کوو . زموږ په نظر هنر وسيله نه ده ، بلکې غايه ده ، هر هنرمند چې بې له ښکلا څخه دبل څخه دبل شي په برخه کې فکر کوي ، زموږ په پوهه هنرمند نه دى . ”
په رنګينې لارې کې که څه هم موږ دادبي ټوټې په فورم کې ګڼ او بېلابېل هنري نثرونه لولو خو تل دا احساسوو، چې ديوه شاعر سره روان يو، هرڅه ديوه شعر غوندې رنګين دي، مفکوره ، تخيل ، احساس ګوره او په خوږلت کې يې چې وړاندې لاړ شو نو په اهنګ اوړو، دغه بېلګې ته به يې لږ تم شو چې د زړه غوښتنه په نوم ادبي ټوټه کې راغلې ده:” زه ولې دومره بې وسه شوم چې د يوچا د باريکې ښکلا په لمن کې راتاو شوم اوخپلې ازدای ته مې پخپل لاس هتکړۍ واچولې.زه د ښکلا په ګوتو ونيول شوم، د حسن سيپارې مې ولوستلې، د وصلت په مراد مې د چا حسن ته سجدې وکړې،د ژوند په څلورلارې مې يواځې يوچا ته د رسيدو لار غوره کړه،د مينې په يوې بې ساحله کښتۍ ساحل ته د رسېدو په هيله وختم،خوکلونه وشول نه هغه کښتۍ ساحل ته ورسېده او نه هم زما د مينې سفر پای ته ورسېد. خدای خبرچې زما دغه ستړی سفربه کله پای ته رسېږي.))
د ټوټې په دې راخيستل شوې برخه کې د شعر پوره هنريت او شعري خوږلت حس کولى شو. ددې ټولګې ډېرى نثري ټوټي لکه چې وړاندې مو وويل ادبي ټوټې دي او ادبي ټوټې هغه ژانر دى چې په نثري ادبياتو کې يې مقام دمنظومو ادبياتو په برخه کې له غزل سره برابرولى شو، کله په منظومو ادبياتو کې غزل ته دشعر ناوي وايي نو دنثري ادبي په برخه کې به دناوېتوب دغه شال حتما ادبي ټوټې ته ور په سروو .
ادبي ټوټه بايد دشعر هومره هنر او زړه راښکونتيا ولري چې له همدې امله ورته ځينو کره کتونکو منثور شعر هم ويلى دى خو په دې مانا نه ده چې هره دوزن او قافيې له قيده خلاصه ليکنه دې ادبي ټوټه وي ، زړه راښکونکي پيل ، رسا پيغام او حيرانوونکي پاى ورته تر ټولو دي او بايد چې تش دشاعرانو کلماتو سوداګري نه وي، په دې ټولګه کې دادبي ټوټو ښکلې بېلګې کتلى شو ، چې شاعر په کې خپله ټولنه او ځان هم په ښه ډول راپېژندلى .
زما ماضي په نوم ادبي ټوټې په يوه برخه کې لولو:”اوس چې کله د خپل ژوند د تېرو پنځه ويشتو پسرليو پاڼې واړوم نو د ژوند په هرفصل کې د جنګ ، جنګ، جنګ …ناوړه کلمې ګورم.نو بيا وايم چې زما ماضي خود جنګ جګړو، لوګو ډکه کړه خو زه نورچاته داحق نه ورکوم چې زما دهېواد دنوي نسل راتلونکی دې څوک د باروتو په لوګو ولړي نه هېڅکله نه ، زه نور د علم اوسولې ډېوې لګوم. زه مې د ژوند نوی پيل په سوله کوم سوله ،سوله ،سوله… ”
پورتنۍ څو کرښې دافغاني ټولنې اوسنى رسا او رېښتينى انځور دى ، ځکه چې دامهال سوله زموږ د ټولو غوښتنه ده .موږ په داسې ټولنه کې اوسو چې خلک يې په ځان مين ، د خپلو تېروتنو نه مننونکي خو دنورو نېمګړتيا و ته پوره ځير دى خو دليکوال په دې ټولګه کې ددې برعکس په ځان نيوکه، خپلې نيمګړتياوې منل ؛ هغه څه دي چې يوازې دده ځانګړتيا يې بللى شو.
