لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
(د براین ټریسي د لنډو لیکنو د لړۍ څخه)
وضاحت داحتمال له مخې د بریا او خوښۍ ۸۰ سلنه برخه جوړوي،د وضاحت نه شتون تر ډیره بریده د نا امیدۍ او د موخو د نه لاسته راوړلو تر ټولو لوې لامل دی، ځکه خو مونږ وایو چې د موخو شتون بریا ده او پاتې نور یوازې خبرې، هغه خلک چې واضحه، لیکلي اهداف لري په ډیر لږ وخت کې د هغو په پرتله چې دغه څه نه لري سترې بریاوې ترلاسه کوي، دا خبره په هر ځاې او هر حالت کې همداسې د پلي کیدو وړ ده.
د لویو لاسته راوړنو درې لارښونې:
مونږ آن دا ویلې شو چې د بریا درې لارې ستاسې د خپلو موخو په اړه وضاحت، وضاحت، وضاحت دي، د ژوند په چارو کې ستاسې بریا به تر ډیره بریده دې پورې تړلې وي چې تاسې د هغه څه په اړه چې غواړئ ترلاسه کړئ څومره وضاحت لرئ.
ولیکئ او بیا ځلې یې ولیکئ:
څومره چې تاسې خپلې موخې لیکئ او بیا ځلې یې لیکئ او د هغو په اړه فکر کوئ، تاسې به د هغو په اړه همدومره وضاحت ترلاسه کوئ، څومره چې تاسې د خپل د ژوند د غوښتنو او موخو په اړه راڼه او واضحه و اوسئ، تاسې به تر ډیره هغه څه کوئ چې درسره د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي، همدا راز به تاسې تر ډیره له هغه څخه ځان ساتئ چې په کولو یې تاسې له خپلو موخو څخه لرې کیږئ.
د موخو د لاسته راوړلو اوه ګامه بهیر:
دا یو ډیر اسانه اوه ګامه بهیر دې چې په ترسره کولو به یې تاسې خپلې موخې له هر بل وخت په پرتله په چټکۍ او اسانۍ سره لاسته راوړئ:
لومړې: د ژوند په بیلا بیلو اړخونو کې چې ستاسې څه هیلې او غوښتنې دي په اړه یې کره پریکړه وکړئ، ډیر مشخص و اوسئ!
دویم: وې لیکئ! واضحه او تفصیلي یې ولیکئ
دریم: د موخې د لاس ته راوړلو مشخصه نیټه (deadline) وټاکئ، که دا کومه لویه موخه ده، د لاس ته راوړلو نیټه په وړو پړاونو و ویشئ او دغه پړاونه هم ولیکئ.
څلورم: د هر هغه څه لسټ جوړ کړئ کوم چې، ستاسې په اند، ستاسې د موخې د ترلاسه کولو کې درسره مرسته کولې شي، هر کله مو چې نوې خبرې مخې ته راشي، په لسټ یې ور زیات کړئ.
پنځم: ټولې لیکلې مادې مو د یو پلان په څیر داسې برابرې کړئ چې یو ترتیب ولري او همدا راز لومړیتوبونه پکې معلوم وي.
شپږم: په خپل پلان کې له ټولو مهم کار په اړه په بیړنۍ توګه اقدام وکړئ، دا ډیر مهم کار دې!
اووم: هره ورځ یو داسې څه وکړئ چې تاسې د خپل یو او یا ډیرو موخو د لاسته راوړلو پر لور خوځوي، خوځښت مو روان وساتئ!
د سر د ۳ سلنې سره یو ځاې شئ:
د درې سلنې څخه کم بالغه خلک لیکلې موخې او پلانونه لري چې دوي پرې هره ورځ کار کوي – کله چې تاسې خپلې موخې ولیکئ نو تاسې د خپلې ټولنې د سر هغو درې سلنه خلکو په کتار کې راځئ – تاسې به ډیر ژر هماغه پایلې چې هغه د سر خلک یې ترلاسه کوي خپلول پیل کړئ-
خپلو موخو ته هره ورځ بیا کتنه وکړئ:
خپلې موخې هره ورځ ولولئ او بیا کتنه ورته وکړئ ترڅو ډاډه و اوسئ چې دغه موخې اوس هم تاسې دپاره مهمه دي، تاسې به وګورئ چې د وخت په تیریدو به تاسې نورې موخې هم دغه لسټ ته ور زیاتوئ، همدا راز به تاسې ډیرې موخې چې یو وخت درته خورا مهمې وې د دې دپاره چې نور درته کوم اهمیت نه لري له لسټ نه لرې کول پیل کړئ، هر څه مو چې موخې دي، د کاغذ په مخ ورته ښه پوره پلان جوړ کړئ او پر هغو هره ورځ کار وکړئ، دا د ښو کړنو لوړه څوکه او د ډیر څه لاسته راوړلو غوره لارښود دې.
عملي تمرین:
د دې تمرین په مرسته تاسې د وضاحت قانون پلي کولې شئ:
لومړې: د هغو موخو چې تاسې یې په را روان کال کې ترلاسه کول غواړئ لسټ جوړ کړئ، هغه ټول د روانې زمانې (حال) په ژبه ولیکئ، لکه چې کال تیر شوې وي او تاسې دغه موخې لا پخوا لاسته راوړې وي.
دویم: د خپلو لسو موخو لسټ جوړ کړئ، ځان وپوښتئ، هغه به کومه یوه موخه وي چې که زه یې ترسره کړم هغه به زما په ژوند ډیره مثبته اغیزه ولري؟ هغه که هر څه وي، له دغه موخې یوه کرښه تاوه کړئ او دا یوې بیلې پاڼې ته واړوئ.
د دغه موخې دپاره مخکې وړاندې کړې شوې اوه ګامه تګلاره تمرین کړئ، د موخې د ترلاسه کولو نیټه وټاکئ، یو پلان جوړ کړئ، عملي کار پرېې پیل کړئ او ورباندې هره ورځ کار وکړئ، د دغه موخې لاس ته راوړل د خپلو راتلونکو اونیو او میاشتو دپاره یو جوت قصد وګرځوئ.
په خپل ژوند کې د حیرانونکو بدلونونو دپاره ځانونه چمتو کړئ!