د زړه ماتونکي ښکلا تر نوم لاندې ديوې ادبي ټوټې په يوه برخه کې لولو : “ګرانه !زما اوستا مينه رښتينی رنګ نلري، دا ځکه چې ته په ما او زه په تا باور نلرم،او نه هم زه اوته په پخپلې پرېکړې دواړه ثابت ولاړيو،زما په شان ته هم هره ورځ کله په يوچا او کله هم په بل چا زړه بايلې.منم ته به هره ورځ زما نه ښکلي ښکلي مخونه وينې او زه هم همداسې خو په يوه خبره ايمان لرم چې هغه مينه چې زه ستا لپاره په زړه کې لرم شايد بل داسې څوک ته هېڅکله هم ونه مومې اوکه ومومې هم بيا به هم ژوند درته خوند نه درکوي او زما د يادونو ډېوې به دې د زړه دردونه روښانه ساتي او تا به سکون ته نه پرېږدي.))
په شعر کې د شعر تعريف هر چا کړى ، په نثري ټوټو کې هم شاعر انځور شوى ، شاعر خپله دفطرت انځور ګړ دى ، يو عربي شاعر وايي چې ښه شاعر هغه دى چې خپل ځان خپل شعر ته ولېږدوي ، وصال شاعر ته له کومې زاويې ګوري ؟
د شاعر په نامه ادبي ټوټې يوې برخې ته به تم شو : “په يواځېتوب،خاموشۍ او ښکلا پسې لېوني ته زه شاعر وايم. د فکر تل او د خيال لوړو څوکو ته يواځې بافکره او با احساسه خلک پورته کېدای شي د شاعر اونورو خلکو ترمنځ همدومره فاصله موجود ده. شعر د شاعر د فکر او خيال له عاطفي تړون څخه زېږي او د نورو وګړو په ذهن او زړونو د مينې ارټ او د ښکلا پنجې ښخوي.
د يو شاعر د ژوند ترټولو لويه سرمايه د هغه شاعري ده هغه خپله شاعري په يواځېتوب خاموشی او ښکلا کې لټوي.هغه د يوه هکاک او انځورګر په شان د طبيعت د مرموزو او ښکلو پديدو پسې شپه ورځ ګرځي خو د شاعر او انځورګر ترمنځ دومره توپير دی چې انځورګر د طبيعت ښکلې کرشمې په يوه تابلو کې هو به هو ترسيموي او شاعر بيا د الفاظو جادوګر دی د طبيعت نظارې په ښکلو او لطيفو الفاظو کې داسې پېي چې که الفاظ يې په ژبه وايو نو انځور يې په ذهن کې دورې وهي.نو د شاعر کار د انځورګر نه ګران خو جادويي رنګ هرومرو لري.))
د هنري نثرونو په دې ( رنګينې لارې ) ټولګه کې دادبي ټوټو تر څنګ ډېرې داسې ليکنې هم شته چې دادبي ټوټې جوړښت او تعريف ته پام سره يې په دې ژانر کې نه شو را وستلى ، ځينې په کې شايد خاطرو ( ياديزو ) تبصرو او ياهم اخباري سرمقالو ته ورته وي خو يوه خبره ده چې په دغو ليکنوکې هم ډيرلوی لوی پيغامونه ځای په شوي چې د ژوند په کږو وږولارو کې د نورولاس نيوی کولای شي.
دبېلګې په ډول به دانتظار څپېړه په نامه ليکنې يوه برخه راوړو : ” سره له دې چې په دولتي ادارو کې مامورين ټوله ورځ په کارونو بوخت وي خو بيا هم د خلکو کارونه په وخت نه خلاصيږي او ډلې ډلې خلک د دروازو او کړکيو تر څنګ خپل قيمتي وخت له مجبوريته بې ځايه تېروي او د نن کار سبا او د سبا کار بيا بلې ورځې ته پاتې کيږي او دوى هم له بې وسۍ نه خپل غږ نه شي پورته کولى او نه هم څوک يې غږ اوري او تر هغي پورې د انتظار سختي شېبې شماري چې کار يې پای ته ورسېږي، ځينې وختونه په دولتي ادارو کې زياتره کارونه د پېژندګلوۍ او يا د رشوت په بدل کې پرته له ځنډه ختمېږي. ”
دلته ګورو چې ليکوال په ليکنه کې بيخي يو اخباري ، ژور نالستيک نثر ليکلى او داسې عادي ښکاري لکه دورځپاڼو سر مقالې او يا نورو متنونه چې هره ورځ ورسره مخ يو او ارزښت يې هومره نه دى لکه يو هنري نثر يې چې لري .
د “زما هيلې” په نامه يوې ليکنې يوه برخه به هم را وړو : “خو افسوس چې دغریب ځوی وروسته له دومره ستونزو په ډک زړه له ښوونځي او پوهنځي نه په لوړو نمرو فارغېږي اوبيا درپه در د دندې په لټه ګرځي خو څوک ورته دنده نه ورکويو ځکه چې دلته خو دنده هغه چاته ورکول کېږي چې پيسې ولري او يوڅوک وپېژني، که په څه باندې پوهېږي او که نه پوهېږي هېڅ مانا نه لري ،خو هغه بې څوک او بې وزله د خپلې پوهې سره ګرځي اوڅوک ورته پام نه کوي ، نو هغه مجبور دی چې يا د يو نا پوهه امر تر لاس لاندې کار وکړي اويا هم په ښارکې يوه کراچۍ ودروي، که نه نور څه نه وي په خپله خوښه خوبه کاروکړي. يعني د مجبورۍ په ژوند به اخته وي. ”
دغه ليکنه يوې راډيويي يا اخباري تبصرې ته ورته ده چې د هنريت او دهنري نثر ځانګړتياوې په کې نه ښکاري، يواځې يو اخباري يا ژور نالستيک نثر دى .
په هر صورت دا رنګينه لار نه ده ( رنګينې لارې ) دي ، هر څوک به په کې د خپلې خوښې او زړه رنګينه لار ګوري، په همغه به مزل کوي ، موږ يې نه شو راګرځولى او نه ورته دلارې او تګلوري ټاکنه زموږ کار دى ، خو دومره وايم چې هره لاره يوې خوږې مينې ته دوصال لار ده .
خداى دې وکړې چې ګران وصال چې له پوهنتوني ملګرۍ نيولې تر مسلکي ملګرۍ سره خواږه او نږدې يو ، په همدې لارو مزل ته دوام ورکړي او په پښتو نثري ادب کې دادبي ټوټې ژانر ته چې زه هم له زړه نه پرې مين يم او تل ورباندې دخپل زړه بوج سپکوم ، رنګين شالونه ور په سر کړي.
ددې ويل اړين دي چې د وصال صيب نثر لا پخوالي او پرمختيا ته اړتيا لري او دا د ژوند اصول دى، چې هر څه بايد د بشپړتيا پړاو ته ورسېږي، پاخه شي و روزل شي او د کره کتونکو يا عامو لوستونکو د نيوکې له ګوتې خوندي وي.
که چېرته وصال په خپل نثر کې لا کره والي، د ژبنيو ترکيبونو اختصاري جوړښت، اضافي جملو غورځولو او ځينو ضميرونو پرځاى کارولو ته پاملرنه وکړي، نو د ادبي ژوند ددې بهير ښکلا به يې لا زياته شوي وې.
ښاغلم علم ګل سحر د وصال صيب د لنډو کيسو د ټولګې ستا په نوم په مقدمه کې ليکي: “د زياترو کيسو نثر ښه او جملې يې نسبتا لنډې دي، البته په ځينو ځايونو کې يوشمېر ضميرونه ستونزې لري چې هغه هم ددوی له سيمه ايزې لهجې څخه سرچينه اخلي د بېلګې په توګه مونث ته ليکل شوي چې (ده وويل). دې ته ورته ستونزه زموږ په سيمه اييزه لهجه کې هم شته، زموږ دسيمې خلک بيا مذکر ځينې وخت په مونث بدلوي مثلا وايي (اتل راغلی ده) چې دا غير معياري ده، بايد په ليکنه کې ورته توجه وشي او (دی) وليکل شي. ”
ممکن ځينې لهجوي اغېزې د هر ليکوال په اثارو کې ومومو او د وصال صيب دوى کورنۍ چاپيريال او خپله دى په دري او پښتو ژبو دواړو ليکنې کولى شي او پوره حاکميت ورباندې لري، نو ممکن ځينې اغېزې يې له همدې امله پاتې وي، خو که د وصال صيب وروستيو نثرو او ليکنو ته پام وکړ، نو ياده ستونزه په کې کمه او د حل په لور روانه ده.